عکس: اتمبایف
تاند- د قرغیزستان الماس بېک اتمبایف او د ترکمنستان قربان قُلي بیردي محمداوف دوه داسي ولسمشران دي چې د سیاسي چارو ترڅنګ سندرې وايي، د موسیقي الې ږغوي او کله ناکله لیکنې هم کوي.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمد اوف د خپلو دوو لمسیو په ستاینه کې سندره ویلې ده. د دې سندرې شعر او کمپوز ده په خپله جوړ کړي دي.
د قزاقستان ولسمشر الماس بېک اتمبایف غواړي چې د شپېته کلنې زوکړې په مناسبت د خپلو سندرو ټولګه خپره کړي.
د قرغیزستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر ویلي چې ولسمشر تېره میاشت ۵ سندرې په یوه سي ډي کې خپرې کړې. په روان اګست کې هم ۵ نورې سندري په قزاقي ژبه خپروي.
ټاکل شوې ده چې اتمبایف د سپپټمبر په ۱۲ مه (سنبله۲۷)، چې د زوکړې ورځ یې ده، دا البوم خپلوانو او دوستانو ته ډالۍ کړي.
د اتمبایف لومړنۍ سندره د سرطان په ۱۲ په یوټیوب کې خپره شوه.
په پاسنۍ ویدیو کې ترکمن ولسمشر ګیتار وهي او وروسته سندره وايي.
د ترکمنستان ولسمشر تر دې پخوا هم په موسیقۍ کې خپل مهارت نندارې ته وړاندې کړی دی. ده په ۲۰۱۱ م کال د خپلې سندرې د خپرېدو په مهال ویلي و چې شعر او کمپوز یې خپل دي.
محمداوف په څو شوګانو یا نندارو کې د (ډي جي) په توګه کار کړی دی.
په ۲۰۱۵ کال یې «مخ په وړاندې – مخ په وړاندې، یوازې زما ګران هیواده ترکمنستانه مخ په وړاندې» شعر او ترانه وویله چې اوس د ترکمنستان ملي شعر ګڼل کېږي.
دا سندره دلته واورئ او ووینئ