تاند- د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ خلک شکایت لري چې د ترکمنستان سرحدي ځواکونه نه یوازې دوی ځوروي بلکې څاروي هم په زوره ورڅخه وړي.

راپورونه وايي چې د ترکمنستان وږي سرحدي ځواکونه تل د افغانانو څاروي د توپک په زور وړي.

د قرقین اوسېدونکي وايي چې په تېرو څو ورځو کې، ترکمن ځواکونو له افغانانو لږترلږه ۵ زره څاروي په زوره وړي دي او شپنو ته یې د مرګ خبرداري ورکړي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي غلام رسول د سې شنبې په ورځ وویل:« تېره ورځ د ترکمنستان هیلي کوپترې راغلې، زموږ څاروي یې د هوا له لارې په مخه کړل، غوښتل یې چې زموږ ټول څاروي له ځان سره یوسي خو زموږ خپل سرحدي ځواکونه راغلل او موږ یې له دې مصیبته خلاص کړو. موږ له خپله حکومته غواړو چې زموږ قرقینوالو دې مشکل ته پام وکړي کنې موږ د ترکمنستاني عسکرو له لوري تر سخت تهدید لاندې یوو.»

ترکمنستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې نه تورنېږي خو د ترکمنستان سرحدي ځواکونه له ډېرو کلونو راهیسي په خپل سر د افغانانو څارو ته غله دي. دوی د افغان کوچیانو او مالدارو بې شمېرې رمې غضب کړي خو د افغانستان حکومتونو پرې خوله پټه کړې ده.

د قرقین اوسېدونکي وايي، که حکومت د دوی د ستونزې غم ونه خوري، مجبوره دي چې له قرقینه پاکستان یا کومې بلې خوا ته لاړ شي ځکه چې زیاته شتمني یې د امو دریا د اوبو د مستېدو له کبله له منځه تللې او څه چې ورپاتې دي هغه ترکمنستانیان ترې وړي.

د افغانستان لور ته د امو دریا د بهیر د راماتېدو له کبله هر کال په افغانستان کې ګڼ کورونه او په سلګونو جریبه کرنیزه مځکه له منځه ځي.

تراوسه پوري امو دریا د قرقین ولسوالۍ په ساحه کې د افغانستان خاورې ته ۱۵ کیلومتره رامخکې شوی دی.

د قرقین اوسېدونکي له خپلو هغو څړځایونو (مالچر) څخه استفاده نه شي کولی چې د سین هغې خوا ته پاتې شوي دي.

د قرقین ولسوال عبدالشکور جاهد د خپلو خلکو ستونزه تاییدوي، وايي چې د ترکمنستان له سرحدي مسوولانو سره به په دې موضوع وږغېږي.

One thought on “د ترکمنستان سرحدي ځواکونه د افغانانو څاروي غلا کوي”
  1. موږ چې د رسول (ص) له حدیثه الهام وانخیست او د کرزي په څېر یو بې احساسه او خاین انسان باندې د دویم ځل لپاره وغولېدو او ورته مو رایې ورکړې، همدا به مو سزا وي. د خدای له پاره! د نن ورځې په نړۍ کې حکومتونه د ستنې سر هومره مسایلو او د خپلو خلکو د هر ډول ستونزو حلولو ته پام کوي، خو یو کرزی دی چې د پاکستان په توپونو ويښ نه شو او د دې ملت په حال یې زړه و نه خوږېد. آیا دا دومره ستره ستونزه ده چې همداسې دې دوام وکړي؟ آیا که کرزي د یو ځل لپاره هم دا ستونزه د ترکمنستان له ولس مشر سره شریک کړای وای، نو هغه به بیا د دې ستونزې په حلولو کې مسوول نه وو او اقدام به یې نه کولای؟ هغه ولس چې له تعلیمه او نورو نعمتونو د کرزي او د دې په څېر واکمنانو له لاسه بې برخې دي او په هغو خړو خاورو کې یې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره اړولي دي، له هغو سره باید همداسې وشي؟ آیا کرزی د هغه خالق په اړه اړه چې دی یې پيدا کړی او ورڅخه به بیا پوښتنه کوي، څه فکر کړی او کوي؟ نو ځکه خو په کار ده چې د چا په تشو وعدو و نه غولېږو او حقیقي څېرې او ماضي باندې یې قضاوت وکړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *