که څّه هم داوړاندوینه زما له فکره اوهاند څخه ډیره لوړه ده  چي دهیواد داوسنیو حالاتو په هلکه به  یوه حل لاره پیداکړمه خو دالیکنه می نظر دی او هروخت غواړم چي په دی اړه باندی څه ولیکم  او یو ازني څه چی زه باندي ډیر زوریږم نو هغه دبیوزلو هیواد والو دزړه اواز او ددوي د حالاتو دنژدي لیدل دي  که ژوندته په غور سره وکتل شي نو په افغانستان کي ژوند کول ډیر ستونزمن دي خو داچي افغانان ډیر مبارز پاتی شوي نو په هرو حالاتو کي ژوند کولای شی  او بیاهم ژوند کول یو لوی نعمت ګڼي نو داچي موږ په کومو شیبو کي اوسیږو او په کومو شیبو کي ژوند کوو نو حد يي نشم ټاکلاي په ټولیزه تو ګه په افغانستان کی هرسړی ناروغ دي او هروګړی درملني ته اړتیالری ځني يي څنګه او ځنې يي څنګه خو په پوره باور سره ویلاي   شم کچیري دیو افغان وګړي په شان په بل کو م بهرني هیواد کی څو ک ناروغ  شي نو شاید درملنه يي ترورځو واوړي  خوپه افغانستا ن  کي ورته ستونزی افغانان په سړه سینه زغمي  او هیڅ باک نه باندي کوي زه هرکله چي څه لیکم نو ځیني وختونه راته  دسترګو لیدلی حالت دریږي او بیا مجبوره یم چي هغه انځورکړم په ټینګار وایم چي په افغانستان کي هرڅه دردوونکي رامنځ ته کیږي دخوښي څه هیڅو ک هم نشي په ګوته کو لاي یو کس وځي دورځي اوشپی لپاره دخپل او لادو نو لپاره څه پیداکوي که يي چیري لاس ته رانه وړي نو په هغه شپه  يي او لادونه وږي تږي پاتیږي او دخوراک لپاره څه نشي موندلاي کله چي مخامخ دټلویزون په سکرین داتش په نامه دیوه ډالر سیاسون ووینم او ددوي داتشي خبري واورم نو هم پر خپل ځان او هم پر دوي باندي افسوس راشي  دوه خبري پر ځان ځکه چي ولي دي تش په نامه مشران مخته کړي او پر دوي ځکه چي دبیوزله له حاله ځان نه خبروي او دخداي ج له قهره او غضبه نه ډاریږي اوس به دي ته راشو چي ولي دوي ښه حکومت داري غواړي او څنګه دیوي ښي راتلوونکي هیله کوی هغه پانګه چي هیواد ته راځي یاهم ددوي جیب ته او یاهم بیرته دهیواد نه بهر په پانګوونو کي خرڅیږي پيرل او پلورل هم دهیواد نه بهر کیږي او هرڅه همداسي شمار کړه  اوس بس نو څه به ووایو  دوي لګیا دی او دامریکا ترکيي او داسي نورو ډیمکراټو هیوادونوپه شان غواړی دلته هم حکومت داري پلي کړي دخندا وړخبره خو دلته ده چي خپل ځني قوانین يي هم دنړیوالو معیارونو سره سم جوړکړي که نړیوال قوانین مطالعه کړونو نو بیا دوی ډیر نمکړي دي ځکه هغه ددوي ترمعیارونو ډیر جګ او هرڅه دلمرپه شان رو ښانه  دي هغوي ندي ویلي چي دیو چازوي دي له لوږي مړشي هغوي ندي ویلي چي یو څوک دي په ډالرو کي ویده سي او بل دي په تن لڅ ګرځي  خو  کله چي  یو بیوزله او غریب دخپل عیال دګیډي مړه ولو په خاطرترینه سرغړونه وکړي نو دوي ته يي نیول او دقانون منګولو ته سپارل یو ه لویه لاس ته راوړنه ده خو داچی که دوي په خپلو ګریوانونو کي سرټیټ کړي او خپل وجدان قاضي کړي نو بیا به لمړی خپل لاسونونو ته هدګړۍ واچوي او خپله به په زندان کي کښیني  کله چی تاسو غواړي ماباندي په نړیوال معیار قوانین تطبیق کړی نو باید بیا هغه شان مسولانه کړني هم تر سره کړی چي دهیواد په کوټ کوټ کي هروګړي ته په سوله ایزه تو ګه سره  ارام ژونداو دهغه دژونداړوند ټول حقوق باید ورته ورسیږي بیا شاید همداسي حالت دوام ونکړي ځکه اوس دمجریمیونو په جامو کي ځني سوله خوښوونکي هم شته  هغه هرکله غواړی چي هو سا ژوندوکړي او خپل اولادونه دراتلوونکي لپاره وروزي خو داچي اولادونه يي ورته له لوږي ژاړي او دیو ي مړۍ ډوډۍ لپاره يي ترلمن نیوولي وي او په بنده ژبه ورته وايي ډوډۍ ډوډۍ نو بیابه څو ک ورته ټینګ شي چي دماشوم ژړا هیره او ویده شي خو داسي څوک هیڅ کله هم نه پیداکیږي نو زه چي په ترکیه کي ژوندکو م  که څه هم یو بهرنی تبعه یم نو بیا هم دانساني کرامت په نظرکي نیول سره راسره دومره مرسته راکوي څو زه پري خپل ژوند مخ ته بوزم او خپل او لاد ته یو ګوله مړۍ پیداکړم  نو بیا به چرته وی غلاجنایت او داسي نور ددرغلیو نه ډک عملونه زه خو دمستي څخه غلااو جنایت نه ترسره کوم زه مجبوره یم ځکه چي کارنشته کسب نلرم تعلیم می ندی کړي یوی دولتي اداري کي ځکه کار نشم پیداکو لاي چي واسطه نلرم او څو ک نه پیژنم نو ته فکروکړه زه به دادیوي مړۍ ډوډۍ پیسي دکو مه پیداکړم او څنګه به يي پیداکړم چي دادومره سرچیني راباندي بندي دي تاسو خپله قضاوت وکړي او دوي عالي جنابان بیا ولاړ دي او په افغانستان کي ډیمکراسي پلي کوي او نړیوال قوانین په وږیو باندي مني زه په ډاډ وایم چي ترکیه کي چي جنایت نشته نو لوږه هم نشته او هرڅو ک په خپلو دندو ګمار ل شوي که سختي ده اوکه هرنګه کار دي خو دوي بیا هم تهامل کوي او دو مره ګتي چي په هو سا ډول يي وخوري نو او س زموږ دي خیټورو سیاست پوهانو ته راځو داچی تاسوپو هیږي او دهیواد دبهران او دخپلو شتمنیو دکنګل کیدو اټکل کولاي شي چي ستاسو شتمني به څو ک درنه یوسي لوټ به شي او صرف دافغانستان برخه به يي له منځه لاړه شي ولي دومره تحلیل نشی کولاي چي دغه دهیواد دبیچاره او بی وزله لپاره دکارزمینه مساعده کړو زه پر روابطو لاړ نسم یو حق دار شخص ته په خپله اداره کي په میاشتني تخوا کار ورکړم ترڅو له یو ي خوامي ټولنه له  جنایته ژغورلی وی  او له بلي خوا څو بیوزله ماشو مان  په نس ماړه او ورته می راتلوونکي ښه کړي واوسی نو بیابه دی دترکیي او امریکا خو یو نه ریښتیاشي او بیا دی نړیوال قوانین دلته دتطبیق وړ دی که داسی نه وی نو دادترکیي او امریکا خو بونه دي پریږده ځکه چي دافغانستان دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *