سید اصغر هاشمي

له اقتباسه د استفادې لارې چارې

  (۱۱برخه)

په هرې تحقیقي لیکنې کې د نورو څېړنيزو لیکنو استفاده کېږي چې د همدغو لیکنو د لیکوالو نظریاتو تایید او رد او همدارنګه د خپل نظر راوړل د څېړنې د کارونو اساسي برخه جوړوي او همدارنګه په ټوله تحقیقي پروژه کې د نورو لیکنو نه استفادې ته اقتباس وايي او په ټولو علمي او تحقیقاتي اثارو کې له نورو اثارو استفاده او یادونه خپل طرزالعمل لري.

په تحقیقاتي لیکنو کې به له مراجعو او ماخذونو استفاده کېږي او د همدغو ماخذونو په کارونې سره علمي لیکنه له غیر علمي لیکنې سره بېلولای شو.

ډاکټر مصطفی نیازی(د څېړنې تګلاره) اثر کې د اقتباس په هکله داسې وايي: (اقتباس دې ته ویل کېږي چې د لیکوال یا محقق له پخوانیو علماوو او پوهانو نظریات او رايي په علمي امانت دارۍ سره نقل کړي، د علمي څېړنو پر مهال څېړونکې ته روا ده چې د مخکنیو له ویناوو څخه اقتباس کوي.)(۱)

د څېړنیزو لیکنو لپاره ماخذونه او مراجع او د اقتباس په ډول له کتابونو استفاده کول د موضوع په ارزښت ټاکنه کې اساسي رول لري. بې ماخذه لیکنه ناسمه او علمي نه وي او نه بې اقتباسه لیکنې ته تحقیقي لیکنه ویلای شو نو اقتباسونه د لیکنې د صداقت، اصلیت، سم والي، کره والي او په قوت دلالت کوي. (۲)

د اقتباسونو نه د استفادې لارې چارې په کتابونو کې ډول ډول ښودل شوي دي چې یو ته سم او بل ته ناسم ویل سم کار نه دی خو بیا هم د موادو او مراجعو نه د سمو استفادو کړنه په لاندې ډول دي:

۱. اقتباس(نقل قول) لنډ او د يو مخ څخه تجاوز ونه کړي.

۲. د کوم اصلي او فرعي مرجع نه چې اقتباس کېږي، بايد اشاره ورته وشي.

۳. نقل قول(اقتباس) د خاصوعلاموپه منځ کې وليکل شي.

۴. اقتباس د اصلي ماخذ څخه صورت ونيسي.

دکتور قانت د اقتباس په هکله داسې وايي:

د نقل قول (اقتباس) په هکله اکثره پوهان بېلابېل نظریات لري چې لاندې ډولونه یې مهم دي:

۱.هو به هو یا مستقیم نقل قول.

۲.د خلاصه کولو له لارې نقل قول.

۳. د عبارتو بدلولوله لارې نقل قول(اقتباس) .

مستقيم نقل قول

مستقيم نقل قول کې څېړونکى د اول لاس(اصلي) اودويم و درېيم لاس(فرعي)  ماخذونو نه عبارت په داسې ډول راوړي چې هېڅ تغير او تبديل په کې نه راوړي.

مستقيم نقل قول د دې لپاره نقلوي، چې د خپلې نظر تائيد پرې وکړي، يا لوستونکيو ته د نقل شوي نقل قول خطا او غلطي ثابته کړي، مستقيم نقل قول بايد لاندې ځانګړنې ولري:

۱. نقل قول لنډ وي. د يو مخ څخه تجاوز ونه کړي.

۲. د نقل قول له راوړلو مخکې څېړونکى ځان مطمينه کړي، چې ليکوال سهوه شوى نه وي او د تاکيد لپاره اصلي مرجع ته رجوع وکړي، که د نقل قول په وخت کې اصلي مراجعو ته رجوع ونه کړو، امکان لري چې غلط نقل قول په خپلې څېړنې کې راوړو.

۳. د نقل قول په وخت کې څېړونکى بايد د عبارتونو په راوړلو کې امانت داره وي او د پوره دقت نه کار واخلي، د نقل قول الفاظ لکه څنګه چې په کتاب کې ليکل شوي، په هماغه شکل له تغير او تبديل پرته وليکل شي.

۴. که نقل قول له يوې صفحې زيات وي، په دې صورت کې څېړونکى کټ مټ يا هو به هو عبارت را نه وړي، بلکې عبارت ولوستل شي او څېړونکى يې په خپلو مختصرو الفاظو کې بيان کړي او په اخره کې ماخذ ته اشاره وکړي.

۵. که څېړونکى په نقل قول کې د خپل فکر او نظر اړوند عبارت زياتوي، دغه عبارت دې د دوو قوسونو(( )) په منځ کې راوړي، ترڅو د نقل قول او د څېړونکي د عبارت توپېر وشي.

د خلاصه کولو له لارې نقل قول

 هر څېړونکى د نورو ليکوالو او محققینوله ليکنواستفاده کوي، د هغو له فکر او نظر سره نوي شيان اضافه کوي. که چېرې يوڅېړونکى د نورو علماوو ليکنې لکه څنګه چې دي، هماغسې نقل کړي، نو دا به د څېړنې حجم زيات او عيبجنه کړي. د دې عيب د مخنيوي لپاره څېړونکى د پوهانو رايې لولي او په ډېر مهارت او مختصر شکل په خپله څېړنيزه ژبه نقلوي او په اخره کې د ماخذ يادونه کوي.

د عباداتو بدلون(غير مستقيم) نقل قول

 د يو مطلب د منځپانګې او مفهوم اخيستل او د څېړونکي خپل انګېرنه ليکل یې يې ښه لاره ده، ځکه چې د هر لیکوال د لیکنې سبک بېل وي، که کټ مټ یا هو به هو واخيستل شي، نو لوستونکى د يوې موضوع د لوستلوپه صورت کې د څو ليکوالو د سبک سره مخ کېږي او د لوستنې بهير ټکنى کوي، خو که څېړونکى د نورو معلومات په خپلو الفاظو او خپل سبک وليکي، نو لوستل به يې اسانه وي.

په هو به هو(مستقيم) نقل قول، د خلاصه کولو له لارې نقل قول او د عباراتو بدلون(غير مستقيم)  نقل قول کې د ماخذونو او منابعو يادونه ضروري ده.(۳)

د څېړنې لارښود اثر کې د اقتباس په هکله مفصلې او هر اړخیزې خبرې راغلي دي. د موضوع د شرایطو سره سم یې لنډیز راوړم:

۱.که د یوې ژبې نه د اقتباس په ډول استفاده کېږي او لیکنه په نورو ژبو وي(فارسي، اردو، انګلیسي او داسې نور) او دغه لیکنه وژباړل شي نو دا به سمه وي چې دغې ژباړې په پای کې ماخذ وښودل شي او هېڅکله دې په لیندیو کې نه نیول کېږي خو د کومې ژبې چې ژباړه شوې وي نو دغه برخه دې په (فوټ نوټ) کې ولیکل شي.

۲.که چېرې تحقیق په پښتو ژبه وي او د بل پښتو ژبې اثر نه استفاده کېږي او د دغې برخې خلاصه راوړل شي نو دا دې هم په لیندیو کې نه نیول کېږي بلکې په پای کې دې مرجع وښودل شي.

۳.که چېرې په لیکنه کې اقتباس د یوې کرښې په اندازه وي نو لازمه ده چې په داخل د متن کې وښودل شي او که د دوو او یا درېیو کرښو زیات وي نو دا به سمه وي چې په پای کې ولیکل شي. په دا شان ښودنه کې د لیکوال نوم یادیږي او بیا(:) ورکول کېږي او ورپسې متن راځي. لکه:

مقالې لیکنې بنسټونو اثر کې پوهنیار سیداصغر هاشمي داسې لیکلي دي:

((د تحقیقاتو او ژباړل شويو موضوعاتو لیکل په ارادي قوت، مطالعې او د عمر تېریدلو سره رابطه لري نو له همدې امله د تخلیقاتو د عروج نقطه نامعلومه او د تحقیقاتو د عروج مرحله د وخت او زمان سره تړاو لري، یعنې ډېر لوستل، لیکل، مطالعه او تجربه پکې اساسي لامل کېدای شي) )(۴)

۴. کټ مټ اقتباس کې دا مهمه ده چې متن دې په اصلي شکل راوړل شي او د لیکوال په لیکنه کې هیڅ ډول لاسوهنه ونه شي. که چېرې هو به هو اقتباس کې غلطي وي نو په قیاسي ډول دې یادونه په (فوټ نوټ) کې وشي.

۵.که چېرې د اقتباس لنډیز په متن کې راوړل شي او ځینې برخې یې حذ ف شي او دغه حذف شوې برخه د متن په پیل، منځ او یا په پای کې وي نو د درېیو ټکو په واسطه ښودل کېږي یعنې د متن په پيل، منځ او پای کې درې ټکې راځي:

که چېرې حذف شوې برخه په پیل کې وي نو داسې ښودل کېږي:

((…ژباړل شويو موضوعاتو لیکل په ارادي قوت، مطالعې او د عمر تېریدلو سره رابطه لري نو له همدې امله د تخلیقاتو د عروج نقطه نامعلومه او د تحقیقاتود عروج مرحله د وخت او زمان سره تړاو لري، یعنې ډېر لوستل، لیکل، مطالعه او تجربه پکې اساسي لامل کېدای شي) )

که چېرې حذف شوې برخه په مینځ کې وي نو داسې ښودل کېږي:

((د تحقیقاتو او ژباړل شويو موضوعاتو لیکل په ارادي قوت، مطالعې او د عمر تېریدلو سره رابطه لري… د عروج نقطه نامعلومه او د تحقیقاتود عروج مرحله د وخت او زمان سره تړاو لري، یعنې ډېر لوستل، لیکل، مطالعه او تجربه پکې اساسي لامل کېدای شي) )  (۵)

که چېرې حذف شوې برخه په پای کې وي نو داسې ښودل کېږي:

((د تحقیقاتو او ژباړل شويو موضوعاتو لیکل په ارادي قوت، مطالعې او د عمر تېریدلو سره رابطه لري نو له همدې امله د تخلیقاتو د عروج نقطه نامعلومه او د تحقیقاتود عروج مرحله د وخت او زمان سره تړاو لري، یعنې ډېر لوستل…) )

که چېرې په اقتباس کې د یوې کلمې او یا جملې اضافه کېدو ضرورت وي نو په داسې وخت کې باید دغه اضافه شوې برخه په دوو لویو قوسونو([])  کې راشي. لکه:

((د تحقیقاتو او ژباړل شويو موضوعاتو لیکل په ارادي قوت، مطالعې او د عمر تېریدلو سره رابطه لري نو له همدې امله د تخلیقاتو د عروج نقطه نامعلومه او د تحقیقاتود عروج مرحله د وخت او زمان سره تړاو لري،[دا نظر سم دی، د پښتو ژبې اکثره شاعرانو د تحلیقاتو د عروج او رکود دوره د عمر سره تړاو نه درلوده] یعنې ډېر لوستل، لیکل، مطالعه او تجربه پکې اساسي لامل کېدای شي) )(۶)

د اقتباس ځانګړنې

په هره تحقیقاتي لیکنه کې له منابعو استفاده او له هر منبع نه د اقتباس په ډول کار اخیستنه مهم اصل دی او باید لاندې خصوصیات ولري:

۱.په هو به هو او یا مستقیم اقتباس کې د یو بل محقق او یا لیکوال خبرې، خیالات او افکار راوړل په اصل ډول د محقق لپاره انصاف دی.(۷)

۲.که په متن کې یوه جمله ډېره ښایسته او معناداره وي نو په اصلي ډول دې ولیکل شي.

۳.که چېرې د یو ماخذ نه استفاده کېږي او یوه جمله یا یو عبارت په مختصـر او لنډ ډول راوړل شوی وي نو د هغه د نور اختصار لپاره دې کوښښ نه کوي، په اقتباس کې د اصل په ډول دې راوړل شي.

۴.د اقتباس په هکله پورته لارښوونې د محقق لپاره مهم دي.(۸)

اقتباس ښودنه نور خصوصیات هم لري خو په پورته یادو شویو ځانګړنو بسنه کوم.

پایله: په ټولو څېړنيزو کارونو کې له ماخذونو او منابعو استفاده کول اساسي کار دی او د علمي پروژې پر مخ وړلو کې د اصلي او کلیدي او ثانوي منابعو پېژندل او سره بېلول د محقق لپاره مهم عمل دی. همدارنګه د همدغو ماخذونو نه په ځای استفاده کول او د استفادې لارو چارو ته اقتباس ویل کېږي.

د محقق لپاره اړینه ده چې د علمي کار په جریان کې د اقتباس په ډول له ماخذونو کارونه کې له صداقت، علمي امانت دارۍ او عدالت څخه کار واخلي.

د څېړنيزو کارونو د کولو په وخت کې له ماخذونو استفاده کول یې حق دی او همدارنګه له ماخذونو د اقتباس په ډول استفاده کول هم ضروري عمل دی. له یوه مرجعه زیاته او کمه استفاده کولو په هکله په تحقیقاتي اثارو او د محققینوپه افکارو کې داسې راغلي نه دي چې حد او حدود یې ټاکل شوی وي او همدارنګه د اقتباس په ډول له یوه ماخذه زیات او یا کم کارونه او یا هم په تحقیقاتي عمل کې د اقتباس په ډول زیات او یا کمه استفادې په هکله هم خبرې نشته.

د محقق خوښه ده چې د څومره ماخذونو کاراخلي خو که چېرې ماخذونه زیات وي او د کاروني عمل یې هم منظم او پر ځای وي او د تحقیق په لارو چارو برابره لیکنه وي نو په داسې مواردو کې هغه څېړنه چې د تحقیق په جریان کې له کمو ماخذونو کار اخیستل شوی وي بهتره ده.

په څېړنه کې د اقتباس په ډول زیاته استفاده هم د هغو اثارو نه چې کمه استفاده شوې وي بهتره ده خو د اقتباس په ډول له یوه اثره زیاتې استفادې نه کمه استفاده سم کار دی.

په تحقیقاتو کې د مراجعو نه د کارونې په هکله حد او حدود ټاکل سم کار نه دی او همدارنګه له اثارو د اقتباس په ډول استفاده کولو کې هم اندازه ټاکل شوې نه ده.زما په پوهه په علمي تحقیقاتي لیکنو کې د ماخذونو اندازه او همدارنګه د زیاتې او کمې استفادې په هکله خبرې سم کار نه دی او د اثارو نه د اقتباس په ډول حد او حدود ټاکل هم سم عمل نه دی.

ماخذونه

۱.دوکتور مصطفی نیازی: د څېړنې تګلاره(د ټولنیزو او حقوقي علومو) ، مدینه خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۵ ل کال، ۸۴ مخ.

۲.سیف الرحمن هاشمي: د علمي څېړنو لارښود (دویم چاپ) ، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال، ۶۶ مخ.

۳.محمد نبي تدبیر: د ماخذ لیکنې اصول، د سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي په زیار، د ژبو او ادبیاتو مرکز، علومو اکاډمي، ۱۳۹۳ ل کال، ۱۴۵ مخ.

۴.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د مقالې لیکنې بنسټونه، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۵ ل کال، ۱ مخ.

۵.خلیل الرحمن باور: د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي، کوټه، ۲۰۱۲ م کال، ۳۰۳ ـ ۳۰۴ مخونه.

۶.پروفیسر عبدالحمید خان عباسی: اصول تحقیق (دویم چاپ) ، نیشنل بوک فاونډیشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۴۴۴ مخونه.

۷.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د څېړنې بنسټونه، یار خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۱۳۲مخ.

۸.ډاکټر فخرالدین قانت: د علمي څېړنو او پلټنو تګ لاره، تقوا خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۸۵ ل کال، ۵۳ ـ ۵۴ مخونه.

نور بیا………………….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *