تاند – د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ یو شمېر استوګن پښتانه وایي، چې د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ډلې د یوه زورواکي قوماندان، ملک تاتار، له لاسه په خپله سیمه کې په سره اور کې ولاړ دي.
هغوی وایي، چې د ملک تاتار کسان په منظمه توګه د هغوی په سیمو د هاوان او نورو درنو او سپکو وسلو ډزې کوي چې یو شمېر کسان په کې وژل شوي هم دي.
د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د لاله ګذر کلي اوسېدونکي یو شمېر پښتانه وایي، چې د سیمې زورواکی قوماندان ملک تاتار یې نه پرېږدي چې خپلې ځمکې وکري.
د سیمې دغه اوسېدونکي وایي، چې دا پرله پسې درېیم ځل دی چې د تاتار په نامه د زورواکي کسان پرې بریدونه کوي او خلک یې ور وژني.
د لاله ګذر کلي اوسېدونکي وایي، په سیمه کې ځمکې لري، چې زورواکو ترې غصب کړې وې. هغوی د دغې ځمکې په سر دعوا په ټولو محاکمو کې وګټله، لاکن بیا هم دومره څوک نشته چې هغوی ورته مراجعه وکړي او خپلې ځمکې ترلاسه کړي.
د لاله ګذر کلي یو اوسېدونکی او قومي مشر، ارباب ظاهر وایي، د ملک تاتار په ډزو کې د هغه د زوی په شمول څو کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
ارباب ظاهر وایي، «زما یو لس کلن زوی ، زما د تربور دولس کلن زامن او لور وژل شوی او ګن شمیر ښځې او کوچنیان زخمیان شوي دي،»
ارباب ظاهر وایي دولس کاله وړاندی د بلوچستان له ژوب نه وطن ته راستانه شوی یو، کورونه او زراعتی ځمکی مو ځایي ازبک ملیشه یی قومندان ملک تاتار نیولي دي. ټولو محکمو زمونږ حق کی فیصلی وکړی، خو دولت یې د عملی کولو توان نه درلود. تیره اونۍ له خپلو کورنیو سره خپلو زراعتی ځمکو ته ورغلو او اوس د تاتار له خوا د هاوان او راکټونو تر باران لاندی یو،»
ویل کیږي چې په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د حکومت له ړنګېدلو څخه وروسته، د هېواد په شمال کې د پخوانۍ شمال ټلوالې زورواکو او د هغوی اجیرانو د پښتنو ځمکوالو او شتمنو ځمکې ونیولې، هغوی یې د طالب او القاعده په نامه په امریکایانو ونیول، شکنجه کړ او ووژل، او هغه چې په ژوندوني له قید نه راخلاص شول هغوی د ډېرو شکنجو له امله په لوی لاس دې ته مجبور کړای شول چې د طالبانو لیکو ته ورشي.