تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف افغانستان ته د کورونا له کبله د بشري مرستو د استولو د منظورۍ فرمان لاسلیک کړ.

 د ترکمنستان د ولسمشر د فرمان له مخې د دغه هیواد د کرنې وزارت، صنعتکاران او سوداګر باید افغانستان ته د خوراکي توکو د استولو په برخه کې مرسته وکړي.

 د فرمان له مخې د ترکمنستان د بهرنیو  چارو وزارت ته امر شوی چې دغه مرستې له راټولولو وروسته افغانستان ته په منظم ډول انتقال کړي او نور وزارتونه هم باید راټولې کړې مرستې استولو ته چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکمنستان له افغانستان سره د انرژۍ، سوداګرس او ټرانزیټ په برخه کې پراخه همکاری لري.

افغانستان له ترکمنستان څخه د ګازو د ټاپي پایپلاین د انتقال په برخه کې هم مهم شریک هیواد دی.

همدا راز افغانستان د ترکمنستان له لارې د لاجوردو د لارې اذربایجان، ګرجستان، ترکیې او اروپا تر منځ تازه سوداګري هم پيل کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *