تاند- د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت نن /دوشنبه/ وویل، د ترکمنستان د اتامرات امام نظر او د افغانستان د اقینې بندر ترمنځ د رېللارې د جوړېدو کار بشپړ شو.

په دې پروژې د ۲۰۱۳ م کال د جون په پنځمه کار پیل شوی و.

دا رېللاره ۸۸ کیلومتره ده، چې ۸۵ کیلومتره یې د ترکمنستان په خاوره کې او پاتې ۳ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې ده.

د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، د دې ریللارې په پرانستونکې غونډه کې د ترکمنستان د رېللارو وزیر او د افغانستان د فواید عامې وزیر ګډون وکړ.

ټاکل شوې ده چې دا رېللار تر شېرخان بندره پوري وغځول شي او د تاجکستان له رېللارې سره وصل شي.

تریند خبري اژانس وايي، د افغان – ترکمن رېللارې په جوړولو کې د افغانانو او ترکمنانو ترڅنګ د اوکراین التکام کمپنۍ برخه لرله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *