تاند- د ترکمنستان پارلمان د دغه هیواد او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت د موافقې مسوده تصویب کړه.
د ترکمنستان حکومت وايي چې د دوو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند د سږ کال په لومړیو کې په عشق اباد کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ترکمن ساري قربان قُلي بیردي محمدواف ترمنځ لاسلیک شوی و.
همداراز د دوو هیوادونو ترمنځ د ګمرکي همکاریو، هوايي ترافیک، د رېلارې د تېرېدو د موقعیت، د تېلو او ګازو په سیکتورونو کې د همکارۍ، او د افغانستان هرات ولایت ته د ترکمنستان د صادراتي برېښنا د زیاتوالي په اړه موافقې لاسلیک شوې.
دوو هیوادونو دغه راز د اقینې د رېلارې د جوړېدو او د ترکمنستان د سیرهیتباد او د افغانستان د تورغونډۍ ترمنځ د رېلګادي د تګ راتګ په اړه هم تفاهملیکونه امضا کړل.