پوهنیار سیداصغر هاشمي

 د تحقیق او تخلیق د عروج او نزول پړاوونه

د ارواپوهنې فردي تفاوتونو مفهوم دی، د نړۍ اکثرو انسانانو ذکاوتونه، احساسات، تخیلات، تاثر، ذوق او داسې نور هغه کړه وړه چې د انسان له دننني او بېروني جوړښت سره اړیکې لري توپير لري. یو لیکوال به د تحقیقاتي کارونو ذکاوت لري او بل به د تخلیقاتي. یو به یو ډول ذوق لري او بل به بل ډول.

انسانان د ژوند په مراحلو کې فزیکي او معنوي توپيرونو سره مخامخ کېږي. دا چې ټول تحقیقاتي او تخلیقاتي کارونه د انسانانو پواسطه تر سره کېږي نو حتمي خبره ده چې د ده تحقیقاتي کارونو به د لوړوالي پړاوونه ته رسېږي او همدارنګه د ده په تخلیقاتو کې به تغیرات راځي.

دا موضوع حتمي ده چې د هر لیکوال او څېړونکې په کارونو کې مثبت او منفي تغیرات منځ ته راځي. کله به یې شاعري لوړو پوړیو ته رسېږي او کله کله به یې په ویناوو کې مخکیني تاثیرات نه وي. کله به د مبتدي لیکوال په ډول تحقیقاتي کارونه کوي خو د وخت او زمان په تېریدلو به ترې ښه څېړونکی جوړیږي.

تحقیق څه ته وايي؟

د نړۍ د پرمختګ له لاملونو یو اساسي لامل د څېړنې پرمختګ دی. څېړنه هغه ریاضت دی چې په ډېر کولو سره انسان لوړو پوړیو ته رسېږي.

ـ علمي څېړنه او پلټنه عبادت له هغې طريقې، لارې او روش څخه دی چې پلټوونکی او څېړونکی د علمي حقايقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او يا د يو علمي نظر د سم یا ناسم ثابتولو په خاطر ټاکي چې دا علمي حقيقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه د دې طريقې، روش او لارې په ذريعه څرګند او بيا يې خلکو ته وړاندې کوي. (۱)

ـ ډاکټر نجم الاسلام وايي: (تحقیق د فکر له یو خاص انداز څخه وده مومي. موږ د یو شي په حقیقت و حکمت د ځان پوه کولو خوا ته مایل کوي او د بیاناتو د اصلیت په معلومولو مو اماده کوي، همدا د علم سرچینه ده او هم د علم د پیاوړي کولو وسیله ده.)(۲)

ـ (في دلتاکپا)Phi Delta Kappa په يو تعريف کې ويلي دي:(څېړنه د يو ټاکلي موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغه کې واقعيتونه، معناګانې او د تطبيق موارد هم تر ازموينې لاندې نيول کېږي.)

ـ (مولي)  ليکي، څېړنه ديوې ښې پېژندل شوې مسلې د حل په برخه کې سيستماتيک عيني اوسمه پلټنه ده.(۳)

ـ صلاحي وايي:(څېړنه) په مسايلو د ژورې پوهيدنې او د رښتيا (حقيقت)  موندلو لپاره يو پلان شوی، هوښيارانه، منظم او د باور وړ بهير دی. يا: څېړنه د پلټنې، بيا تر لاسه کولو، علمي ارزونې او په اصطلاح کې د نه ستړي کېدونکې هڅې نوم دی.(۴)

تخلیق څه ته وايي؟

تخليقي يا هنري ادبياتو ته اصلي او واقعي ادبيات وايي، ټولو بدیعي ادبیاتو ته تخلیقي ادبیات ویل کېږي، چې په هغو کې شعر، لنډه کيسه، ډرامه، ناول، تکل، طنز او نور شامل دي.(۵)

د تحقیق او تخلیق اړیکې

ټول علمي کارونه سره اړیکې لري.په ادبیاتو کې ادبپوهنه، ژبپوهنه او ادب تیوري سره رابطه لري، که چېرې یو لیکوال د ادب تاریخ لیکلو اراده ولري نو دی باید د ادب تیورۍ ښه مطالعه او پوهه ولري، ځکه چې د ادب تاریخ لیکوال لپاره په تیورۍ پوهیدل اړین دي.

تخلیقي ادبیات له تحقیقي څېړنو سره اړیکه لري،که څېړنه نه وي نو هیڅکله هم تحقیقاتي کارونه پرمختګ کولای نه شي او که چېرې تخلیق نه وي نو څېړنه بیا کومه معنا نه لري.

 د ټولو تحقیقاتي کارونو پرمختګ له تخلیقاتو سره رابطه لري او یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي.

هره ټولنه تحقیقات، تخلیقات، ژباړل شوي اثار، تحلیلي اثار او په نورو ژبو لیکل شوي اثارو ته ضرورت لري.تحقیقات یو ډول ارزښت لري او تخلیقات بل ډول.

ځینې خلک تخلیق ته د تحقیق په پرتله زیات ارزښت ورکوي او وايي چې اصلي او اول لاس ادبیات تخلیقي بدیعي ادبیات دي. بدیعي ادبیات خپل ارزښتونه او کټګوري لري او د شعر د ډولونو او د هنري نثر د ډولونو اصلي ارزښت یې په هنریت او شعریت کې دی او د ادب اساسي او فرعي توکي راوړل پکې مهم دي.

تخلیقي ادبیات خپل شکلي او معنوي جوړښت لري، په یو نوم او بل نوم هرې لیکنې ته څېړنيزه لیکنه ویلای نه شو. لکه څرنګه چې هر نثر هنري نثر کېدای نه شي او یا د هر نظم ډول شعر کېدای نه شي، دغه شان هره په نوم لیکنه د څېړنې تر نوم لاندې راتلای نه شي.که چېرې یوه علمي لیکنه په ټولوعلمي او اکاډمیکو لارښوونو برابره وي او په موضوع کې د څېړنې حق ادا شوی وي او د یوې ښې څېړنې ټولې لارې چارې پکې په خپل ځای راغلي وي نو د داسې لیکنو ارزښت زښت زیات دی.

د څېړنې د عروج مرحله

انسان ځواني او زړښت لري، دغه شان محقق د تحقیق د کار په نظر کې نیولو سره هم پرې ځواني او زړښت راځي. د ویګوتسکي ارواپوه په پوهه د څېړنې د عروج مرحله د(۴۰ ـ۶۰)کلونو پورې ده خو زما په پوهه په داخلي او بهرینو محققینواو پوهانو کې داسې کسان هم شته چې له شپتو کلونو وروسته هم څېړنې کولای شي او د دې امکان زیات دی چې د ژوند د وروستي وخت لیکنې یې له پخوا څخه بهتره وي.

د محقق د ځوانۍ وخت یې د عمر د زړښت وخت دی خو په دې شرط چې د تحقیق له پیل څخه د وخت او زمان په تېریدلو یې زیاته مطالعه کړې وي، د مستحقو او پوهو لیکوالو سره یې ناسته او ولاړه کړې وي او همدارنګه د څېړنې سره یې روزمره سرو کار وي. یعنې زیاته مطالعه او د عمر تېریدل خو په دې شرط چې د عمر په ټولو پړاوونو کې باید روزمره مطالعه او د ژوند تجربه ولري.

کله چې محقق په لومړنیو کارونو پیل وکړي حتمي خبره ده چې په علمي او تحقیقاتي کار کې به یې ځينې ستونزې وي خو د وخت او زمان په تېریدلو او د ډېر ریاضت سره یې په علمي کارونو کې بهتري راځي. په عام ډول د نړۍ اکثره محققین او په خاص ډول د پښتو ژبې هغه څېړونکي چې خپلو اکاډمیکو کارونو ته دوام ورکړي او ژوند یې تحقیاتو ته ځانګړی کړی وه نو د لومړنیو کارونو ځینې وروستني کارونه به یې بهتره وي خو په دې شرط چې د تحقیقاتي کارونو سره یې روزمره سروکار وي او همدارنګه د نورو لیکوالو او پوهانو د اثارو مطالعه ولري او د دوی سره یې ناسته ولاړه وي او هره ورځ باید مطالعه وکړي.

په پښتو ژبه کې د پوهاند عبدالحی حبیبي له لومړنیو کارونو ځینې وروستني کارونه بهتره دي یعنې د عمر په تېریدلو یې په کارونو کې بهتري راغلې ده.

د پښتونخوا نامتو مورخ او څېړونکی دوست محمد کامل مومند هغه اثارچې د عمر په وروستیو مرحلو کې لیکلي، د لومړنیو تحقیقاتي کارونو ځینې د څېړنې د اساساتو په نظر کې نیولو سره ښه دي.

د پښتو ژبې د درېیمې دورې محقق محمد اکبر کرګر له هغو محققینو څخه دی چې د کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي په وینا چې د ده په تحقیقاتي لیکنو کې نوې خبرې زیاتې دي.

د کرګر صاحب پخواني تحقیقاتي کارونو یو رنګ درلود خو اوسنۍ څېړنې یې له بلې زاویي تر څېړنې لاندې نیول شوې دي. د کرګر په غني خان لومړنی اثر(غني د شګو په محل کې) په ۱۳۶۵ ل کال چاپ شوی وه او دا دی دویم ټوک(ما ته یو دریاب د نور را)  په ۱۳۹۵ ل کال چاپ شو، دواړه کتابونه په غني خان څېړنې دي، هر جلد خپل ارزښت لري خو د تحقیقاتي اصولو او لارو چارو په نظر کې نیولو سره وروستي کار اکاډمیک قوت ډير دی. پورته خبره په دې دلالت کوي چې په تحقیقاتو او علمي کارونو کې لوړوالی د عمر په تېریدلو، زیاتې مطالعې، د پوهانوسره علمي رابطه، د پوهانوسره راشه درشه، د پوهانو کتابونه لوستل، څېړنيز انتقادي فکر درلودل، د خپل فکر او نظر درلودل، د هرچا فکر او خبره په پټو سترګو نه منل، د تحقیقاتي لیکنو ریاضت درلودل او داسې نورې خبرې د دې لامل کېدای شي چې د لیکوال او محقق په کارونو کې ښه والی راشي.

د څېړنې د نزول مرحله

په انسان چې عمر تېریږي په فزیکي لحاظ کمزوری کېږي خو که چېرې دی لیکوال وي او لیکوالي کاروبار وي نو د عمر په تېریدلو یې علمي کارونه پیاوړي کېږي او په معنوي لحاظ د عروج مرحلې ته رسېږي.

د څېړنې نزول او ټیټوالی د مطالعې د نه کولو، د علمي کارونو سره د مینې نه درلودل، د څېړنې د لارو چارو سره نا بلدتیا، د څېړنې خاص ذکاوت نه درلودل او داسې نور موارد کېدای شي.

که چېرې څېړونکی د څېړنې سره مینه ولري او هر وخت په دې فکر کې وي چې نوی کار وکړي نو حتمي خبره ده چې نوي فرضيي به اثبات ته رسوي.

که چېرې محقق کار پیل کړي او د لومړي ځل لپاره کوم اثر ولیکي او چاپ شي او همدارنګه د عامو او خاصو خلکو له خوا وستایل شي. که دی خپلو علمي کارونو ته په علمي ډول دوام ورکړي نو د وخت او زمان په تېریدلو به یې کارونو کې لا بهتري راشي او لوړو پوړیو ته به ورسېږي خوکه چیرې خپلو علمي کارونو ته توقف ورکړي، مطالعه ونه کړي، علمي کتابونه ونه لولي او یا له علمي ساحې لرې پاتې شي او څوکلونو وروسته بیا کوم اثر لیکلو اراده ورته پيدا شي نو حتمي خبره ده چې علمي کار به یې له پخوا څخه کمزوری وي او د نزول په طرف به تللی وي.

تحقیق ارادي عمل دی، محقق چې څومره زیاته مطالعه کوي په هماغه اندازه یې کارونه پیاوړي کېږي، د لیکوال قوي عزم او اراده هم ورسره رابطه لري، خو کله کله په تحقیقاتو کې ځینې داسې مسایلو سره مخامخ کېږو چې غیر ارادي او یا ناشعوري عمل ورته ویلای شو.(۶)

کله کله تحقیقاتي موضوع په غیر ارادي ډول د محقق ذهن ته راځي او یوه نوې فرضیه یې په ذهن کې پیدا کېږي خو د همدې فرضيي د اثبات لپاره بیا هم په ارادي ډول اړوندې موضوع په باب مطالعه، د نورو پوهانو سره مشوره، په غوره شوې موضوع که نور کار شوی وي د هغو لوستل، په انتخاب شوې موضوع که په نورو ژبو کار شوی وي د هغو اثارو مطالعه او داسې نور مسایل راتلای شي.

د شپې لس بجې وې چې په غیر ارادي ډول مې ذهن ته(د تحقیق او د تخلیق د عروج او نزول پړاوونو) ترسرلیک لاندې موضوع ذهن ته راغله، له خوبه پاڅېدم، د لږ فکر کولو وروسته د موضوع په باب کوچنۍ طرحه له ځانه سره جوړه کړه، په سبا ورځ د استاد کرګر سره مې خپله موضوع شریکه کړه، د هغه مشوره مې واخیسته او مقاله مې ولیکله. یعنې په تحقیقاتو کې د موضوع انتخاب کله کله په غیر ارادي ډول هم ذهن ته راتلای شي چې وروستي کارونه یې ارادي عمل دی.

نور بیا………………

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *