تاند- د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د ولسی جرګې د یوې کاندیدې پر کمپاین د شنبې د ورځې د بمي برید د تلفاتو شمېر تر ۲۰ تنو واوښت.
مخکې د دې حملې د تلفاتو شمېر ۱۲ تنه ښودل شوی و خو اوس چارواکي وايي چې لږترلږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.
چاودنه داسې وخت وشوه چې خلک د ولسي جرګې د یوې کاندیدې د وینا اورېدو ته راغونډ شوي ول.
که څه هم د دولت وسله والو مخالفو ډلو تراوسه پورې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو وسله والو طالبانو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې تراوسه وسه به هڅه وکړي چې انتخابات او د انتخاباتو لپاره هلې ځلې ګډې وډې کړي.
تر دې وړاندې د ننګرهار په کامه ولسوالي او د هلمند په مرکز لشکرګاه کې هم پر انتخاباتي غونډو په تروریستي بریدونو کې په لسګونو تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د تخار د والي ویندوی جواد هجري وايي، د رستاق ولسوالي په نننۍ حمله کې لږترلږه ۲۲ تنه شهیدان شوي او ۳۶ نور ژوبل دي.
دی وايي چې پېښه په یوه موټر سایکل کې د اېښودل شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې داسې مهال وشوه چې د ولسي جرګې کاندیدې نظیفې یوسفي بېک وینا کوله.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، په کابل کې د امریکا سفیر او سعودي عربستان دا برید په کلکه غندلی دی.
په افغانستان کې د امریکا سفیر دې ته په اشارې چې تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، ویلي که طالبانو دا برید نه وي کړی هغه دې په زغرده وغندي.