پوهنیار سیداصغر هاشمي

د تخلیق د عروج مرحله

په ساینسي او اجتماعي علومو کې تخلیق خاص ارزښت لري. د تحقیقاتو د پرمختګ اساسي لامل تخلیقاتي کارونه دي. په اجتماعي علومو کې ادبیات که په نظر کې ونیسو، ټول شعري ډولونه او هنري نثر ډولونه د عروج مرحله لري.

تخلیقات خاص استعداد او ذکاوت غواړي او د عروج او رکود وخت یې نامعلوم وي.دا یو نبوغي عمل دی او دا حالت د انسان د تاثراتو، عواطفو، تخیلاتو، احساساتو، خوشحالیو، خفګانونو او ټول هغه موارد سره چې د انسان دننني او بېروني جوړښت سره اړیکې لري، خاصه رابطه لري.

په تخلیق کې د قوت او پياوړتیا وخت نامعلوم وي، د عمر تېریدل، ارادي مطالعه کول چې ښه تخلیق شوی عمل وکړو، اراده او تصمیم نیول چې ښه تخلیق منځ ته راوړي، اکثره وخت نتیجه نه ورکوي، یعنې دا یو غیر ارادي او تحت الشعوري عمل دی چې په غیر ارادي ډول د انسان ذهن ته راځي.

په تحقیقاتو کې اکثره هغه اعمال چې محقق پرې د عروج مرحلې ته رسېدلای شي برعکس په تخلیقاتو کې نتیجه ورکولای نه شي، یعنې هغه اعمال چې د تحقیقاتو د پياوړتیا لامل ګرځي، په تخلیقاتو کې د قوت سبب کېدای نه شي.

ټول تخلیقاتي اعمال د انسان له تاثراتو او دننني کړو وړو سره ارتباط لري، دا چې په انسان ډول ډول حالات راځي او د دغو ښو او خرابو اعمالو د راتګ وخت نامعلوم وي، دا هم څرګند نه وي چې تخلیقګر په کوم وخت کې ښه لیکنه کولای شي نو له همدې امله د تخلیق د عروج مرحله نامعلومه ده او نشو کولای چې ثابته کړو چې یو انسان کله کولای شي چې په تخلیقاتي کارونو کې پياوړتیا تر لاسه کړي.

دا هغه غیر ارادي او کله کله تحت الشعوري عمل دی چې په لیکوال د الهام په ډول راځي او لیکوال کولای شي چې د دغه وخت نه په استفاده کولو سره د شعر او یا نثر ښه نمونه ولیکي. غیر ارادي عمل د لیکوال په واک کې نه وي او تحت الشعور په باب ارواپوهنه داسې وايي:په هر انسان د ژوند په مختلفو پړاوونوکې ډول ډول حالات راتلای شي، کله خوشحاله او کله خفه وي.کله مالداره او کله غریب وي.کله په درد اوکله بې درده وي. یعنې په انسان ډول ډول حالات راځي او د دغو حالاتو مثبت او منفي تاثرات د انسان په وجود کې رسوب کوي، یعنې د ژوند د خوشحالیو شیبې، د خفګانونو حالات، اروایي مسایل او ټول هغه تاثیرات چې د انسان دننني جوړښت سره رابطه لري، د انسان په تحت الشعور کې وي، که چېرې یو لیکوال د یو غریب او بیچاره انسان په لیدلو سره یې احساسات وپاریږي او د ده ذهن ته لیکنه راشي او دی یې ولیکي نو حتمي خبره ده چې د ژوند په پړاوونو کې به پر ده غریبي او بیچارګي تیره شوې وي او د هماغه وخت حالات په تحت الشعور کې رسوب کړې دی او د دغو حالاتو په لیدلو سره په غیر ارادي ډول هغه پخواني حالات ذهن ته راځي او پرې تاثیر کوي نو  دی مجبوره شي چې لیکنه وکړي. د دغو حالاتو وخت نامعلوم وي نو ځکه د تخلیقاتو د عروج پړاو د انسان په ژوند کې نا څرګند وخت وي او نشو کولای چې هغه وخت معلوم کړو.

د موضوع د ښه روښانتیا لپاره د پښتو ژبې د ځینو شاعرانو او پوهانو یاودنه کوم چې د تخلیقاتو د عروج مرحله یې د ژوند په بېلا بېلو پړاوونو کې منځ ته راغلې ده.

د پښتو ژبې پیاوړی شاعر خوشحال خان خټک ډېره شاعري کړې ده او د محققینو په وینا چې لومړنی شعر یې په شل کلنۍ کې ویلی چې د ۱۰۴۲ کال نه پیل او هغه قلمي نسخه چې په علومو اکاډمۍ کې موجوده ده او د ده د خطي نسخو له ټولو پخوانۍ نسخه ده، په دې نسخه کې یوه داسې څلوریزه ده چې په ۱۰۹۹ کال کې لیکل شوې نو د دې خبرې داسې استنباط کولای شو چې د مرګ تر ورځې ۱۱۰۰ کال پورې شاعري کړې ده چې شاو خوا ۴۰۰۰۰ بیتونه یې ویلي دي.خان باباد(۲۰) شل کلنۍ نه تر(۷۸) اته اویا کلنۍ پورې، (۵۸) اته پنځوس کاله شاعري وکړه.(۷)

د خوشحال په ټوله شاعري کې د عروج مرحله د بند د وخت شاعري(۱۰۷۴ ـ ۱۰۷۹) کاله پورې څلور کاله او نهه میاشتې بندې وه. فراقنامه، حبسیات او اکثره قصیدې یې په بندکې ویلې دي چې د شاعرۍ د عروج مرحله ورته ویلای شو. خوشحال خان خټک کله کله په یوه ورځ کې دوه درې قصیدې هم لیکلې چې دا خبره په دې دلالت کوي چې د تخلیقاتو وخت نامعلومه وي او که چېرې معلوم وي نو باید ترې استفاده وشي.

د رحمان بابا د شعرونو د عروج مرحله د ژوند وروستۍ(زړښت) مرحله ده. د دغې دورې شاعري د فکر ژوروالی لري، تصوف او عرفان ته داخل شوی، دنیا یې د زړه او سر په سترګو مطالعه کړې، د خلکو ستونزې حس کړي، په دې دوره کې بابا ملنګ شو، قلندر شو او درویشي یې اختیاره کړه.

د پښتو ژبې پياوړی شاعر غني خان بهترین شاعر دی خو بیا هم د ده په شعرکې د پیاوړتیا مرحله د زړښت د وخت شاعري ده.د دې دور شاعري عشق او محبت، فلسفې او حقیقت نه ډک اشعار دي، دغه شاعري یې د هستیو د ‌ذاتي پېژندنې په غرض انسان ته ښوونه او د شیانو د حقایقو او د هغو د وجود د علتو څخه بحث کوي او د فکر او هستیو د اړیکو څخه غږېږي، چې د هغو د پېژندنې له اغېزې د انسان لاره د عالي هدف لپاره څرګندوي.(۷)

ډېر ځله داسې پېښیږي، چې کله انسان له ورځنیو چارو وزګار یا په یوه ګوښه کې یوازې شي او خپل ځان او چاپیریال ته وګوري، اسمان، ځمکې، سپوږمۍ، ستوري، غرونو، سیندونو او بېلا بېلو ځناورو ته ځېر شي ډول ډول پوښتنې ورته پیدا کېږي، لکه:

زه څوک یم؟چېرته یم؟دکوم ځای څخه راغلی یم؟جنت او دوزخ ولې پیدا شوی؟ژوند او مرګ ولې پیدا شوی؟او داسې نورې پوښتنې فلسفي افکار وړاندې کوي.

د غني خان فلسفیانه نظر او ډېرې نوې موضوعګانې څېړلي دي. رښتینولي د وجود بنیادي اصول، د یووالي روح، دکایناتو ضرورت، د انسان حیثیت او د مرګ او ژوند د معنا په توګه کوي.

د انقلابي شاعر اکاډمیسین سلیمان لایق د شاعرۍ د پیاوړتیا او د عروج مرحله د هغه وخت شاعري ده چې کله فعاله سیاسي مبارزه یې کوله او د هغه وخت فارسي ژبې شعرونه او ترانې ډیر پیاوړي وه او همدارنګه پخواني شعرونه یې له نن ورځې له شعرونو قوي او ځواکمنه وینا ده او تر اوسه پورې د عروج مرحله یې هماغه پخوانۍ مرحله ده.

له پورته مثالونو داسې انګیرو چې په تحقیقاتو کې د عروج مرحله د څېړنې په پرتله نامعلوم وخت کې وي.

که تخلیقګر په دې پوه شي چې لیکنه یې د عروج په مرحله کې ده نو دی باید له وخته استفاده وکړي او د پياوړتیا په وخت کې ډېرې لیکنې وکړي، ځکه چې د تخلیق د عروج پړاو په انسان کله کله راځي نو له دې وخته باید سمه استفاده وشي.

ځینې ځوان شاعران پيژنم چې بهترینه شاعري کوي او کېدای شي چې دغه وخت یې د پياوړتیا شاعري وي نو باید له دغه وخته ګټه واخلي.

ځینې خلک تحقیق بهتره عمل ګڼي او ځینې بیا تخلیق، خو زما په پوهه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي. د بهترین تخلیق ځای هر ډول تحقیقي لیکنې نیولی نه شي. د بهترین تحقیقي لیکنې ځای هر ډول تخلیقي لیکنه نیولی نه شي. ښه څېړنه یو ډول ارزښت لري او ښه تخلیق بل ډول نو له همدې امله هره برخه خپل اهمیت لري.

پایله: انسان د پیدایښت له ورځې تر مرګه پورې ډول ډول فزیکي او معنوي توپيرونه سره مخامخ کېږي. دا چې دوی د ټولنې سره اړیکې لري نو د ټولنې ډول ډول حالات پرې تاثیر کوي. ټولنه د مختلفو شرایطو پر اساس تغیر او تحول کوي او دغه تحول دی چې که انسان لیکوال، عالم او شاعر وي نو د ده شاعري هر وخت پياوړې نه وي ځکه چې د ټولنې ښه او بد تاثرات په بېلابېلو وختونو کې په انسان اغېزې کوي، د دغو تاثراتو وخت نا معلوم دی نو ځکه د تخلیقاتو د عروج او رکود مرحله مشخص کولای نه شو.

په دې مقاله کې د څېړنې د پورته والي(ښه والي)او ښکته والي(خراب والي)  مراحل ښودل شوي دي، په دې تاکید شوی چې څېړونکی کوم عملونه سرته ورسوي چې علمي او تحقیقاتي کارونه یې پیاوړي شي، همدارنګه تخلیقات هم د پياوړتیا او کمزورتیا لاملونه لري چې په دې لیکنه کې پرې زیات تاکید شوی دی.

ماخذونه

۱.سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي:د ادبي څېړنې او ادبي کره کتنې اړیکې، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکز، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۴۶ مخ.

۲.خلیل الرحمن باور: د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي، کوټه، ۲۰۱۲ م کال، ۵مخ.

۳.کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي: د څېړنې لارښود(دویم چاپ) ، د افغانستات د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، کابل، ۱۳۸۵ ل کال، ۳۱ مخ.

۴.څېړنوال محمد نبي صلاحي:په ادبي څېړنه کې د میتود ارزښت، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکز، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۵۲ مخ.

۵.پوهنیار سیداصغر هاشمي:ادبي ترمینالوژي، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۵ ل کال، ۱۱۱ مخ.

۶.پوهنیار سیداصغر هاشمي:د مقالې لیکنې بنسټونه، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۵ ل کال، ب مخ.

۷.پوهنیار سیداصغر هاشمي:د پښتو نظم تاریخ، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال، ۱۴۷ مخ.

په څېړنې کې د خاکې اهمیت

محقق ته د تحقيق د نورو مهموکارونو سربېره د څېړنيزې موضوع لپاره خاکه جوړل ضروري دي.

خاکه د اردو ژبې لغت دی، په عربي کې(خطة) او په انګريزې کې(Synopsis)  ورته وايي، يعنې د کار هغه پلان، لنډيز،کړنلاره يا اومه نقشه چې د کتاب، رسالې، مونوګراف، تېزس او ډيزرټيشن د مخه جوړېږي، د خاکې څخه عبارت دى.

عبدالحميد عباسي وايي:(د څېړنې لپاره چې کومه ټاکلې موضوع پر څپرکيو، سرليکونو او بحثونو ويشل کېږي، د خاکې (Outline)  په نوم يادېږي.

يو بل عالم وايي: (تحقيقي خاکه په عامه توګه د آر تحقيقي يوه لنډه پېژندنه ده.)  په ځينو ځايونو کې د خاکې معنا د پلان سره برابره ده، يو بل نظر دى: (خاکه د بېلا بېلو تصوراتو، وېشلو، اوډلو او يو له بله سره تړلو نوم دى، د څېړنيزو کالبونو سربېره، د ژوند په هره څانګه کې ترکار د مخه چې کوم پلان جوړېږي هغې ته خاکه وايي.(۱)

خاکه د څېړونکي د څېړنې لپاره ډېره مهمه ده او محقق کولى شي چې دخاکې په مرسته په مستقيم ډول د خپل کار پلان رهبري کړي، دا يوه اساسي او بنيادي مرحله ده، دې مرحلې ته د بحث او پلټنې تنظيمي هېکل هم ويل کېږي.

د خاکې په باب د اردو ژبې مفهوم داسې دی:(خاکہ، دراصل کسی عمارت، منصوبے،کتاب یا مقالے کا ابتدائی تصوراتی ہیولا یا نقشہ ہے جس پر ساری عمارت تعمیر کی جاتی ہے یا تحقیق و تفتیش کی جاتی ہے)

ژباړه(مفهوم): په حقیقت کې خاکه د تعمیر، کتاب، مقالې(د څېړنې عام او خاص جوړښتونه) لومړنی یا ابتدايي جوړه شوې نقشه ده چې د عمارت په جوړولو کې مرسته کوي او د څېړنې په ښه پرمخ وړلو کې مرسته کوي.

 ای جي رات د خاکې د مفهوم په هکله داسې وايي:

“An outline is simply an orderly plan in writing, division and arrangement of ideas. Its principal function is to indicate the relationship of ideas to each other.”

ژباړه(مفهوم): خاکه د لیکلو یو بسیط او منظم پلان دی، کوم چې د نظریاتو د ویش او منظم کولو لپاره پکاریږي.د خاکې اساسي دنده د نظریاتو ترمنځ د روابطو ښودل دي.(۲)

انجينر د بېلا بېلو تعميرونو د ابادولو لپاره مختلفې نقشې جوړوي، د مسجد لپاره يو ډول نقشه، د کور لپاره جدا نقشه او د بېلا بېلو اهدافو لپاره ډول ډول نقشې تياروي، دا نقشې د تعميراتو د ابادۍ نه مخکې ضروري او د آبادۍ اساس او بنياد ګڼل کېږي، دغه ډول د بېلابېلو څېړنو او بېلا بېلو تخصصاتو لپاره مختلفې خاکې جوړېږي.لکه څنګه چې د تعمير دجوړولو لپاره نقشه ضروري ده، په همدې ډول د څېړنې او پلټنې لپاره د خاکې جوړول يو اساسي کار دى.

د خاکې په جوړولو کې څېړونکى د ډېر قوت، مهارت، فکر، سوچ او دقت سره د کاغذ پر مخ جوړوي، په خاص ډول په اړونده موضوع او په عام ډول د نورو ليکوالو او محققینو خاکې بايد مطالعه او د نظر نه تېرې کړي، ځکه چې د نورو ليکوالو د خاکو په مطالعې سره د محقق خاکه نوې او د نورو محققینو له خاکو جوړولو، طرز او طريقې نه یې مثبته استفاده کړې وي.(۳)

تحقیق کا فن کې راغلي دي:(د کور د جوړولو مخکې د نقشې جوړول مهم اصل دی، کله چې د اینجینر له خوا نقشه جوړه او پرنټ شي، د تحقیق خاکه همدا معنا لري.)، یعنې د لیکلو مخکې د کاغذ پر مخ خاکه څېړنه په مستقیمه لاره برابروي او له بې لارۍ یې ساتي.

مجسمه جوړونکی د مجسمې په جوړولو کې ذهني او فکري طرحه ورسره وي او امکان د دې هم شته چې په کاغذ یې رسم کړي چې دې ته د بت خاکه ویلای شو. که چېرې یوه کورنۍ له یوه کوره بل کور ته کډه وکړي نو مجبوره دی چې د کور سامان له سره خپل خپل ځای کې کېږدي، کوچونه، تلویزیون، الماری، میزونه او داسې نور سامان په داسې مناسب ځایونو کې ږدي چې ښه ښکاره شي، دکور د خاوند سره د سامان په ایښودلو کې چې کومه طرحه وي دا د کور د تنظیم خاکه ده. (۴)

يوه ډېره ښه خاکه هغه ده چې د ژورې مطالعې او فکر کولو څخه وروسته رامنځته شي. په خاکه کې د سرلیکونو ځای د ضرورت پر اساس بدلولی شو او یا ورته تغیر ورکولای شو، د خاکې ګټه دا ده، که چېرې محقق ته کوم نوی عنوان ذهن ته راشي نو کولای شي چې پکې ځای پرځای کړي.

اکثره علمي رتبو او تحصیلي اسنادو د لاس ته راوړلو لپاره اثار لیکل کېږي چې خاکې ورته مخکې له مخکې جوړیږي او مربوطه ادارو ته ورکول کېږي چې د دې کار یوه نیمګړتیا دا ده چې خاکې په ډېره عجله جوړې شوې وي او محقق د خاکې په هکله زیاته مطالعه کړې نه وي. د خاکې جوړولو لپاره له ټولو مهمه مسله د موضوع اړوند زیاته مطالعه ده.

د روزمره ښه او کامیاب ژوند تیرولو لپاره یو کامیاب پلان ته ضرورت وي. باید د ژوند لپاره یوه طرحه ولرو او د خوشحاله ژوند لپاره د اینده په فکر کې اوسو او د خپل تیر ژوند نه عبرت واخلو او د حال په قدر پوه اوسو.

الله تعالی فرمايلي دي:(وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ)  سورۃ الحشر:۱۸

ژباړه:هر څوک دې دا وګوري چې د سبا لپاره یې څه کړي دي.

د قرآن کریم د پورته ایات مفهوم ثابتوي چې انسانان باید د دنیا او عقبا د ژوند ښه تېرولو لپاره له ځانه سره پلان ولري.

نور بیا…………………..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *