مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان اجرائیه رئیس د ترکمنستان له جمهور رئیس سره پر دوه اړخیزو اړیکي خبري وکړې

کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ماپښین په کابل کي د ترکمنستان هیواد له جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبري وکړې.

د ترکمنستان جمهور رئیس د هغه هیواد د لوړ رتبه حکومتي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راغلی او دلته یې له افغان جمهور او اجرائیه رئیس سره وکتل.

د هیواد د اجرائیه رئیس او د ترکمنستان د جمهور رئیس ترمنځ په ننۍ لیدنه کي د صنعت، ټرانزیټ، تجارت، اقتصاد، فرهنګ، سپورټ، د نشه یي توکو د مبارزې، امنیت او د افغانستان د سولي په اړه خبري وسوې.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د ترکمنستان جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته، تر هرکلي ویلو وروسته د دواړو هیوادونو د ښو اړیکو تېر ته کتنه وکړه او زیاته یې کړه، چي افغانستان او ترکمنستان د کلونو په اږدو کي ښه همکاران، ګاونډي او شریکان پاته سوي دي.

د نوموړي په خبره، چي د ولسمشر محمدوف ننۍ سفر به دا اړیکي نوري هم غښتلي کړي او د دواړو حکومتونو او ملتونو ترمنځ به رابطه نوره هم پیاوړې سي.

هغه د انرژۍ، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخو کي د ترکمنستان له همکاریو مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چي افغانستان مشابه همکاریو ته ژمن دی.

د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف د هیواد له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کي د ښې مېلمه پالني او تود هرکلي له خاطره د افغان حکومت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، دواړه هیوادونه ګډ فرصتونه لري، چي باید ورڅخه لازمه ګټه پورته سي.

نوموړي وویل، چي د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټاپې پایپ لاین پروژې عملي کارونه به د ډیسمبر په میاشت کي پیل سي او هیله لري، چي افغان حکومت ددې او نورو سترو پروژو امنیت ساتني ته پام زیات کړي.

نوموړي وویل هیواد یې له افغانستان سره د ریل پټلۍ پلان د عملي کېدو ترڅنګ د افغانستان له پولي تر عشق اباده، د ۶۰۰ کیلو مترو په امتداد د موټر لاري جوړولو پلان هم لري، څو په دې توګه په ټرانزیټ او تجارت کي همکارۍ زیاتي سي.

د جمهور رئیس محمدوف په خبره، چي هیواد یې د نفتي موادو او انرژۍ په تولید کي له افغانستان سره مرسته کولای سي او همداراز اماده دي، چي افغانستان اروپايي بازارونو ته هم وصل کړي.

هغه زیاته کړه، چي هیواد یې د یوه ښه ګاونډي په توګه، تل په افغانستان کي د امن طرفدار دی او چمتو دي، چي خپله خاوره کي د افغانستان د سولي خبرو کوربتوب وکړي.

نوموړي د هیواد اجرائیه رئیس دعوت کړی، چي د ترکمنستان د بې طرفۍ سیاست د ۲۰ کالیزي په لمانځه غونډه کي، چي د روان عیسوي کال په ډیسمبر میاشت کي جوړيږي، ،ګډون وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ننۍ جلسه کي وویل، چي په ترکمنستان تازه ایجاد سوي ټرانزیټي او سوداګریز فرصتونه د افغانستان لپاره ښه چانس دی او هیواد به یې له دې فرصتونو د اعظمي ګټي اخستني اقدامات وکړي.

هغه د نن ورځي په لیدنو کي د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک سوو تړونونو ته په اشارې سره وویل، چي حکومت یې په ټولو برخو کي لازمو اجراآتو او عمل ته قوي اراده لري.

ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چي د قزاکستان، ترکمنستان او ایران د ریل پټلی د افغانستان لپاره هم ښه اقتصادي فرصت دی او دوی به له دې او ورته نورو ګډو فرصتونو د امکان تر حده ګټه واخلي.

نوموړي له ترکمنستان څخه وغوښتل، چي په اوسنیو او راتلونکو مشترکو پروژو کي د هر راز ستونزي او خنډ پر مهال باید دواړه حکومتونه چټک عمل وکړي، څو له سکتګیو مخنیوی وسي او پلانونه په سمه توګه عملي سي.

هغه په ټولو قرارداد سوو تجارتي، اقتصادي، فرهنګي، سپورټي، صنعتي، انرژۍ او ټرانزیټي برخو کي د افغان حکومت د ارادې او لازمي امادګۍ یادونه وکړه.

د هیواد اجرائیه رئیس د افغانستان د سولي خبرو په اړه د ترکمنستان د حکومت او ملت له نیکي ارادې او کوربتوب ته له امادګۍ ښوولو هم مننه وکړه.

د نن ورځي په لیدنه کي د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي ولایتونو ترمنځ د همکاریو، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، افغانستان ته د ګازو او انرژۍ پر وارېدولو او د تورغونډۍ څخه هرات ته د ریل پر پټلۍ هم خبري وسوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *