د سیستمونو محافظت او ساتنه!
د پورته موضوع په ارتباط باید ډیر څه لیکل شوی وی،خو متاسفانه چې په پښتو ژبه د ټیکنالوژیکي وسایلو د شرحې لپاره هیڅ هم نشته.
د سیستمونو ساتنه په ننې عصر کې یوه ډيره مهمه او اړینه موضوع ده، ما هم وپتیله چې د پورته موضوع په ارتباط یو څو جملې راغونډې کړم او هیوادوالو ته یې وړاندې کړم.
د سیستمونو د ساتنې وړاندی باید یو څو موضوعات واضحه کړم چې تر څو په محافظت یې زمونږ لا ذهن روښانه شي لکه ویروس څه شئ دی،مالویر څه شئ دی، سپای ویر،هیک په څو ډوله دی،د هیک (د رمزونو د غلا) هدفونه څه دي، فایروال څه شئ دی، دفاع کوونکې پوستکالې کوم دي او کوم یو یې ښه کار کوي.
لومړی ویروس: لکه څرنګه چې د انسان بدن د ویرویس په مقابل کې دفاع ته ضرورت لري،همدا رنګه تخنیکې وسایل یا سیستمونه هم دفاع او ساتنې ته ضرورت لري، څو د ویروسونو د اغیزې لاندې رانشي او له کاره ونه لویږي.
ویروسونه لنډ او مهار شوي پروګرامونه دي، چې په اتومات ډول په خپله په تخنیکې وسایلو کې خپریږې او یا هم د پوستکالو(سافټویرونو)،او مهمو مالوماتو(فایلونو)سره ځان یوځائ کوي، او د کاره یې وباسې، چې د نړیوال قوانینو په اساس یې جوړونکي مجرمان بللې شو. د ویروسونو ډولونه ډیر دي چې نومونه یې څه داسې دي،لکه dwm.rar،new folder او داسې نور.. چې په مختلفو نومونو پیدا کیږي.
ویروس د لومړې ځل لپاره د دوه وروڼو لخوا ایجاد شو،چې اصلې اوسیدونکې د پاکستان ول،چې وروسته دا مفکوره عامه شوه او د یو جوړ سیستم په مقابل کې د هغې تضاد پوستکالی(سافټویر) مینځ ته راوړلو ته یې د ویروس نوم کیښود.
دوهم مالویر : د مالویر مثال داسې دی لکه د استخباراتې شبکو کار،چې د یو شخص په اړه مهم مالومات راټوله وي او یا یې څارې تر څو دا شخص څه کوي،د مالویر مثال بیا په سیستمونو کې بلکل همداسې دی لکه په عملې ژوند کې یې ګورو.
د مالویر مهمه وظیفه او کار یې په پټه بل سیستم ته مالومات لیږل دي او انتقالول دي، دا په هغه صورت کې چې کله زمونږ سیستمونه د نړیوال جال سره په اړیکه کې وي،دا پوسټکالې په اتومات یانې په خپل سر په کمپیوټرونو(تخنیکې وسیلو) کې ځان عیاره وي، چې لیږونکې یې غواړې د هدف لاندې راغلي اشخاصو مالومات پټ او وګوري،چې مهم سافټویرونه یې د تورجن،بک ډور،ګول،روټکیټ په نوم یاديږي او اکثره یې مونږ لیدلی نشو.
دریم سپاې ویر : دا هم زمونږ د اېنجینرانو په اصطلاح د مالویر ورور دی،مهمه وظیفه یې څارل دي د مهمو او هدف لاندې راغلي اشخاصو سیستمونه،چې ښه مثال یې لکه کې لاګر(سافټویر) دی او یا نور پوسټکالې دي، چې په محافظت او ساتنه یې وروسته لیکنه شوی ده.
هیک(د تخنیکې وسایلو څخه په پټه مالومات اخیستلو ته وایې) چې د هیک کړونکې(هیکران) په نوره نړی کې رسمې مجرمان بلل کیږې، او لکه د نورو مجرمینو په شان په اعدامونو،محبس ابدې باندي مبحوس او بندیان شوي دي، چې اهداف یې ځینې استخباراتې بڼې لري، او یا هم د پیسو د شکولو لپاره وي او داسې نور….
چې ښه بیلګه یې د همزه په نوم یو عرب، کوم چې د نړي د ۲۰۰ څخه ډیر بانکونه هیک کړي ول،او د ۴ سوه میلونو ډیرې پیسې یې د فلسطین بی وزله او دفاعې لښکرو سره مرسته کړي وه،چې په ۲۰۱۵م کال کې د امریکې د ایف بې ای لخوا ونیول شو او بیا په اعدام محکوم شو او د ۲۰۱۵م کال په اواخرو کې علنې اعدام شو.
هیک مختلف ډولونه لري،چې مونږ یې فقط نومونو ته اشاره کړو،او د تفصیل څخه یې تیریږو.
الف : پر ویب پاڼو حملې ب : په نړیوال جالونو حملې چې اکثره یې ایمیلونه او ویب پاڼې او یا هم ګیټوی (انټرنیټې لارې کنټرول) تر لاسه کول ج : پر پوسټکالو حملې.
چې هر یو یې جلاجلا ډولونه لري چې په اینده کې به پرې علیمې بحث وکړو.
لومړی فایر وال څه شي دی؟
فایر وال یانې د جنګ دیوال، کوم چې ډير اړین پوستکالی(سافټویر) دی، په تخنیکې وسایلو کې ددې پوستکالی په واسطه مونږه د پورته مواردو څخه ځان ساتلۍ شو،ددې پوستکالې وظیفه دا ده تر څو مونږ ته اګاهې او خبر راکړي،چې سیستم ته مو ویروس،مالویر،سپای ویر یا بل کوم خطرناک پوستکالی داخل نشي.
د فایروال بل ستر کار دا هم دی چې دا په خپل سر انسټال کیدونکې فایلونه بلاک(بند) وي، او لیست یې د اکشن سنټر(دعمل کړی شو مرکز) کې ښایې چې مهم پوستکالی،مالومات(فایلونه) مو نه خرابیږي، او همدا رنګه د بل چا لاس ته نه ولویږې.
دوهم دفاع کوونکې پوستکالي(انټې ویروسې) کوم یو دي؟
لکه څرنګه چې پورته مو ذکر کړه چې ویروس او یا مالویر،سپای ویر د جوړ سیستمونو متضاد ډولونه دي،همدارنګه ددې نوملړ متضاد ډولونه هم شتون لري،کوم چې په ورځنې ژوند کې ترې استفاده کیږي البته په تخنیکې وسایلو کې.
ددې پوستکالو مهمې دندې د ویروس ،مالویر او سپای ویر پیدا کول،او ختمول دي لکه پورته مو ذکر کړه چې د فایلونو او پوستکالو سره ځان یو ځای کوي او خرابه وي یا یې کوم بل سیستم ته په پټه لیږې.
دحیرانتیا خبره خو لا دا هم ده، چې ویروس،مالویر،سپای ویر پوستکالی په وړیا ډول او ښه پریمانه دي نو برعکس یې دفع کونکې پوستکالې بیا په وړیا ډول ندي،چې د اکثرو ښو انټې ویروسو نومونه څه پدې ډول دي(کاسپریسکای،ایم کئفې،ایواسټ،ایسټ) چې هر یو یې د پیسو په مقابل کې ډیر ښه کار کوي او دفاع کوي،چې تضمین یې د همدې د معتبرو کمپنیو څخه کیږي، او د نړیوال جال سره په وصل کیدو ستاسې سیستمونه څارې،او خطرناک پوستکالی له منځه وړي.
خو زمونږ ټولنه غریبه او د ټیکنالوژی سره ډیره بلدتیا نلري،کوم چې پورته دفاع کونکې پوستکالې په ډیرو پیسو راونیسي.
د حل لار یې دا ده چې تاسې خپلو سیستمونو ته فلشونو او یا هم دویمه وسیله وصل کولو پر وخت د احتیاط څخه کار اخلی او ډایریکټ یې مه خلاصه وی، د ادرس بار څخه یې خلاصه وی، او ددې تر څنګه د کنټرول کور(کنټرول فاینل) ته ورځی، او هلته د وینډوز دفاعکونکې(وینډوز ډیفنډر) په نوم پوستکالۍ اپډیټ کوی،چې ستاسې د سیستم د یوې څخه نیولي تر ۳ میاشتو پورې په وړیا ډول دفاع کوي او سیستمونه مو د ویروسې حملو لاندې نه راځي.