تاند- د تخار د یوې ولسوالۍ ولسوال او درې تنه نور نن سهار په یوه چاودنه کې ووژل شول.

د تخار د اشکمش ولسوال عبدالحمید حقجو د امنیتي پوستو لیدلو ته تللی و چې د موټر په لاره کې یې ماین وچاودېده.

ویل کېږي چې له حقجو سره درې نور وژل شوي کسان پولیس دي.

تراوسه پوري چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په لارو او سړکونو عموماً وسله وال طالبان بمونه او ماینونه خښوي.

تخار په نسبي ډول ارام ولایت دی خو په وروستیو کې د تخار دوه ختیځ او لوېدیځ ګاونډي ولایتونه یعني بدخشان او کندوز ناامن شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *