خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د سلواغه، دلوه ۲۴ مه ۱۳۹۸
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په يوه ځانګړې الوتکه کې نن د چارشنبې په ورځ پلازمېنې اسلام ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې رارسېدلی، چې له رارسېدو سره سم يې پرهوايي ډګر تود هرکلی شوی.
د ترکيې او پاکستان دوه اړخيزې ستراتيژيکې او اقتصادي اړيکې پياوړي کول د نوموړي د سفر موخه ده. له اردوغان سره په دې سفر کې د نوموړي مېرمن، د ترکيې د خارجه چارو او ماليې وزيران، لوړ پوړي دولتي چارواکي او تجاران هم ملګري دي. چې د سوداګرو په غونډه کې به ګډون وکړي.
په اسلام اباد کې د خارجه چارو وزارت ويلي، چې ښاغلی اردوغان به د پاکستان له ولسمشر ډاکټرعارف علوي، لومړي وزير عمران خان او يو شمېر نورو سياسي مشرانو سره وګوري. پر دې برسېره به نوموړی د خپل سفر په ترڅ کې د ستراتيژيکي همکاريو په شپږمه غونډه کې هم ګډون وکړي. او د دواړو هيوادونو ترمنځ د تجارت ځيني تړونونه به لاسليک شي.
د ولسمشر اردوغان د راتګ پرمهال په اسلام اباد کې د کانسټيټيوشن واټ، هوايي ډګر ته تلونکې لاره او نور سړکونو له پاکستاني ولسمشر او صدراعظم سره په ګډو انځورونو او د دواړو هيوادونو په ملي بيرغونو پوښلي دي.
د دوه ورځني سفر په ترڅ کې به ولسمشر اردوغان سبا د جمعې په ورځ د پاکستان مرکزي پارلمان ته وينا وکړي. د نوموړي پاکستان ته دا نهم سفر دی او تر دې وړاندې يې هم درې ځلې د دې هيواد مرکزي پارلمان ته وينا کړې ده.