تاند- هند هڅه کوي چې له افغانستان او ایران سره د نړیوال ترانزیت دهلېز د یوې موافقې په لاسلیکولو د چاه بهار بندر پروژه پیل کړي.
د انډیا ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې دا پروژه د دې لپاره هند ته مهمه ده چې هند ته لاره هواروي چې له افغانستان سره وصل شي او د پاکستان له احتیاجه خلاص شي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې په تېرو دوو ورځو کې د درو هیوادونو چارواکو د چاه بهار د ترانزیتي دهلېز د موافقې د نهايي کولو لپاره لیدنې کتنې کړي دي.
په افغانستان کې د هند سفیر امرسینها ټایمز اف انډیا ورځپاڼې ته وویل:«موږ په درې اړخیزو خبرو کې د ترانزیتي دهلېز په اړه پر سلا کېدو او موافقې ته په رسېدو کار کوو.»
په داسي حال کې چې هند او ایران په ګډه د چاه بهار بندر پر پراختیا کار کوي، سینها وویل چې افغان پانګوونکي د سوداګرۍ په هغه ازاده سیمه کې پانګونه کوي چې ایران د افغان سوداګرو او پانګوونکو لپاره پکې مځکه ځانګړې کړې ده.
د چاه بهار بندر د هند لپاره په دې هم ارزښت لري چې درې هیوادونه پکې شریک دي او د افغانستان لپاره هم خاص اهمیت په دې لري چې یو متبادل ترانزیتي مسیر ورته مهیا کېږي.
د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په پالیسیو کې د سیمې د هیوادونو ترمنځ پر سوداګري راکړو ورکړو زیات تاکید کېږي.
یوه هندي چارواکي وویل چې د چاه بهار بندر هدف دا نه دی چې پاکستان ته شا واړول شي بلکې هند هیله لري چې په یو پړاو کې به پاکستان حاضر شي چې د سارک له موافقو سره سم په ترانزیتي او تجارتي معاهدو کې شریک شي.
پاکستان د سارک د غړیو هیوادونو ترمنځ د یو بل له لارې د ترانزیت د نه مخنیوي موافقه نه رعایتوي.
دا هیواد اجازه نه ورکوي چې د افغان سوداګرو لارۍ د هند خاورې ته لاړې شي او له هغه ځایه تجارتي مال افغانستان ته راوړي.
هند او ایران غواړي چې د چاه بهار بندر ظرفیت، چې اوس د کال دوه نیم ملیون ټنه دی، په کال کې دوولس نیم ملیون ټنو ته لوړ کړي.
کومی چی له پاکستان سره یی لر,دغه یو ډیر ښه متبادل دۍ،خو له تیر څخه باید پند واخیستل شی په ځانګړی توګه هغه ترانزیټی ستونځی چی له پاکستان سره یی لرو او تل مو تر خوږ ګوتي نیسی،باید د چاه بهار د بندر څخه د استفادی او ګټی اخیستنی هوکړه لیک خو:
لومړۍ:- تلپاتي بڼه ولری چی د حالاتو او سیاسی ستونځو څخه پاک او خلاص وی یانی چی په هر رنګه حالاتو کی باید لاره خلاصه وی او دسیاسی اختلافو تر سیوری لاندی رانشی ،او په افغانانو باندی د وسیلی په توګه ونه کارول شی. چی حکومت او تجاران په ډاده زړه هلته پانګونه وکړی.
دوهم:-د مالیی یا ټکس مسله باید رڼه او ثابته وی داسی نه لکه پاکستان! چی د افغانی توکو ( لندی میوی) د فصلونو په مهال مالیه لوړه کوی.
دریم:- همدا ډول څرنګه چی د هند او پاکستان خپلمنځی اړیکی هم ترینګلی او ډبر حساس وی،بنا پردی باید له هندسره هم سپینی او جدی خبری وشی او رسمی ډاډ په هوکړه لیک کی وشی.
څلورم:- له ایران سره هم ورته لازمی اړینی خبری په هوکړه لیک کی وشی داسی نه لکه د پاکستان ترانزیټ یاهم ایران چی دافغانستان په حکومت باندی دتاثیر په توګه دکډوالو په زور سنتول خصوصا دژمی په موسم کی کاروی.
او په پای کی باید هر څومره ژر چی کیږی دغه چاره ژر سره ته ورسیږی تر څو د پاکستان له احتیاجه خلاص شو اولږ تر لږه ددغی اقتصادی کړنی له پیټی بیغمه شو او د یوه مساوی سیال په توګه ورسره خبری وکولۍ شو.
کومی ستونځی چی له پاکستان سره یی لرو,دغه یو ډیر ښه متبادل دۍ،خو له تیر څخه باید پند واخیستل شی په ځانګړی توګه هغه ترانزیټی ستونځی چی له پاکستان سره یی لرو او تل مو تر خوږ ګوتي نیسی،باید د چاه بهار د بندر څخه د استفادی او ګټی اخیستنی هوکړه لیک خو:
لومړۍ:- تلپاتي بڼه ولری چی د حالاتو او سیاسی ستونځو څخه پاک او خلاص وی یانی چی په هر رنګه حالاتو کی باید لاره خلاصه وی او دسیاسی اختلافو تر سیوری لاندی رانشی ،او په افغانانو باندی د وسیلی په توګه ونه کارول شی. چی حکومت او تجاران په ډاده زړه هلته پانګونه وکړی.
دوهم:-د مالیی یا ټکس مسله باید رڼه او ثابته وی داسی نه لکه پاکستان! چی د افغانی توکو ( لندی میوی) د فصلونو په مهال مالیه لوړه کوی.
دریم:- همدا ډول څرنګه چی د هند او پاکستان خپلمنځی اړیکی هم ترینګلی او ډبر حساس وی،بنا پردی باید له هندسره هم سپینی او جدی خبری وشی او رسمی ډاډ په هوکړه لیک کی وشی.
څلورم:- له ایران سره هم ورته لازمی اړینی خبری په هوکړه لیک کی وشی داسی نه لکه د پاکستان ترانزیټ یاهم ایران چی دافغانستان په حکومت باندی دتاثیر په توګه دکډوالو په زور سنتول خصوصا دژمی په موسم کی کاروی.
او په پای کی باید هر څومره ژر چی کیږی دغه چاره ژر سره ته ورسیږی تر څو د پاکستان له احتیاجه خلاص شو اولږ تر لږه ددغی اقتصادی کړنی له پیټی بیغمه شو او د یوه مساوی سیال په توګه ورسره خبری وکولۍ شو.
سومره چی زر کیدلی شی باید اقدام ووشی .
چی دپنجابیانوله محتاجه خلاص شو .