لیکوال او محمداکبر حقمل

د زده کوونکو لپاره د تدریس عملي ميتود تر ټولو زیات ارزښتمن او اړین دی او یو مسلکي او پوه ښوونکی هېڅ یو زده کوونکی له دې سترې ارزښتناکې ګټې څخه نه بې برخې کوي. مسلکي ښوونکی تل غواړي د زده کوونکو پر وړاندې له عملي میتود څخه ګټه واخلي یعنې په خپله پر زده کوونکو باندې عملي کار کوي تر څو زده کوونکي په خپله د وړتیا څښتنان شي او خپلې تشې او نیمګړتیاوې یې له منځه لاړې شي.  د زده کوونکو لپاره د تدریس د عملي ميتود تر ټولو غوره ګټې په لاندې ډول دي: لومړۍ ارزښتمنه ګټه: کله، چې د ښوونکي له خوا پر زده کوونکو باندې په عملي ډول کار کېږي، نو د زده کوونکو پر خپل نفس باور یا جرئت لوړېږي او کله، چې د زده کوونکو جرئت یا پر نفس باور لوړ شي، نو بیا له هېڅ کومې ناکامۍ یا نابریالیتوب څخه نه وېرېږي، غوره احساس کوي او د هر ډګر د بریا لامل یې ګرځي. دوهمه ارزښتمنه ګټه: کله، چې د ښوونکي له خوا پر زده کوونکو باندې عملي ميتود تر سره کېږي نو زده کوونکي د هرې ورځې لپاره تر ټولو زیات زیار باسي او بشپړ چمتووالی نیسي. کله، چې دوی بشپړ چمتووالی ونیسي، نو بیا ورته درس په زړه پورې کېږي، د خپلې خوښې وړ یې ګرځي او د نورو ورځو لپاره کار او چمتووالی یې یو ورځنی عادت ګرځي، چې په داسې حالت کې زده کړه په ډېر غوره ډول صورت نیسي. درېیمه ارزښتمنه ګټه: کله، چې ښوونکی پر زده کوونکو باندې عملي میتود کاروي نو د زده کوونکو ټولې نیمګړتیاوې ښوونکي ته څرګندېږي او ښوونکی زده کوونکو ته د هغو نیمګړتیاوې ور په ګوته کوي، حل لارې یې ورته ښئي او په اړوند یې غوره لارښوونې ورته کوي، چې دا کار د زده کوونکو د نیمګړتیاوو او تشو د بشپړېدو، لویو لاسته راوړنو او د بریالي کېدو لامل ګرځي. څلورمه ارزښتمنه ګټه: کله، چې ښوونکی پر زده کوونکو باندې د تدریس عملي میتود کاروي، نو د زده کوونکو د غوره او ښو وړتیاوو تر لاسه کولو لامل ګرځي لکه؛ د درس ورکولو وړتیا، د ښه تشريح کولو وړتیا، د نورو پر وړاندې د خبرو کولو وړتیا، د بشپړ مسئولیت منلو وړتیا او داسې نور… هغه زده کوونکي، چې ښوونکی یې پرې عملي میتود کاروي تل به د یو ستر مسئولیت احساس کوي او دا احساس به یې د لا هڅو لامل ګرځي او همدا احساس او هڅې به یې بیا په ژوند کې د ريښتینې بریا لامل ګرځي. د زده کوونکو لپاره د عملي میتود ګټې له شمېره زیاتې دي هر کس هغه وخت کولای شي په ګټو یې بشپړ پوه شو کله، چې هغه په خپله تر همدې کړۍ لاندې راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *