تاند- یو شمېر افغانانو نن /یکشنبه/ په مزارشریف ښار کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد د کودتا په اعتراض کې مظاهره وکړه.
مظاهره چیانو په داسي حال کې چې په لاسونو کې یې د افغانستان او ترکیې بیرغونه او د رجب طیب اردوغان عکسونه ول، د مزارشریف ښار په واټونو کې لاریون وکړ.
دوی د ترکیې د جلاطن مذهبي مشر فتح الله ګولین پر ضد شعارونه هم ورکړل.
ګولین هغه جلاوطنه ترک مشر دی چې د ترکیې ولسمشر یې په وروستۍ ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورنوي.
د ترکیې په ناکامه کودتا کې ۲۴۶ تنه ووژل شول او ۲۱۰۰ نور ژوبل شول.
د افغانانو په لاریون کې په مزارشریف ښار کې د ترکیې کونسل (قونصل) مصطفي ایردویران او د ترکیې د همکارۍ او همږغۍ د ادارې سیمه ییز تنظیموونکي ذکي بولدوک هم ګډون وکړ.
تېره اوونۍ دې ته ورته مظاهره په پلازمېنه کابل کې وشوه. د کابل په مظاهره کې افغانانو او په کابل کې مېشتو ترکانو ګډون وکړ.
د تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکو له کبله افغانان له ترکیې سره ځانګړې لېوالتیا لري.
د یو شمېر افغانانو په باور ترکیه په اسلامي نړۍ کې د یوه پرمختللي هیواد په توګه د افغانستان او نورو لپاره ښه ماډل یا بېلګه ګرځېدای شي.