تاند – د ترکیې صدراعظم یلدریم اعلان وکړ چې په انقره کې وضعیت عادی شوی دی او د کودتا پلویان ځپل شوي دي. د راپورونو له مخې د ترکیې په ګڼو ښارونو کې خلک لارو کوڅو ته راوتلي دي د ترکیې بیرغونه ورسره دي. د ترکیې د حکومت اپوزسیون ډلو هم د کودتا کوونکو پر ضد بیان خپور کړی دی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې کودتا کوونکي به خپله سزا وویني. د کودتا په ترڅ کې په انقره کې د پولیسو په مرکز کې د ۱۷ پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړل شو. ویل کیږي چې د ترکیې په پارلمان باندې کودتا کوونکو ډزې کړې دي. کودتاچایانو په انقره کې مرکزي تلویزیون ونیو او له تلویزیونه یې خپله اعلامیه هم خپره کړه چې اوسني حکومت ډیموکراتیک ارزښتونو ته شا کړې وه او دوی واکمنان دي. خو وروسته کودتاچیان له مرکزي تلویزیون څخه نورو ځواکونو وایستل. په دې پیښه کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دې ویل شوي. یوازې په استانبول کې د کودتاچیانو د یوې هلکوپتر د راغورځولو خبر ورکړل شوی دی چې  حکومت پلوي ایف ۱۶ جنګي الوتکې وویشته. په استانبول او انقره کې د چاودنو راپورونه هم خپاره شول. په استانبول کې په تقسیم چوک کې د حکومت په پلوي خلک راغونډ شوي وو او د دې غونډې پر مهال دوې چاودنې وشوې. د استانبول په هوایي ډګر کې هم چاودنه وشوه خو د دې چاودنو په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دې ویل شوي. ځینو بیا وویل چې دا چاودنې نه وې او جټ الوتکو ټیټې الوتنې کولې د هغوی غږ وو.

د کودتا پر مهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د اروغان په مشرۍ د منتخب حکومت د پلوي اعلان وکړ.

لږ وروسته بیا جرمني، بلغاریا په اسلامي هیوادو کې قطر کودتا وغندله. ملګرو ملتو هم په ترکیې کې کودتا ته اندیښنه ښکاره کړه.

ترکیه د ناټو مهم غړی هیواد دی چې تر امریکا وروسته د ناټو په غړیو هیوادو کې ډیر زیات پوځیان لري. ترکیه له امریکا او اروپایي ټولنې سره نژدې سیاسي او اقتصادي اړیکي هم لري.

One thought on “د ترکیې حکومت: کودتا ناکامه شوه”
  1. دا ټول د غرب او امریکې په اشاره سر ته رسیږي، کیدای شي رو سان هم په دې عملیه کې شریک وي، ځکه پو تین د رو سي الو تکې د را نسکوریدو پر مهال تر کيي ته ګو ت څنډ نه کړې وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *