مطبوعاتي اعلامیه
۱۳۹۳ د تلې ۶ مه
قزاقستان ته د افغان محصلینو د استولو په لړ کې یوه بله ډله افغان ځوانان د غه هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره واستول شول.‎ 
دغه ۴۰ تنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ۶۰۰ فارغانو له منځه د یوې ازادې او رقابتي سیالۍ له لارې د قزاقستان هېواد د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د استازو له لوري ټاکل شوي، چې د زده کړو د دوام په موخه به یاد هېواد ته ولېږل شول.‎
پوهنې وزارت د یادو ۴۰ تنو د لېږلو په موخه په کابل کې د قزاقستان د سفارت او پوهنې وزارت د چارواکو په ګډون غونډه جوړه کړې وه. 
دغه بورسونه د اورګاډي د لیکې، ساختماني، برېښنا ، کرنې او وترنرۍ په څانګو کې ور کول شوي دي. د افغانستان د پوهنې وزارت باور لري، چې د هېواد د راتلونکې پرمختیا په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو دغه څانګې مهمې دي. 
له افغانستانه ورتلونکي ځوان محصلین به په لومړي کال د ژبې زده کړې پرمخ یوسي او له هغه وروسته به دوه کاله په یادو څانګو کې د فوق بکلوریا په کچه تخنیکي او مسلکي زده کړې ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده، چې قزاقستان هېواد له ۱۳۸۸ کال راهیسې هر کال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې ۴۰ بورسونه د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغانو ته ورکوي.
اوسمهال د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ۲۴۹ موسسو په ۷۲ بېلابېلو څانګو کې ۱۱۵ زره زده کوونکي او محصلین پر تخنیکي او مسلکي نیمه لوړو زده کړو بوخت دي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *