تاند- د ترکمنستان او ازبکستان ولسمشرانو د افغانستان د شمال او سوریې پر حالاتو اندېښنه ښکاره کړه.
د ازبکستان ولسمشر اسلام کریم اوف او د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمداوف د شنبې په ورځ /اکتوبر۱۰مه/ په تاشکند کې په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې دوی د افغانستان د شمال او دغه راز د سوریې پر حالاتو اندېښمن دي.
دا دواړه هیوادونه او همداراز تاجکستان له افغانستان سره پوله لري.
کریم اوف وویل، د افغانستان حالاتو، په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري د کندوز نیولو د سیمې د هیوادونو اندېښنې پارولي دي.
کندوز، چې له تاجکستان سره پوله لري، په وروستیو کې د طالبانو له لوري ونیول شو خو اوس بېرته د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلی دی.
د ازبکستان ولسمشر وویل:«موږ په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت غوښتونکي یوو او د اقتصادي بیارغونې، د رېلارې د جوړولو او د برېښنا د لېږدولو په برخو کې له دغه هیواد سره همکارۍ ته دوام ورکوو.»
د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمد اوف هم وویل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی او له دغه هیواد سره به د برېښنا، ترانسپورت په تېره بیا د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
ده د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ټپي په نوم د ګازو د نللیکې د پروژې یادونه هم وکړه چې ټاکل شوې ده په راتلونکو څو میاشتو کې پرې کار پیل شي.
بیردي محمد اوف تاکید وکاوه چې د افغانستان شخړه یوازې د سوله ییزو خبرو له لارې حل کېدای شي.