راپور: عصمت الله نصرت
کابل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو معينيت
د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ښوونځيو او انسټيټيټونو د توليداتو دويم ملي نندارتون چي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د معينيت په نوښت او د المان هيواد د اقتصادي همکاريو موسسې (G.I.Z) او د چک جمهورِِيت د (P.I.N) موسسې په ملاتړ د درو ورځو لپاره د کابل د افغان ټکنالوژي انسټيټيوټ په انګړ کي جوړ سوی وو تيره ورځ د يو شمير درنو مراسمو په ترڅ کي پای ته ورسيد.
ياد نندارتون ته د افغانستان د ګوټ ګوټ څخه د پوهنې ريسان، د تخنيکي او مسلکي ښوونځيو او انسټيټيوټونو امران، استادان او زده کوونکي راغلي ول او د تخنيک او مسلک په برخه کي يې بيلا بېل توليدات لکه موټر، د بريښنا د توليد بي لګښته ماشين، ټلويزونې شبکه، الوتکه، لاسي صنايع، د کرني په برخه ډول ډول افغاني توليدات او نور؛ چي د يادو ښوونځيو او او انسټيټيوټونو د زده کونکو او استادانو په نوښت جوړسوي ول نندارتون ته وړاندي کړل.
د پوهنې وزير ښاغلي ډاکتر فاروق وردګ له ياد نندارتون څخه د ليدني پر مهال خپله خوښي څرګنده کړله او د تخنيک او مسلک د دا ډول بيلا بيلو توليداتو نندارې ته ايښودل يې د افغانستان د صنعتي کيدلو لامل و باله.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال وزير ښاغلي محمد آصف ننګ د ياد نندارتون پای غونډي ته د وينا پر مهال د نندارتون څخه موخه د زده کوونکو او استادانو تشويقول، د افغانستان صنعتي کيدل او افغانانو ته د کار موندني چانس برابرول وبلل او ژمنه يې وکړه چي راتلونکي کال به نندارتون لا پراخه او د سنبالولو چارو ته به يې ځانګړي بوديجه وټاکي.
په پاي کي يوشمير ډالی چي د (G.I.Z) موسسې لخوا چمتو سوي وي هغو انسټيټيوټونو ته چي د تخنيک، ادارې او حسابدارۍ او کرهڼې په برخه کي يې په ياد سوي نندارتون کي لمړی، دويم او دريم مقامونه خپل کړل ورکړل سوي.
1.د بغلان د پلخري ميخانيک انسټيټيوټ د محصلينو او استادانو نوښت
2.د هلمند د ميخانيکي ليسې د يوتن زده کوونکي په لاس جوړه سوي ټلويزوني شبکه او د بريښنا بي لګښته ماشين