په ترکیه کې هر ډاکتر چې تخصص اخلي، مجبور دی یو یا دوه کاله د ملک په ډېرو لرې پرتو سیمو کې خدمت وکړي، که نه په ښارونو کې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي. البته د ترکیې دولت دغو ډاکترانو ته اضافي امتیازات هم ورکوي او خوار یې نه پرېږدي.

موږ هم له دې تجربې استفاده کولای شو. اوس زموږ ټول متخصص ډاکتران په لویو ښارونو کې دېره دي خو په ولسوالیو کې څوک نه لرو. زموږ ډاکتران چې د ملت په پیسو پوهنتون کې سبق وايي او په دولتي روغتونونو کې تخصص اخلي، دا د ولس ورباندې حق دی چې باید ورته خدمت وکړي خو دوی همدا چې یو څه یې زده کړل، شخصي کار و بار پیلوي او څنګه چې په ولسوالیو کې د ژوند شرایط ښه نه دي، ټول په لویو ښارونو کې پاتې کېږي.

زموږ د روغتیا وزارت د فاطمي په وخت کې دې ته ورته پروګرام درلود خو هغه داسې چې له پوهنتونه نوي فارغ شوي ډاکتران به یې اطرافو ته لېږل او د تخصص په پروګرام کې د شمولیت لپاره یو شرط همدا و چې په نورو ولایتونو او ولسوالیو کې دې درې کاله تېر کړي. د دې پروګرام عیب دا دی چې نوي فارغ شوي ډاکتران کلینیکي تجربه نه لري. د طب پوهنځي سړي ته یوازې د طبابت الفبا ورزده کوي او څو پورې چې ډاکتر په یوه روغتون کې عملي تجربه حاصله نه کړي، هغه د چا خبره «نیمچه ملا دشمن ایمان، نیمچه طبیب دشمن جان» وي.

خدای خبر چې زموږ څومره وطنوال ډاکتر ته تر رسېدو مخکې ساه ورکوي. داسې ولسوالۍ مو ډېرې دي چې ښارونو ته لاره نه لري او په غرونو کې ایسارې دي. مخصوصاً په ژمي کې خو تګ راتګ بیخي سخت وي نو که دولت د ترکیې په شان پروګرام په پام کې ونیسي، ډېرو خلکو ته به خدمت شوی وي.

3 thoughts on “د ترکیې یوه ګټوره تجربه/ ډاکتر محب زغم”
  1. Shaghelai Zgham saib!
    She wrhaandiz dai kho pe dey shart chey amniat ye taso wenisei. De Turkiye aw Afghanistan sherayet deyr tawpir lari.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *