ژباړه: حمیدالله حمیدي
ښوونکي خپلو زده کوونکو ته وویل: (فکر وکړئ، تاسو د یوه شرکت او یا هم په ټوله کې د یوې ادارې مسوولین او مشران یی، په همدې اړه یو څه ولیکئ) ښوونکي ولیدل چې ټولو زده کوونکو سرونه ښکته اچولي او په خپلو کتابچو کې پر لیکلو لګیا دي، خو یو یې همداسې په خپلو افکارو کې ډوب لاس تر زنې ناست و او له کړکۍ يې بیرون ته کتل. ښوونکی نږدې ورغی، پوښتنه یې ترې وکړه: « ته ولې څه نه لیکې؟» زده کوونکي وویل: « په تمه یم چې منشي مې راشي او ټایپ یې کړي» دې ته وایي د تخیل او تجسم قوت.
که انسان وکولای شي ۶۸ ثانیې په خپلو واقعي غوښتنو تمرکز وکړي، نو د ترلاسه کولو لپاره به یې بېلابېلې لارې چارې ومومي.
ډېری بریالي کسان وایي: (که انسان وکولای شي یوازې ۱۸ ثانیې په خپلو واقعي غوښتنو فکر وکړي، نو د کایناتو په نړۍ کې به یو ستر زنګ وکړنګوي او په اهتزاز به یې راولي. دغه ډول توجه کولای شي ټوله هستي د همدې کس په لوري جذب کړي. که دغه ۱۸ ثانیې ۶۸ ثانیو ته ورسېدې نوره نو خبره خلاصه ده، هغه وخت بیا ټوله هستي داسې کېږي چې دغه متمرکز شوي فکر ته د حل لاره پیدا کړي).