تاند، پنجشنبه، د عقرب ۱۶مه: د امریکا او ترکیې ولسمشرانو تېره ورځ ټلیفوني تماس نیولی او هوکړه یې کړې ده چې دواړه به راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې سره ویني.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب ایردوګان دفتر وايي، دواړه ولسمشران به د نومبر په ۱۳مه واشنګټن کې سره وویني او په دواړه اړخیزو مسایلو سربېره به په سیمه ییزو لانجو هم بحث وکړي.
بلخوا ډونالډ ټرمپ هم په یوه بیانیه کې ویلي، له ایردوګان سره به د سوریې پر امنیتي وضعیت او کردانو سره د جګړې د ختمولو په تړاو غوڅې خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو تر ناڅاپي وتلو وروسته ترکیې د دغه هېواد په شمال کې د کردانو په ځپلو پسې عملیات پيل کړل چې د ګڼو هېوادونو له غبرګون سره مخ شول.