تاند – د ترکیې پارلمان داسې یو تړون تصویب کړ چې له اسراییلو سره د روابطو د عادي کولو او دوستۍ غوښتنه کوي.

فرانس پرېس خبري اژانس وایي چې،‌ د ترکیې د پارلمان غړو دغه تړون د جمعې په ورځ ناوخته تصویب کړ چې د یادوهېوادونو تر منځ له شپږو کالو اختلاف څخه وروسته روابط بېرته عادي حالت ته وګرځوي.

د ترکیې اناډولو خبري اژانس وایي چې، د دغه تړون په اساس به اسراییل ترکیې ته د ترکیې د هغې کشتۍ د ویشتلو او په کې د لسو ترکانو د وژلو له امله  ۲۰ میلیونه ډالر تاوان ورکوي چې اسراییلي کمانډو ځواکونو په ۲۰۱۰ کال کې پرې برید کړی وو.‌

اناډولو خبري اژانس وایي چې، د ترکیې او اسراییلو ترمنځ د شوي تړون له مخې به ترکیه کوم اسراییلي وګړی په دې تور نه نیسي چې په کشتۍ یې حمله کړې ده.‌

د اسراییلو کابینې دغه تړون د جون په وروستیو کې تصویب کړی وو خو ترکیه په دغه هېواد کې د شوې کودتا او د هغې د عواقبو له امله ونه توانېدله چې تړون تر دې مخکې خپل پارلمان ته ولېږي.‌

د ترکیې د یوه پوهنتون محصلینې
د ترکیې د یوه پوهنتون محصلینې

ویل کیږي چې، په ترکیه کې په شوې کودتا پسې وروسته ژر اسراییلو په ترکیه کې د رجب طیب له حکومت سره اړیکه ونیوله او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

اوس چې تړون تصویب شوی دی، دواړه هېوادونه په دې کار کوي چې ژر تر ژره یو له بل سره سفیران تبادله کړي او خپل روابط بېرته عادي حالت ته ور وګرځوي.

د اسراییلو لومړي وزیر بېنجامین نتنیاهو ویلي چې، له ترکیې سره د روابط جوړول د دواړو هېوادونو له پاره اقتصادي ګټې لري، او دا چې په نژدې وخت کې به د یوه پایپ لین له لارې ترکیې ته د اسراییلو د ګاز د ور صادرولو په برخه کې کار وکړي.‌

تر دې مخکې،‌ ترکیې له روسیې سره هم خپل روابط چې د تېر کال په نومبر کې د یوې روسۍ الوتکې له راغورځولو څخه وروسته خراب شوي ول، بېرته ورغول، د ترکیې جمهور رییس رجب طیب روسیې ته سفر وکړ او د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین سره یې وکتل.

ویل کیږي چې، په افغانستان کې یو شمېر مذهبي افراطیان او له نړیوالو روابطو څخه لږ خبر کسان چې د ترکیې د حکومت او یو شمېر ترکي سازمانونو د تبلیغاتو تر تاثیر لاندې راغلي دي د ترکیې حکومت او په ځانګړې توګه د ترکیې جمهور رییس رجب طیب د نړۍ د مسلمانانو خواخوږی او رهبر ګڼي، په داسې حال کې چې ترکیه او نورهېوادونه له نړیوالو سره خپل روابط د سیاسي او اقتصادي ګټو په اساس جوړوي او ورانوي.

One thought on “د ترکیې پارلمان له اسراییلو سره د دوستۍ تړون تصویب کړ”
  1. وایم چې اصلاحیان به د قهرمان هیواد دغه پریکړه بیا څنګه توجیه کوي!!! که افغانانو داسې کړې وای نو اسمان به له بره او ځمکه به له ښکته سره لاړ ول… افسوس د پردي پالو پر حال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *