څېړنه او ساينس
د نورې نړۍ پوهنتونونو او علمي اکاډميو کې د يو تحقيقي اثر د ارزيابۍ لپاره يو ډول ماشينونه موجود دي، د ماشينونو وظيفه دا ده، چې په اثر کې هغه برخې د ليکنې چې د
محقق خپل فکر وي په نښه کوي او هغه چې يې د نورو کتابونو اخيستې وي په نښه کوي او وروسته د هغې اړونده مرجع د محقق ليکنه مثبته يا منفي ارزيابي کوي.
د(همانين Hinman)په نامه ليکوال يو داسې ماشين جوړ کړ، چې د يو اثر د حروفو تشخيص يې کولای شو.
که چېرې يوکس په ډېر پخواني کتاب اوسنی تاريخ ووهي او يا په نوي کتاب ډېر پخوانی تاريخ ووهي، نود تورو د موازنې او د ټايپ له تصوير اخيستنې اوکچ او ميچ کونې وروسته څرګندېږي، چې د پاڼو او د چاپ مهال يو نه دی.
د امريکا په کتابتونونو کې داسې لابراتوارونه شته چې هغه توري ويني چې په سترګو نه ليدل کېږي.
د رڼا په بدلون سره داسې معلومولی شي، چې په خطي نسخه کې کوم توري وروسته زيات شوي دي. د وړانګو په وسيله وران توري لوستلی شي او يا د سوزيدلي کاغذ ليکنه لوستلی شي.که په کومه ليکنه رنګ لويدلی وي، نو تر رنګ لاندې توري لوستلی شي.
يو مهال، د امريکا یو مشهور کتابتون ته یو اوبو وهلی کتاب یې راوړ، د کتاب سر پاڼه يې چې په ماشين کېښوده، نو يو لاسليک پکې تر سترګو شو، د نورې څېړنې لپاره يې کتاب بل کتابتون ته واستوه، وروسته دا څرګنده شوه، چې دغه لاسليک د اليزابت په زمانه کې د شکسپير دی. د کاغذ او د حروفو معلومول او د هغوی د لیکلو وخت معلومول د ساينس لپاره ډېره اسانه ده.
د يو ليکوال د شعري کلياتو د تدوين لپاره محقق مجبوره دی، چې د شاعر ټولې خطي نسخې پيدا کړي او که د خطي نسخو په هکله کوم شک ولري، د نوي ساينس په برکت کولای شو، چې د خطي نسخې د کاغذ او حروفو د ليکلو وخت څرګند کړو، نو د څېړنې اړيکې له ساينس سره ښکاره دي او دغه اړيکې ډېر پخوانی تاريخ نه لري، ځکه چې نوی ساينس اوس پرمختګ کړی اوڅېړنه خو ډېر پخوانی تاريخ لري.
په (۱۹۴۹) ميلادي کال د اردو ژبې نامتو شاعر غالب د ديوان خطي نسخه وموندل شوه، هغه يې ارسيوز لابراتوار ته د دې لپاره واستوله، چې معلومه کړي، چې کاغذ او روښنايي د غالب د ځوانۍ د وخت ده اوکه نه ده نو په اجتماعي او ساینسي علومو کې څېړنه له ساینس سره کلکه رابطه لري.(۷)
څېړنه او ژبپوهنه
څېړنه د ژبپوهنې سره هم رابطه لري، که چېرې محقق وغواړي، چې د سليمان ماکو په تذکرة الاوليا څېړنه وکړي، نو دى مجبوره دى، چې ژبني او ګرامري مسايل په نظر کې ونيسـي او ټولې ګرامري او ژبنۍ قاعدې یې وڅېړي، دلته دى چې ژبپوهنه د څېړنې سره مرسته کوي او څېړونکى کولى شي خپل هدف ته د ژبپوهنې په واسطه ځان ورسوي.
که چېرې يو نا اشنا کتاب لاس ته راشي، د اثر ليکوال، د کتاب د ليکلووخت او هېڅ ډول داخلي او خارجي شهادت په کې موجود نه وي، يو ښه څېړونکى کولى شي، چې د ژبنیو ځانګړنو او ګرامري خصوصياتو په نظر کې نيولو سره دا ثابته کړي، چې کوم وخت کې ليکل شوى، دلته د کتاب په تشخيص کې د څېړونکي سره ژبپوهنه ډېره مرسته کوي.
څېړنه او تاريخ
څېړنه او تاريخ سره نږدې رابطه لري او يوازې تاريخ نه بلکې د ټول انساني ژوند تاريخ سره تړلي دي.
که چېرې څېړونکى پرخوشحال خان تحقيق کوي او وغواړي چې خان بابا په صحيح او سم ډول د ټولو غلطيو نه مبرا خپلو خلکو ته وپېژني، نو څېړونکى بايد له تاريخه باخبر وي او د هغه وخت تاريخي، سياسي او اقتصادي حالاتو نه معلومات ولري، د يو شاعر د پېژندنې لپاره اکثره داخلي او خارجي شهادتونه په تاريخي مسايلو اتکا کوي.
که محقق وغواړي چې ادب تاريخ وليکي نو مجبوره دى چې د يو ښه محقق سربېره يو ښه مورخ هم وي او له تاريخي ميتوده باخبره وي.
د ادب تاريخ ليکوال بايد د يو ښه څېړونکي سربېره د وخت له تاریخي شرایطو پوره معلومات ولري.
د اجتماعي علومو او ساينسـي علومو لپاره تاريخ ته ضرورت پيدا کېږي.څېړنه که په هرې برخې کې وي تاريخي معلوماتو ته زياته اړتيا لري.
په معاصر طب کې د ګوزڼ د واکسين د جوړېدلو او تطبيق لپاره طبي څېړونکي مجبوره دي، چې د کوزن تاريخي سوابقوځان پوه کړي نو د ساينس او اجتماعي علومو لپاره تاريخ خاص ارزښت لري او په هرې ساحې کې د تطبيق خپل موارد لري.
څېړنه او ارواپوهنه
څېړنه د ارواپوهنې او ټولنپوهنې سره مستقيمه اړيکه لري.هغه څېړنه چې د اجتماعي علومو په برخه کې کېږي، په خاص ډول د ارواپوهنې سره ځانګړې رابطه لري.
که چېرې ادبپوه د خوشحال خان خټک په فکر او نظرياتو د ده په تخليقاتو کې بحث پيل کړي، نو څېړونکى مجبوره دى چې د ده د وخت محيطي تاثيرات، کورنی ژوند، کورنی موقف، پرخوشحال راغلې ستونزې، د ده د کورنۍ شخړې او د ده پر خانۍ د ارواپوهنې په رڼا کې بحثونه وشي.
استاد ګل پاچا الفت د وېښو ځلميانو د غورځنګ فعال او کليدي غړى و، د وېښو زلميانو د غورځنګ اهداف د ده په شعرونو او نثرونو کې له ورايه څرګندېږي، د استاد الفت په شعرونو او نثرونو کې په مستقيم او غيرمستقيم ډول د وېښو ځلميانو اهداف ښکاره کېدل يې اروايي خصوصيات دي، يا د استاد الفت سياسي فکر په شعرونو او نثرونو کې په دې دلالت کوي، چې سياسي محيط په دې تاثير کړى او د دې د سياسي شعرونو د څېړنې لپاره محقق مجبوره دى چې د ده د وخت د محيط سياسي حالات مطالعه کړي.
په اجتماعي علومو کې له څېړنې سره د ارواپوهنې رابطه ډېره ده.استاد روهي څېړنې لارښود کې وايي: اکثره علوم د نورو پوهنو سره اړيکې لري او نه شي کېداى چې په مجرده توګه وڅېړل شي.
د مثال په توګه د يو شعر د تحليل او تفسير لپاره د شاعر سايکلوژيکي، تاريخي، ټولنيز، سياسي او اقتصادي چاپېريال او داسې نور عوامل په نظر کې ونيسو او وګورو چې دغه شعر د ادب په تاريخ کې څه مقام لري.)
د پښتو ژبې د هر شاعر د شعر د تحليل او تفسير لپاره ارواپوهنه ځانګړی اساسي اهمیت لري او دلته دى، چې څېړنه د ارواپوهنې سره نژدې رابطه لري.
څېړنه او طب
طبي علوم د ساينسي علومو يوه برخه ده، څرنګه چې څېړنه له ساينس سره اړيکه لري، دغه شان څېړنه د طب سره هم رابطه لري.
که چېرې څېړونکى د خوشحال خان خټک په طب نامه څېړنه پیل کولو اراده ولري، مجبوره دى د طبي علومو نه باخبره وي.
د خوشحال په طب نامه کې د ناروغيو مخنيوى، درملنه، د دواګانو د جوړولو نسخې او د طبي بوټو شرح راوړې ده او په ځينو ځايونو کې د ابن سينا غوندې د سر له ناروغيو پيل کوي او د پښو په ناروغيو يې پاى ته رسوي.
کله کله د بدن له فزيالوجي هم غږېږي او د سالم بدن يا د بدن د سيالۍ لپاره ځينې فزيکي وسيلې توصيه کوي، چې د اوسنۍ زمانې فزيوتراپي يې بللى شو، د سکولوجي نسخې يې دومره نوې ښکاري چې ته به وايې يو معاصر سکولوګ لیکلي دي.(۸)
د پورته يادونې په نظر کې نيولو سره څېړونکى بايد د طب نامې د ښې څېړنې په پار له طبه باخبره وي او د طبي علومو بغير د څېړونکي لپاره په طب نامه د تحقيق کول ستونزمن کار دى.
په (فرهنګيالي خوشحال)کې دوکتوراکبر وردک، طبيب شاعر، تر سرليک لاندې په زړه پورې څېړنيزه مقاله ليکلې ده، دا چې وردګ ډاکټر دى، د طبي علم په رڼا کې پر خوشحال څېړنيزه مقاله لیکلې، چې د طب او څېړنې رابطه پکې له ورايه څرګندېږي.
څېړنه او فلسفه
څېړنه د کُل په ډول د اجتماعي علومو سره رابطه لري او د اجتماعي علومو، تاريخ، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، فلسفه او داسې نورو علومو سره رابطه لري.
د غني خان د شعرونو د تحليل او تفسير لپاره څېړونکى مکلف دى، چې د فلسفې نه باخبره وي، د غني خان په شعرونو کې فلسفي شعرونه، اضدادو فلسفه او د عدم تشدد فلسفه په دې دلالت کوي، چې د ده په شعرونو د تحقيق کولو لپاره د فلسفي اثارو لوستل اړين دي.
د فارسي ژبې عمر خيام د رباعياتو تحليل او شننې لپاره فلسفي افکارو او نظرياتو ته ضرورت ليدل کېږي، نو د فلسفې او څېړنې له نږدې والي سترګې نه شو پټولى.
په عام ډول څېړنې له نورو علومو سره اړیکې لري خو په خاص ډول د پورته څو نمونو یادونه وشوه.
پایله: په عام ډول د نړۍ ټول علوم یو له بله اړیکې لري خو په خاص ډول ساینسي علوم له ساینس سره او ټولنیز علوم له اجتماعي علومو سره رابطه لري.
څېړنه په ساینسي او اجتماعي علومو کې د کار ساحه لري او په اجتماعي علومو کې د ټولو پوهنو سره رابطه لري، لکه: څېړنه د ارواپوهنې سره، د فلسفې سره، تاریخ سره، ټولنیزو علومو سره، د وګړ پېژندنې سره او داسې نورو علومو سره رابطه لري.
که څېړونکی پرخوشحال خان نوي تحقیقاتي کار کولو تصمیم ولري نو مجبوره دی چې د وخت له سیاسي حالاتو، تاریخي حالاتو، اقتصادي حالاتو، ټولنیزو حالاتو او ارواپوهنېزو حالاتو با خبره وي نو معلومه شوه چې د څېړنې په جریان کې په نورو پوهنو پوهیدل مهم عمل دی چې دغه کار په خپله په دې دلالت کوي چې علوم د نورو پوهنو سره اړیکه لري.
ماخذونه
۱.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د ادبپوهنې ارونه، مومندخپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۲ ل کال، ۹۹ مخ.
۲.سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي: د ليکوالۍ فن، دویم چاپ، پیښور. ۳۷ مخ.
۳.سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي: د(ادبي څېړنې) او (ادبي کره کتنې) اړيکې، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سید محی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکزـ علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۹۳ ل کال. ۴۹ مخ.
۴.دکتورګیان چند: تحقيق کا فن، محبوب الله خان ژباړه،www.taand.com
۵.خلیل الرحمن باور: د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي، کوټه، ۲۰۱۲ م کال، ۳۷ مخ.
۶.پروفیسر عبدالحمید خان عباسی: اصول تحقیق (دویم چاپ) ، نیشنل بوک فاونډیشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۹۴ ـ ۹۵ مخونه.
۷.پوهنیار سیداصغر هاشمي: دڅېړنې بنسټونه، یار خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۵۹ مخ.
۸.محمد اکبر وردک: طبيب خوشحال خان خټک، فرهنګیالی پښتون، د افغان کلتوري ودې ټولنه، جرمني، ۱۳۸۹ ل کال، ۱۸۲ مخ.