تاند- په تخار ولایت کې د والي او نورو حکومتي چارواکو پرضد مظاهرې بالاخره نن په شپږمه ورځ په تاوتریخوالي بدلې شوې او لږترلږه درې تنه پکې ووژل شول.

دا مظاهرې، چې ویل کېږي د جوزجان له مظاهرو سره بې ارتباطه نه دي، له تېرو څو ورځو راهیسې رواني دي. خو نن د والي او امنیه قومندان د مخالفانو او د حکومتي چارواکو د پلویانو ترمنځ د اخ وډب سبب شوې چې په لړ کې یې درې تنه وژل شوي او شاوخوا پنځوس نور ژوبل شوي دي.

په جوزجان کې د جنرال دوستم تر امر لاندې مظاهره چیان بریالي شول چې د کرزي د حکومت والي له دې ولایته وزغلوي.

په جوزجان کې د دوستم پلویانو تر مظاهرې مخکې د والي محمد عالم ساعي پر کور وسله واله حمله کړې وه.

ویل کېږي چې د تخار د والي عبدالجبار تقوا او امنیه قومندان پلوي مظاهره چیانو د تالقان ښار د دوکانونو او سړکونو د پرانستل کېدو غوښتنه کوله.

شاهدان وايي چې اکثره کسان د نظاهره چیانو له خوا پر یوړ بل د ډبرو د ویشتلو له کبله ژوبل شوي دي.

په عین حال کې ډزې هم شوي او داسي ویل شوي چې د دواړو خواوو د مظاهره چیانو په منځ کې وسله والو کسانو پر یو بل ډزې کړي دي.

پولیسو پر چا ډزې نه دي کړي خو نه دي توانېدلي چې د مظاهره چیانو د دوو ښکېلو ډلو ترمنځ د اخو ډب مخه ونیسي.

د تخار ولایت د مجاهدینو د شورا په نوم یوې ډلې، چې دا مظاهرې یې تنظیم کړي دي، ویلي: «تر څو چې والي او امنیه قومندان نه وي لېري شوي مظاهرو ته به دوام ورکړي.»

د والي مخالفان، والي او امنیه قومندان په قومپالنې تورنوي خو حکومت تراوسه پوري د مظاهره چیانو د ادعا په اړه څه نه 3دي ویلي.

ازبک، پښتانه او تاجک د تخار درې لوی قومونه دي. قدرت د تاجکو او ازبکو په لاس کې دی. پښتانه نه یوازې دا چې د تخار په دولتي اداره کې ونډه نه لري بلکې د ډېرو تخاري پښتنو مځکې د زورواکو قومندانانو له لوري غصب شوي دي. د یو شمېر پښتنو، چې د شوروي د یرغل په کلونو کې پاکستان ته مهاجر شوي ول، مځکې د استاد رباني په امر په ملېشه وو وېشل شوي دي.

په تخار کې د مجاهدینو شوراء پلویان وايي  ترهغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي ترڅو چې د تخار په محلی حکومتداری کې د ملی مشارکت اصل په پام کې نه وی نیول شوي، دوی د والی احمد فیصل بیګزاد او امنیه قوماندان عبدالحنان آغاګل قطغني له دندو ګوښه کیدو غوښتنه کوي.

لاریون کوونکې چې د یوشمیر پخوانیو جهادی څيروملاپیرم قل ضیایی،پیرمحمد خاکسار لخوا تنظمیږي وايي دوی له پخوانې امنیه قوماندان جنرال خیرمحمد تیمور نه ملاتړ کوي.

ازبکان چې ددغه ولایت د نفوذ څه باندي ۷۰ سلنه جوړوي باید ورته په دولتې لوړو څوکیو اوپوستونو کې پوره پوره ونډه ورکړل شي.

3

د تخار مجاهدینو شوراء یوتن غړي حاجی جمشید وویل، ترڅو چې د ازبک قام حق او حقونه ورنکړل شي اعتراضونه به دوام لری هغه زیاته کړه (( په دې ولایت کې ازبکان ۷۵سلنه دی، زه له دولت څخه د ۵۰ سلنه حق غواړم، دولت دی موږ ته زموږ حقونه راکړي، ځوانانو مو فاکولتي لوستي ماستریانې لری ټوله ورځ ترماښامه په شعبو ګرځي هغوی ته څوک دنده نه ورکوي، هغوی ته ویل کیږي بستونه خالې نه دی.))

همدغه راز ددغه شوراء یوبل تن غړی پیرمحمد خاکسار وايي خپل کفن يي له تنه تړلی ترهغې به د ازبکانو حقوق غواړي څو چې په بدن کې وینه وي، هغه له مرکزي دولت نه په جدي توګه غوښتنه وکړه،چې په تخار کې دی بدلون راولي.

د تخار چارواکي، د افغانستان د ډېرو نورو سیمو په شان، په جمعیت ګوند پوري اړوند کسان دي.

One thought on “د تخار د والي او د هغه د مخالفانو په مظاهره کې ۵۳ تنو ته مرګ ژوبله”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *