تاند- په ترکیه کې پوځ وايي، د هیواد چارې یې په کنټرول کې نیولي او خپل سرتېري یې د استانبول په کلیدي او ستراتیژیکو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.

په همدې حال کې دا شېبه، چې په ترکیه کې د شپې یوه بجه ده، د استانبول او پلازمېنې انقرې دپاسه جنګي الوتکې ګرځي.

په تلویزیون کې په یوه لوستل شوې اعلامیه کې وویل شول«د سولې شورا اوس د هیواد چارې په لاس کې لري او په هیواد کې ګرزبندیز او پوځي حکومت نافذ دی.»

تر دې څو ساعته وړاندې د ترکیې صدراعظم اعلان کړی و چې محدود شمېر پوځیانو د کودتا هڅه وکړه خو ناکام شول.

اردوغان د مودتا په وخت د مرمرې په تفریحي ښار کې و.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې کودتاچي پوځیان څوک دي. ځیني راپورونه وايي چې د پوځ ځیني جګپوړي افسران نیول شوي دي.

د ترکیې د ولسمشرۍ یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د پوځ له لوري لوستل شوې اعلامیه د پوځ د مشرانو او قوماندانانو په اجازه نه ده لوستل شوې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پوځیانو اقدام د یوه کوچني اقلیت بلوا وبلله او ویې ویل چې پر دې بلوا به ژر لاسبری شي.

ده د سي این این تلویزیون ترکي برخې ته د موبل ټېلفون له لارې وویل، د پوځ له لوري به بلواګرو ته ځواب وویل شي.

د پوځ د کودتاچي ډلې په اعلامیه کې چې د ترکیې د دولتي تلویزیون ټي آر ټي ویاندې ولوسته، ویل شوي چې اوسني حکومت د قانون دیموکراتیک او سیکولر مقررات تر پښو لاندې کړي وو، نور به اساسي قانون عملي کېږي.

د استانبول د پولیسو په مرکزي څانګه کې د ډزو اوازونه اورېدل شوي او ویل شوي چې ټانکونه د استانبول د هوايي ډګر شاوخوا ځای پر ځای شوي دي. درستې الوتنې کنسل شوي دي.

د اروپايی اتحادیې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته وویل، داسي ښکاري چې د پوځ اقدام د پوځ د یوې لویې برخې له لوري په دقت تنظیم شوی وي، نه د پوځ د یوې وړې ډلې له خوا.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، چې مسکو ته په سفر تللی، د ترکیې لپاره د تلپایې سولې او ثبات هیله وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *