تاند- د ترکیې رسنۍ وايي، د دغه هیواد ساحلي ساتونکو نن /یکشنبه/ ۲۸ تنه افغان پناه غوښتونکي، چې په یوه بېړۍ کې سپاره ول، په داسي حال کې وژغورل چې بېړۍ یې مخ په ډوبېدو وه.
د ترکیې ساحلي ساتونکو د دغه هیواد رسنیو ته وویل، بېړۍ په ایجې سمندرګي کې ډوبېدونکې وه چې دوی یې مرستې ته ورودانګل.
د دوی په وینا افغانانو غوښتل چې په بېړۍ کې د یونان لیسبوس ټاپو ته لاړ شي خو د ترکیې د (Ayvacik) ولسوالۍ ساحل ته نژدې د بېړۍ انډول خراب شو.
ساحل ساتونکي وايي، بېړۍ له ساحله یو کیلومتره لېرې شوې وه چې له پېښې سره مخامخ شوه او سمدستي یې دوی ته پیغام ورولېږه چې له خطر سره مخامخ شوي دي.
افغانان له ژغورل کېدو وروسته د (Ayvacik) ولسوالۍ د بېرته ستنېدو مرکز ته ولېږل شول.
ممکن هغوی بېرته خپل هیواد ته واستول شي.
ترکي رسنۍ وايي چې دغه هیواد ته د بېلابېلو هیوادونو د کډوالو سېل ورمات دی. د دوی په وینا اکثره کډوال هڅه کوي چې د ترکیې له لارې اروپا ته ځانونه ورسوي. خو په ځلونو د دغو کډوالو، چې په غیرقانوني ډول په وړو او خطرناکو بېړیو کې پټ سفر کوي، بېړۍ په سمندر کې ډوبې شوي دي.
د ۲۰۱۳ کال په اګست کې یوه چټکه بېړۍ، چې غیرقانوني پناه غوښتونکي پکې سپاره ول، ترکیې ته نژدې د ایجې سمندرګي په نړیوالو اوبو کې ډوبه شوه چې په نتیجه کې یې ۲۴ پناه غوښتونکي مړه شول.
په یوه بله پېښه کې چې د تېر کال په سپټمبر کې وشوه شاوخوا ۵۰ غیرقانوني پناه غوښتونکي ووژل شول. د ټولو کډوالو مړي وروسته د ترکیې ژغورونکو ډلو وموندل.