تاند- (چهارشنبه، د عقرب ۲۱) د ترکمنستان دولتي خبري اژانس (TDH) نن اعلان وکړ چې دا هیواد افغانستان ته د برښنا یو غښتلی ترانسفارمر وړیا ورکوي.

د اژانس پر اساس، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمداوف یو حکم لاسلیک کړ. په دې حکم کې د ترکمنستان د انرژۍ وزارت ته ویل شوي چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستې په توګه د ۱۲۵ میګاواټ په ظرفیت د (220/110/10 kV) کیلوواټه ترانسفر له نورو وسایلو سره ورکړي.

د ترکمنستان خبري اژانس وايي چې تر دې وړاندې دې هیواد د سږ کال په جولای میاشت کې د درملو، جامو، د ماشومانو کالو، د ښوونځیو قرطاسیې او شیرینیو په شمول بېلابېلې مرستې افغانستان ته استولې وې.

د ترکمنستان او افغانستان اړیکې په وروستیو څلورو کلونو کې په ځانګړي ډول پراخې شوي دي.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان ولسمشر څو ځلې ترکمنستان ته تللی او له دې هیواد سره یې د برېښنا، ګاز، او ترانسپورت په برخو کې د همکاریو ترڅنګ ترانزیتي همکارۍ زیاتې کړي دي.

اکثره افغانان ترکمنستان ته د یوه بې غرضه دوست ګاونډي په سترګه ګوري.

One thought on “د ترکمنستان ولسمشر افغانستان ته غښتلی ترانسفارمر ډالۍ کړ”

ځواب دلته پرېږدئ