تاند- د تورکیې (ترکیې) او یونان ترمنځ په اوبو کې د پناه غوښتونکو یوه بېړۍ ډوبه شوه او لږترلږه ۵ افغانان او ایرانیان پکې مړه شول.
د تورکیې دوګان خبري اژانس نن /پنجشنبه/ وویل، د تورکیې ساحل ساتونکو پرون /چهارشنبه/ ناوخته خبر ترلاسه کړ چې یوه بېړۍ ډوبه شوې او مرستې ته اړتیا لري. تورک ساحل ساتونکو پنځه مړي له اوبو راوایستل چې افغانان او ایرانیان دي.
دوی، چې په منځ کې یې یو ماشوم هم دی، غوښتل چې د ایجې سمندرګي له لارې د یونان لیسبوس ټاپو ته لاړ شي.
د هغې موافقې له مخې، چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ یې مسوده جوړه شوه، اروپايي اتحادیه تورکیې ته ملیاردونه یورو مرسته ورکوي څو د خپلې خاورې له لارې اروپا ته د غیرقانوني پناه غوښتونکو مخه ونیسي.
تورکیې هم منلې چې د نورو پیسو، تورکانو ته د اروپايي اتحادیې د وېزې د اسانتیا او په اروپايي اتحادیې کې د تورکیې د غړیتوب د بهیر د چټکېدو په بدل کې د دغه هیواد له لارې اروپا ته تللي پناه غوښتونکي وروګرځول شي.
د مهاجرت د نړیوالې ادارې (IOM) د راپور پر اساس سږ کال، چې لا یې دوه نیمې میاشتې نه دي پوره شوي، د تورکیې له لارې اروپا ته یو لکو ۳۰ زره پناه غوښتونکي تللي. د تورکیې او یونان ترمنځ په سمندر کې سږ کال تراوسه ۳۵۰ تنه ډوب شوي او مړه شوي دي.
د دې ادارې په وینا ۳۵ زره تنه د یونان او مقدونیا په پوله کې ایسار شوي ځکه چې اروپايي هیوادونو د بالکان لاره بنده کړې ده.