تاند، چهآرشنبه، د سنبلې ۲۰مه: د تخار ولایت امنیتي مسوولین وایي چې ددې ولایت په درقد او خواجه بهاوالدین ولسوالیوو کې د امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د وسلوالو طالبانو د جګړې د ۵ رهبري کوونکو په ګډون ددې ډلې ۴۰ نور وسله وال وژل شوي دي.

د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجري رسنیوو ته په خبرو کې ویلې چې په دغه هوایي بریدونو کې چې تیره ورځ ددې ولسوالیوو په مربوطاتو کې ترسره شوي د ګڼو طالبانو دوژل کیدو ترڅنګ ددې ډلې ۳۰ وسله وال ټپیان شوي هم دي.

طالبانو دغه ادعا بیا رد کړي چې ګواکې د دوی ۷۰ وسلوالو ته دې په دغه جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې وي.

ویل کیږي تیره ورځ د تخار په ینګي قلعه او درقد ولسوالیوو کې امنیتي ځواکونو شاته تګ کړی وه چې دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس لویدلې وه خو د تخار امنیتې چارواکې وایي دوی یوازې تکتیکې شاته تګ کړی وه چې اوس دواړه ولسوالۍ د دوی په لاس کې دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو هوایي بریدونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې چې په نږدې راتلوونکې کې به ددې ولسوالیوو پاتې سیمې هم ددې ډلې له حضور پاکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ