تاند- د افغانستان د ترانسپورت وزارت نن /یکشنبه/ وویل چې پر لویو لارو له باري موټر چلوونکو د غیرقانوني پیسو اخیستنو د مخنیوي لپاره یې د هیواد عالي اقتصادي شورا ته یو پلان وړاندې کړی دی.

دغه وزارت پرون د افغانستان د باري موټرچلوونکو د ټولنې د خبرداري په ځواب کې ویلي و چې په لویو لارو کې اخاذي نشته او د باري موټرچلوونکو ټولنه په رسمیت نه پېژني.

د افغانستان د ختیځ زون د باروړونکو موټرو د ټولنې رئیس طلا محمد اتمانزی وویل چې سر له سبا (دوشنبه) به په لویو لارو کې له باري موټرونو د غیرقانوني پیسو اخیستنو په اعتراض کې، چې ده اخازي یا شوکه وبلله، عمومي اعتصاب وکړي او په ټول هیواد کې به زرګونه باري موټرونه فعالیت ودروي.

په رسنیو کې په لویو لارو کې د خلکو د شکایتونو له خپرېدو وروسته د ترانسپورت وزارت خپل دریځ نرم کړ، ویې ویل چې په لویو لارو د غیرقانوني پیسو اخیستنو د مخنیوي لپاره یې د افغانستان د اقتصاد عالي شورا ته یوه طرحه وړاندې کړې ده.

حکمت الله قوانچ وویل، د افغانستان د ترانسپورت وزارت دا مني چې د مالیې، فواید عامې او ترانسپورت وزارتونه او همداراز ښاروالۍ او ترافیک پولیس له مسافري بسونو او لاریو په لویو لارو کې غیرقانوني پیسې شکوي.

ده پرون ویلي و: « د افغانستان ټرانسپورټ وزارت د طلا محمد په نوم دا شخص چې ځان د باروړونکو موټرو د ټولنې عمومي رئیس معرفي کوي ردوي، هغه تر اوسه له ټرانسپورټ وزارت سره کومه ټولنه او شرکت نه‌لري، یو غیر مسؤله شخص دی، یو کمېشن کار دی، له ټرانسپورټ وزارت سره هېڅ ډول مشروعیت نه‌لري.»

څرګنده نه ده چې د افغانستان د باري موټرونو چلوونکي به د ترانسپورت وزارت د دریځ له بدلېدو او له دې ژمنې وروسته چې په لویو لارو کې د شکونو د مخنیوي لپاره یې طرحه وړاندې کړې ده، لا هم سبا اعتصاب وکړي او که ونه کړي.

One thought on “د ترانسپورت وزارت په لویو لارو کې شوکې ومنلې او د مخنیوي لپاره یې پلان وړاندیز کړ”
  1. الحمدالله د باروړونکو لاریو اعتصاب د کامیابیدو په طرف روان دی
    د افغانستان د باربری لاریو مشر طلا محمد اتمانزی دی
    نن یو د سبزی او چرګانو لایو ته اجازه د مومندری ولسوال او تورخم دولتی چارواکو په غوشتنه پریښودل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *