لومړۍ برخه ||
د څېړنې پېژندنه، ارزښت، هدف او ځانګړنې
څېړنه د حقايقو منظم لټون دی. الله تعالی انسانان اشرف المخلوقات پيداکړي دي، د دې توانايي ورکړه چې د ژوند پر ټولو برخو کې حقايق وپلټي او د حقيقت پر بنا ژوند تېر کړي.
د څېړنې برکت دی، چې ټوله نړۍ ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې ده او پرمختللي هېوادونه ځان او نورې نړۍ ته خدمت کوي.
د حقايقو د لټون لپاره په ټولې نړۍ کې يوه ښه مرجع قرآن کريم دی او باید د غېر مسلمو نه مسلمانانو د څېړنې په برخه کې ښې لاس ته راوړنې درلودای خو داسې نه ده، د مسلمانانو پر ځای غېر مسلمانان نوي اختراعات کوي او هره ورځ نوې لاس ته راوړنې لري.
تحقيق په روزمره ژوند کې د استفادې وړ دی. که د يوې کورنۍ والدين خپل زوی ته ښځه کوي، دوی به حتما د نجلۍ د کورنۍ په باب هر اړخېزه پلټنه کوي چې په اينده کې د کومې ستونزې سره مخامخ نشـي، چې دغه موضوع پخپله د تحقيق او څېړنې نظریه مطرح کوي.
انسان الله تعالی د همدې لپاره پيدا کړی چې فکر وکړي او حقايق د ځان لپاره معلوم کړي، اکثره پوه انسانان د تخليقي او پلټوونکي ذهن څښتن وي.
څېړنه که د علومو هرې برخې پورې اړه ولري، معنا دا چې دیني، ساينسـي، اجتماعي او يا نورې پوهنې وي، کار يې له درواغو د رښتيا، له کوټوو د اصيلو بېلول او د سم حقيقت موندل دي.
څېړنه او تحقيق په ژوند کې د پرمختګ لامل ګرځيدای شي او له ښېګڼو یې سترګې نشو پټولای.
د علومو د پرمختګ لپاره څېړنه د روح حیثیت لري، لکه څرنګه چې د انسان د جسم بادشاه روح دی، دغه شان علوم له رکوده تر عروجه پورې د تحقیق په واسطه پر مخ ځي.د څېړنپوهنې په باب ډېرو پوهانو، عالمانو او څېړونکيو پېژندنې وړاندې کړې دي.
ـ دکتور فخرالدين وايي: علمي څېړنه او پلټنه عبادت له هغې طريقې، لارې او روش څخه دی چې پلټوونکی او څېړونکی د علمي حقايقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او يا د يو علمي نظر د سم یا ناسم ثابتولو په خاطر ټاکي چې دا علمي حقيقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه د دې طريقې، روش او لارې په ذريعه څرګند او بيا يې خلکو ته وړاندې کوي.
ـ هاشمي وايي: تحقيق(څېړنه) د حق له ريښې څخه جوړه کلمه ده، چې لغوي معنايې د حق، حقيقت او واقعيت پلټنه، موندنه او سپړنه ده او په ادبي اصطلاح په يوې خاصې او ځانګړې لارې او روش د يو نا معلوم حقيقت پلټنې او څرګندونې ته د تحقيق (څېړنې) فن وايي. (۱)
ـ صلاحي وايي:(څېړنه) په مسايلو د ژورې پوهيدنې او د رښتيا (حقيقت) موندلو لپاره يو پلان شوی، هوښيارانه، منظم او د باور وړ بهير دی. يا: څېړنه د پلټنې، بيا تر لاسه کولو، علمي ارزونې او په اصطلاح کې د نه ستړي کېدونکې هڅې نوم دی.(۲)
ـ معاصره لیکوالي کې راغلي دي: څېړنه بیا لټونه، ښه پلټنه او ښکاره کول دي، تحقیق حق ثابتول او برجسته کول دي.یا د حقیقت او رښتینوالي لټون ته تحقیق ویلی شي، تحقیق د وخت د حالاتو او شواهدو پابند وي.یا د تحقیق کلمه د (حق) ثابتولو په معنا ده، د رښتیا، درست، د باطل ضد او ثابت معنا ورکوي.
لیکوال زیاتوي: دمتن په باب څېړنو او ګروېږنو ته متني تحقیق وايي. تحقیق یو نازک فن دی. د تحقیق لپاره خاص مزاج، خاص علمي پسمنظر او خاص علمي صلاحیت په کار دی.(۳)
ـ ډاکټر نجم الاسلام وايي: (تحقیق د فکر له یو خاص انداز څخه وده مومي. موږ د یو شي په حقیقت و حکمت د ځان پوه کولو خوا ته مایل کوي او د بیاناتو د اصلیت په معلومولو مو اماده کوي، همدا د علم سرچینه ده او هم د علم د پیاوړي کولو وسیله ده.)
ـ د تحقیق ماهر ډاکټر ګیان چند د څېړنې په هکله داسې وايي: (تحقیق د یو پټ او مبهم حقیقت د څرګندولو یو اساسي عمل دی. له ده وروسته لیکي: نا معلوم یا کم معلوم حقایقو او معلوماتوځان پوهولو ته وايي.یعنې چې کوم حقیقتونه زموږ د نظر په وړاندې نه وي د هغه ښکاره کولو ته تحقیق وایي.)(۴)
په يوې بلې پېژندنې کې داسې وايي:(څېړنه) د يوې ټاکلې موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغې کې حقايق، واقعيتونه او مسايل، تحليل، تفسير او تشريح کېږي. يا څېړنه د ليکنې د علمي ميتود له تحليل څخه په دقيق او سيستماتيک ډول کار اخيستنې ته وايي.
ـ د څېړنې يو بل تعريف داسې دی: څېړنه د رسمي، سيستماتيک او ژور روش هغې شننې ته وايي، چې له امله يې څېړونکی د ارونو په رڼا کې پوهنيز چار ته لاس رسی پيدا کوي خو که لنډه یې کړو، نو څېړنه د هغې باورې پوهې لاس ته راوړلو ته وايي، چې له امله يې انسان منظمه او سيستماتيکه زده کړه کوي.
It may be a piece of research work characterized by the dis covery of new fact or by a fresh a pproach towards interpretation of facts and theories
ژباړه(مفهوم): د څېړنې د ځانګړنو څخه یوه مهمه ځانګړنه د نویو حقایقو پیدا کول، کشفول او پلټل دي او پخواني څېړنې په نویو لارو او طریقو تحلیلول او تفسیرول دي.
It should evince the candidate’s capacity for critical examination and judgement
ژباړه(مفهوم):څېړنه باید د کاندید(محقق) د څېړنې ظرفیت او قضاوت څرګند کړي.
Discovery of new facts or new interpretation of old facts
ژباړه(مفهوم):د نویو حقایقو کشفول او د زړو حقایق په نویو طرز او طریقو انکشاف ورکول دي. (تحقیق کا فن، ۱۲ مخ)
د څېړنې پورته راغلي تعريفونه د معنا له پلوه سره يو شان دي خو په الفاظو کې لږو ډېر توپير تر سترګو کېږي، همداسې يې د موضوعاتو يا علومو مسله هم ده.(۵)
لويديځ پوهانو هم د څېړنې په باب بېلا بېلې پېژندنې کړې دي، چې د نمونې په ډول څو بېلګې یې دا دي:
ـ جان بيست وايي: څېړنه د علمي ميتود د تحليل څخه په سيستماتيک او دقيق ډول استفادې کولو ته وايي.
ـ (في دلتاکپا) Phi Delta Kappa په يو تعريف کې ويلي دي:(څېړنه د يو ټاکلي موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغه کې واقعيتونه، معناګانې او د تطبيق موارد هم تر ازموينې لاندې نيول کېږي.)
ـ (مولي) ليکي، څېړنه ديوې ښې پېژندل شوې مسلې د حل په برخه کې سيستماتيک عيني اوسمه پلټنه ده.(۶)
ـ د(Rusk) وينا ده:(تحقیق د ذهن د کار کولو طریقه ده، هغه پوښتنې کول چې تر اوسه شوې نه وي او پر یو ټاکلې کړنلاره د هغوی د جوابونو د تر لاسه کولو هڅه ده، په تحقیق کې له نظریو سربیره کوښښ کول پکې اساسي کار دی، د حق د څرګندولو او د هغه نه دفاع کول دي.)
ـ د تحقیق لارښود اثر کې خلیل باور د (سي.سي. کرافورډ) نظر د څېړنې په هکله داسې راوړي:(تحقیق د موضوعاتو د مطالعې هغه طریقه ده چې د هغه د حل کولو استخراج (جزوي وي او که کلي وي) له حقایقو څخه بحث کوي.)
همدارنګه(پي ایم کوک) تحقیق د ایماندارۍ، ستړیا او ذهانت کار بلي، د حقیقت د رابرسیره کولو، تشریح کولو او په دلایلو باندې د مسلې د ټینګولو له مرحلې څخه چې کومه نتیجه راوځي، هغه به حتمي کېدونکې وي او یا هغه به په وجود د علم کې یوه ښکلې اضافه وي.(۷)
کوم تعريفونه چې غربيانو د تحقيق لپاره ليکلي دي، هغه ډېر سره نږدې دي او د ټولو تعريفونو محتوا او معنا د لږو زياتو الفاظو په تغير او تبديل سره ورته والی لري.
د څېړنې او تحقيق پورته ټول راغلي تعريفونه په څرګند ډول يو له بله يو شان والی لري او د ټولو مفهوم د حق او حقيقت پلټنه ده او په ځانګړي ډول په لاندې ګډو ټکو تاکید کوي:
ـ واقعیت: په نړۍ کې تورپوستي، سپین پوستي، سوررنګه او بېلابېلو رنګونو انسانان شته، چې د دوی د بهترۍ لامل د شخصیت په لحاظ علم او د فوقیت په لحاظ تقوا ده چې دا یو منل شوی واقعیت دی.
ـ حقیقت: څېړنه د حق او حقیقت د اثبات لپاره کارنده وسیله ده. په نړۍ کې پر بېلابېلو رنګونو انسانان شته چې دا یو واقعیت دی خو حقیقت دا دی چې شخصیت او فوقیت د رنګ سره اړیکه نه لري بلکې د علم او تقوا سره رابطه لري چې د دغو مسایلو اثبات ته رسونه د تحقیق په وسیله کېدای شي.
ـ روش یا مېتود: هره څېړنه د ځانګړي روش او مېتود په رڼا کې اثبات ته رسېږي. په پښتو ادب کې ادب تاریخ لیکوال باید د تاریخي مېتوده ګټه واخلي او د ساینس په کیمیا کې د علمي مېتوده او روشه ګټه اخیستنه مهمه ده.
د څېړنې ډول: تحقیق عام او خاص ډولونه لري او د هرې څېړنيزې موضوع د پلټنې لپاره بېلا بېلو تحقیقاتي ډولونو ته ضرورت ليدل کېږي.
په اجتماعي علومو کې اکثره وخت کتابتوني او ساحوي تحقیق غوره کېږي او په ساینسي علومو کې د لابراتواري تحقیق انتخابول مهم دي.
ـ سیستماتیک: د څېړنې لوی عنوان او لیک لړ، لیک لړ او اصلي موضوع، اصلي موضوع او د پيل(پېلیزه، لنډیز، سریزه او داسې نورو) ، د اصلي موضوع او د پای(پاېلېزه، وروستۍ نتیجه ګیري، مناقشه، وړانديزونه او ماخذونو) تر منځ هم معنوي رابطه په سیستماتیک ډول مهمه مسله ده.څېړنه له پیله تر پایه په سیستماتیک ډول د ځنځیر په شکل باید تړل شوي وي.
ـ پلټنه: حقیقت که هر څومره ثابت شي نو بیا هم نور حقایق پکې نغښتي وي او نورو څېړنو ته یې اړتیا محسوس کېږي.
ـ کشفول: په ساینسي علومو کې ځینې طرحې او فرضيي په ثابت شویو نظریاتو بدلېږي او د علومو د کشف وسیله هم کله کله تحقیق ګرځي.
د برق اختراع کوونکی، د رادیو جوړونکی، د ساعت جوړونکی، د مبایل جوړونکی او داسې نور هغه کسان دي چې له کشفیاتو یې نن ګټه اخیستل کېږي.
ـ پلان شوی: څېړنه د منظم پلان له مخې پر مخ ځي. د لوی عنوان له ټاکلو پیل او تر پایه پورې قدم په قدم د پلان له مخې پای ته رسېږي.
ـ رښتینی: په څېړنه کې له ناسم څخه سم بېلېږي او یا د ناحق څخه د حق بېلول دي نو محقق باید رښتیني موضوعات ثابت کړي.
ـ تحلیل او تفسیر: په څېړنه کې هره موضوع باید تحلیل او تفسیر شي، په څېړنه کې ښه تحلیل لیکنې ته قوت ورکوي.
پورته ټکي په اکثرو تحقیقاتي پېژندنو کې راغلي دي او ټول د حق د ثابتولو لپاره پکاریږي.
تحقيق او پلټنه د روزمره ژوند سره تړلې ده.يو انسان چې ژوند کوي، مجبوره دی چې فکر وکړي او د خپل فکر نه مثبته نتيجه لاس ته راوړي، چې دغه نتيجه په ژوندکې د حقايقو په لټون تر لاسه کېږي.
که په ژوند کې تحقيق او پلټنه نه وي، انسانان به په داسې کندو برابر شي، چې د وتلو توان به يې نه وي، دا چې انسان د تجسس فکر خاوند دی نو د پرمختګ لپاره فکر کوي.
انسانان په جسمي او رواني لحاظ په ژوند کې ضرورت احساسوي، چې د ستونزو د هوارۍ لپاره فکر وکړي، علم حاصل کړي او با لاخره پلټنه وکړي، چې ځان او جهان ته يې خير او ښېګڼه ورسيږي.
څېړنه او تحقيق د ژوند سره تړلي موضوعات دي. يو پوه انسان که وغواړي چې ځان او جهان ته خدمت وکړي نو ضرور به دا انسان پلټوونکی وي.دا چې څېړنه روزمره ژوند کې د نېکبختۍ لامل ګرځي او د ټولې نړۍ د پرمختګ او ښه ژوند لامل همدا پلټه او څېړنه ده نو ځکه موږ هم د ژوند په مرحلو کې د ښه ژوند او خوشحالۍ لپاره تحقيق کوو.
هر محقق باید له ځانه لاندې پوښتنې وکړي او که چېرې ځواب یې مثبت وي نو کار دې پيل کړي او که د یوې پوښتنې ځواب ورسره نه وي نو کار دې نه پيل کوي.
۱.ولې تحقیق کوم؟
۲.د څه په هکله تحقیق کوم؟
۳.زما څېړنه کومه علمي او ارزښمندي لري او کنه؟
۴.زما څېړنه د لاینحله او مبهمو پوښتنو ځواب ورکولای شي او کنه؟
۵.کوم تحقیق چې زه کوم، ایا د څېړنې او تېرو معلوماتو ارزښمندي زیاتولای شي؟
۶.زما په څېړنه کې کوم ارزښتونه پراته دي؟
۷.کوم هدفونه لري؟ (۸)
د پورته هرې پوښتنې ځواب باید واضح او څرګند وي او د محقق ټولې پوښتنې باید د علمي کار په پیل او جریان کې مثبتې وي.
نور بیا………………………..