تاند- د ترکیې د پلازمېنې انقرې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدو په نتیجه کې لږترلږه ۵ افغان پناه غوښتونکي مړه شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اور په یوه ودانۍ کې، چې پر خپل حال پرېښودل شوې وه، لګېدلی او تراوسه په هغې کې د اورلګېدو دلیل څرګند نه دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي، چې د پېښې له قرباني افغانانو سره یې پېژندل، ویلي چې پناه غوښتونکو له دې ودانۍ څخه د سرپناه او همداراز د اضافي شیانو د ګودام په توګه کار اخیست.

د سیمې د دغه اوسېدونکي له قوله همداراز ویل شوي چې افغان پناه غوښتونکو به ودانۍ ته زاړه کارتونونه او کاغذونه راوړل او بیا به یې پلورل.

هغه فکر کوي چې د برښنا د شارتۍ له کبله به اور لګېدلی وي.

د ترکیې دغه وګړي، چې د نوم یادونه یې نه ده شوې، ویلي، د پېښې قرباني پناه غوښتونکي هغه بېوزله کسان وو چې د افغانستان د جګړې له کبله یې ترکیې ته پناه وړې وه او دلته یې هم سخت ژوند درلود.

د ترکیې رسنۍ وايي، ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه چې د یو شمېر ټپیانو حال نازک دی او له بلې خوا په ودانۍ کې لا هم پلټنې دوام لري.

One thought on “د ترکیې د انقرې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدو له کبله لږترلږه ۵ افغانان مړه شوي”
  1. ښه په دې حال سړی وژاړي؟ څه وکړي؟ زه خو چی ګورم وایم خدای دې د اخوانیانو په هغه پلار لعنت کړي لا له کمونستانو سره
    چی یوی ډلی د شوروی ايډیالوژي راوړه او بلی د پنجابیانو د غلامی جهاد راوړ افغانستان یی پری تباه کړ او د افغانستان په نامه مور بچیان یی در په در خاوری په سر کړل.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *