تاند- د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمد اوف نن /چهارشنبه/ اسلام اباد ته ورسېد چې له پاکستاني مشرانو سره د ټاپي پروژې په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان دولتي تلویزیون د ترکمنستان له ولسمشر سره د صدراعظم نوازشریف له کتنې وروسته د نوازشریف له قوله وویل چې دواړو خواوو یو شمېر موافقې او یادښتونه لاسلیک کړل چې د دوه اړخیزو همکاریو پراخې برخې پکې شاملېږي.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمداوف وویل چې یو وار بیا په دې ټینګار کوي چې د هیواد لپاره یې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو پروژه یا ټاپي زیات اهمیت لري.
ده وویل:«موږ دا پروژه په بري پیل کړې ده. دا ستره پروژه به د سیمې هیوادونه سره نژدې کړي او د هغوی ترمنځ به د ورورګلوۍ اړیکې لا ډېرې کړي.»
د ترکمنستان لپاره د ټاپي پروژه اوس لا مهمه شوې ځکه چې روسیه نور د دغه هیواد ګاز نه اخلي. له بلې خوا ایران د خپلې اتومي لانجې له پای ته رسېدو او د بندیزونو له لېري کېدو وروسته هلې ځلې ډېرې کړي چې خپل ګاز پاکستان او هندوستان ته صادر کړي.