نجیب الله علیزی

  په معاصر وخت کي تروریزم یو د تودو بحثونو څخه شمېرل کېږي، خصوصاً دغه بحث د دوه زره لومړي کال د سپټمبر د يولسمي څخه هغه وخت شدت واخيستى چي په امريکا کي دوه نړۍوال تجارتي مرکزونه ونړول سول.

تروریزم یوه نوې پدېده نه ده مګر د بشر په لاس کي هیڅ دقیق تاریخ نسته چي وښيي ګنې تروریزم له کوم وخت څخه را شروع سوى څوک ئې یوه پیړۍ د مېلاد څخه د مخه او بعضي ئې د فرانسۍ د انقلاب څخه را وروسته ګڼي.

د ساري په توګه په روم کي د مېلاد څخه یوه پیړۍ وروسته یوه مذهبي ډله چي د زیلوتانوZealots په نامه یادېدل، هر هغه چا چي د روم د امپراطور سره په دربار کي کار کاوه یا په حکومت کي لوړ پوړي چارواکي وه دوى به هغوۍ په یو ډول خنجرونو چي سيکاري نومېدل وهل او وژل به ئې.

تاګان یوه بله تروريستي ډله وه چي په عامیانه اصطلاح کي پایلوچ یا اوباش ورته وايي د دې ډلي ریښه د هند د شمالي او مرکزي سيمو څخه ده دوی به خلک په خفه وژل، او ویل به ئې چي په دې کار سره خدای یا د دوی بګوان خوشحاله کېږي.

په اتلسمه پیړۍ کي د فرانسي د انقلاب په وخت کي د ۱۷۹۳ څخه تر ۱۷۹۴ پوري ښاغلي مکسي میلن روبیسپیر د دولت واګي په لاس کي واخېستې خپل په زرګونو سياسي مخالفان ئې ترور کړل، حتي دغه دوري ته Reign of Terro یا د ترورونو دوره وايي ښاغلی روبیسپیر په دغه یوه کلنه دوره کي پنځه لکه نفر ونیول څلوېښت زره ئې د مرګ تر پولي ورسول، دوه لکه نفر ئې تبعید کړل او دوه لکه نفر ئې په زندان کي شکنجه او د مرګ میلمانه کړل. په شلمه پېړۍ کي سټالین، هیټلر، ماوئس، موسولوني، اشوکا، صدام حسين، محمد سحر تواندونیزیایي په میلیونو مسلمانان مړه کړل، د ایرلینډ کاتولیکي تروريستي ډلي چي Irish Republican Army یا IRA ورته وايي تاسيس سول تر څو د انګلستان څخه خپله ازادي واخلي په سلګونو تروریستي حملې ئې و کړې او سل کلنه تروريستي تجربه لري. لومړۍ نړۍواله جکړه د ۱۹۱۴ څخه تر ۱۹۱۸م پوري، دوهمه نړۍواله جګړه د ۱۹۳۹ څخه تر۱۹۴۵ پوري وه (۶۰ ) میلیونو انسانانو خپل ژوند پکښی دلاسه ورکړۍ.

په۱۹۴۵ کال د اګسټ پر۶ او ۹ تاریخ باندي د امریکا متحده ایالاتو د جاپان پر هېروشیمااو ناګاساکي ښارونو د اټوم بم په وسيله باندي حمله وکړل. په دغه حمله کي د جاپان ښار یو لک او پنځوس زره بې ګناه ماشومان، ښځي، واړه او زاړه قتل عام سول او په زرګونو خلک فلج سول. د بله پلوه روسانو په کال ۱۹۷۹ د ډیسمبر پر۲۴ تار یخ پر افغانستان حمله وکړه پوره نهه کاله یوه میاشت درې هفتې او یوه ورځ ئې په افغانستان کي تېر کړل، چي تقريبا یو نیم میلون بې ګناه افغانان مړه، ۵ میلونه انسانان خارج ته مهاجر، ۲ میلیونه په داخل د افغانستان کي بې ځایه او ۳ میلیونه افغانان زخمیان سول، دا په داسي حال کي چي اتحاد جماهیر شورى هم ړنګ سو د شرق بلاک چي روسان وه د منځه ولاړى نړۍ یو قطبی سوه سوړ جنګ په کال ۱۹۹۱ کي د امریکا په نفعه ختم سو، بوش پدر په همدې ورځ اعلان وکړ چي دی نن د نړۍ رهبر دئ.

د ساړه جنګ څخه پوره یوه لسيزه وروسته په کال دوه زره لومړی کي د سپټمبر پر یولسم تاریخ یعنی ۱۱/۹ د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال د امریکا نړۍوال تجارتي مرکز ونړول سو تقریبا درې زره (۳۰۰۰) بې ګنا انسانان مړه سول، پړه ئې د القاعدې ډلي پر مشر اسامه بن لادن ور ولوېده د هغه وخت راهیسي د تروریزم او تروریست نوم او مفهوم شدت واخيستى امریکا په دغه نامه چي د امریکا د متحده ایالاتو امنیت او وګړي په خطر کي دي د تروریزم پر ضد ئې مبارزه شروع کړه، د القاعدې د ځپلو لپاره ئې پر افغانستان حمله وکړه پس له لسو کالو اسامه په پاکستان کي وموندل سو او په ۲۰۰۳ کال کي ئې پر عراق ځکه حمله وکړه چي صدام حسين کېمیاوي وسلې لري مګر د دوى تر حملې وروسته معلومه سوه چي صدام هیڅ نه درلودل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *