په افغانستان کې ۱۴کلنې جګړې وښووده په هر نوم چې دلته جګړه کېږي، په هېڅ صورت یې ګټه پښتنو ته نه شي رسېدلی.که په هېواد کې په هر ډول جګړه دوام پیدا کوي، لومړۍ درجه زیان به یې بیا هم پښتنو ته وي او هغه جګړه چې پیل او پای د بل چا پورې اړه لري او تر ډیره ګټه ترې په افغانستان او سیمه کې غیري پښتنو ته رسیدلې ده.
نړیوالې ټولنې۱۴ کاله په دې خاوره کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه جګړه وکړه؛ خو جګړه نه یوازې کابو نه شوه، بلکې لا پیاوړي او اوږمهاله شوه که بیا هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمهافغانستان کې جګړه اوږديږي، زیان یې بیا هم یوازې پښتنو ته او ګټه یې هغه چاته رسېږي چې دا ۱۴ کاله ور رسېده.همدې تجربې ته په کتو پښتانه باید د هر هغه اقدام مخالفت وکړي چې په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو او د پښتنو د قربانیو د زیاتیدو لامل کېږي.
که څه هم افغان حکومت څو ځله په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره هڅې وکړي او تر ډيره ددې هیله پیدا شوې وې چې په دغه هيواد کې به د سولې ټینګښت ته لاره اواره شي او له مخې به یې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي، خو هر ځل چې د سولې هڅې شوي پر وړاندې یې مخالفتونه راپورته شوي دي. په حکومت کې دننه او له حکومت څخه بیرون هغه کړۍ چې پر حکومت نفوذ لري ډير کله د سولې پروسې مخالف کوي.
که څه هم بهرنیان په ځانګړې توګه امریکان په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل دي، خو اصلي د جګړې د ګرمیدو لوبغاړي د اسلامي جمعیت ګوند او نظار شورا ده چې تل د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي، ځکه دغه ډلې په افغانستان کې د بهرنیانو سره استخباراتي اړیکې لري او د همدې جاسوسې عملونو له امله ډېر کله امریکایان او نړیوال د دوی خبرې مني او هر ډول چې وغواړي په همغه توګه ددوی غوښتنې عملي کیږي.
اسلامي جمعیت ګوند او نظار شورا چې په جګړه کې د خپل اقتدار دوام ګوري، نو کله دې ته چمتو کیږي چې په افغانستان کې سوله راشي او هغه قدرت چې اوس دوی د بهرنیانو په ملاتړ ترلاسه کړی هغه له لاسه ورکړي او اقتدار یې محدود شي، نو ځکه د همدې لپاره په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره کار کوي. دا ټولو ته روښانه ده چې په روانه جګړه کې پښتون له دواړې خواوو قرباني ورکوي او د جمعیت په ګډون نظار شورا ډلې تر ډیره دغیری پښتنو څخه تشکیل دي او موخې هم له پښتنو سره د عقدي جګړې لپاره ترتیب کړي، په خپله يې په وار وار د پښتنو پر وړاندې په جګړو او سیاسي مبارزو کې کې ماتې خوړلي او اند د شوروي پرمهال چې افغانان د هغو سره په جهاد بوخت دوی له شوروي سره هوکړو ته ورسیدل او د پښتنو په سیمو کې یې د شوروي ښکیلاک په اسانۍ زمینه برابره کړه.خو بریالي نه شول، نواوس مهال له امریکا او نړیوالو سره د معاملو له مخې په سیمه کې د روانې جګړې ګټه اخلي او په اقتدار کې پاتې کېدل غواړي.
اوس پښتون د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په پلمه هم د جګړې په سر کې قرباني دی او له مخالف لوري هم پښتون د جګړې په سر کې خپل ژوند قرباني کوي. په مخالف لوري کې خو معلومه ده چې دیری قربانیان پښتانه دي، خو په دولتي لوري کې هم د نورو قومونو په پرتله پښتانه زیات قرباني ورکوي، لغمان، کنړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، کندهار، میدان وردګ او لوګرهغه ولایتونو ته دي چې د نورو ولایتونو په پرتله یې په نظامي برخه کې ډيره قرباني ورکړې او په دغو ولایتونو کې څو ځایه د ملي اردو د هدیرو په نوم یادیږي. په افغانستان کې د جګړې پر وړاندې هیڅ قوم دومره قرباني نه دی ورکړې لکه څومره چې پښتو ورکړي ده.
اوس قرباني هم پښتانه ورکوي او په جګړه کې ښکیل او ملامت هم پښتانه دي، په دې حکومت کې ناست د جمیعت او نظار شورا چارواکي تل بهرنیانو ته دا وايي، چې افغانان د جګړې قربانیا دي او په دې ولس بهرنۍ جګړه تپل شوې ده، دغې جګړې د بهرني اړخ پرځای کورنۍ اړخ یې ډير قوي او مضر دی چې تل د خپلو مخو لپاره پښتانه قرباني کوی. او پښتانه د دې لپاره وژل کېږي چې نړۍ ته وښودل شي چې ګواکې حکومت د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې څومره قربانۍ ورکوي. قرباني دې پښتون ورکوي او امتیاز دې د ترهګرۍ په نوم په جګړه کې اسلامي جمیعت، نظار شورا و تر ډیر غیري پښتانه قومه ترلاسه کوي.
جګړه پر پښتون ولس تپل شو، د جګړې قرباني باید پښتانه ورکړي او هغه بشري امکانات دې هغه څوګ خوري چې نه یې جګړه کې ونډه اخیستې او نه هم د جګړې اصلي قربانیان دي. په ملي اردو، پولیسو او امنیتي ځواکونو په لیکو کې چې پښتانه دندې ترسره کوي د غیري پښتو د ژوند د خونیتوب لپاره یې ترسره کوي. پښتو چې بل پښتون وژنې د غیري پښتو لپاره یې وژني، پښتون چې د بل پښتو پر وړاندې د قلم پرځای ټوپک اخیستی د غیری پښتون لپاره یې اخیستی تر څو چې د هغه په لاس کې قلم وي. پښتون چې بل پښتون نیسي او زندان ته یې لیږي د غیري پښتنو د ژوند د ارامۍ په خاطر يې د زندان تورتم ته اچوي.
ټول پښتانه چې که به دولت او که به مخالفت کې دي باید خپل لوری د خپل ولس لپاره سره یو کړي او د هغو توطیو پر وړاندې سره یو شي چې ددې قوم د ورکاوي لپاره یې پلان کړي دي. چې پښتون ارامه نه وي، چې پښتون ښوونځی نه لري، چې پښتون سړک نه لري، چې پښتون مشر نه لري او چې پښتون پرمختللی ژوند ونه لري ټولنه دنیا دې ونه لري.
خونه د پښتون چې په کې پاکه خدایه ړنګه ده
دا دنیا دې اور واخلي دا دنیا بدرنګه ده
د پښتنود سرلوړۍ په هیله
مړه دي وي د پښتون ولس دښمنان