تاند: د تخار چارواکي وايي، د دې ولایت پر چاه اب ولسوالۍ یې د طالبانو محاصره له څو ساعته جګړې وروسته ماته کړې او طالب وسله وال یې شاته تمبولي دي.

د تخار امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، طالبانو نن سهار پنځه بجې یاده ولسوالي محاصره کړې وه او د ولسوالۍ د بازار څو دوکانونه یې هم سوځولي خو امنیتي ځواکونو وسله وال طالبان بیرته شاته تمبولي او په بازار یې بیرته ولکه ټینګه کړې ده.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وایي، د طالبانو نننۍ جګړه کې د سرې قطعې د قومندان حکمت په شمول د طالبانو ۲۸ جنګیالي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *