د تشبيه په څلورو رکنونو كې مشبه او مشبه به ضروري اركان دي خو د تشبيه د وجهې او اداتو اړتيا حتمي نه ده.
د تشبيه د توريو( اداتو) په برخه كې ويل شوي دي چې نه استعمال يې بهتره دى . كله چې د تشبيه تورى نه وي ، په كلام كې د شباهت ادعا ډېرېږي، اورېدونكى د تشبيه د دواړو غاړو د پیوندولو لپاره د تخيل لا زيات فرصت مومي، د كلمو په شمېر كې كمى راځي او د هغې بېخوندۍ احتمال كمېږي چې د كلمو د تكرار په وجه پيدا كېدلاى شي. د تشبيه له اداتو سره د كلمو د تكرار امكان ځكه شته چې په هره ژبه كې د دا رنګه اداتو شمېر محدود دى . د پښتو په اكثرو شعرونو كې د ( لكه ) كلمه دومره ډېره راغلې ده چې اوس كه په يو غزل كې څو ځله سر په سر راشي، ممكن ښه ونه لګېږي.
په پخوانۍ شاعري كې د تشبيه ځينې توري وو چې اوس يې استعمال كم شوى دى . مثلا : په دود ، په مثل ، په مثال، هسې رنګ … په ديواني ادب كې د ( لكه … هسې ) جوړه ډېره وينو خو اوس له موده لوېدلې جوړه ده. د اشرف مفتون په شاعري كې د ( څنګه… داسې )،( دا رنګ… څه رنګ چې) ، ( لكه … رنګ ) او ( لكه … شان ) جوړې وينو. اشرف مفتون وايي:
څنګه چې بلبله پاس اسمان ته ختى نه شي
داسې عقل خوار زمان ، مكان نه وتى نه شي
دا هم د مفتون وینا ده:
څوک په میخانه او بتخانه کې قرار مومي
څوک لکه د بُد رنګ په تلاش کې د نروان دي
د اوسنۍ شاعري ځينې ادات پخوا بېخي نه وو . لكه : ته وا ، جوړ…
(ته وا) او ( جوړ) چې د اداتو په توګه د ګواكې معنا لري، د شك قيدونه دي.( لكه) او (غوندې) وييكې دي. د ( غنم رنګه نجلۍ ) په عبارت كې د تشبيه تورى په ګرامري لحاظ روستاړى ( رنګه ) دى. په ( ګلابي شونډو ) كې ( ي) د تشبيه تورى بللاى شو، ځكه ( ي ) دلته د ( غوندې ) مفهوم ښندي.
( مګر) د تشبیه یو بل توری دی چې پخوا ډېر استعمالېده او( با) یې یو هغه معادل دی چې په پخواني ادب کې یې نه وینو خو په شلمه پېړۍ کې ځینو شاعرانو ورڅخه استفاده پیل کړه. خوشحال فرمایي:
یاران مې لاړل تر خاورو لاندې شول
مونږه یې پرېښو تر مونږ د وړاندې شول
په ګور یې ورشم سپاندې پرې ووینم
مګر زمونږه د پاره سپاندې شول
د خوشحال په لاندنۍ څلوریزه کې د ( که… که) ربطي عبارت نه یوازې جملې سره وصلوي بلکې د تشبیه د اداتو نقش هم ادا کوي:
دا دې بارخو دي خوله نیولي
که لاله ګل دي پرخې وهلي
دا دې سرې شونډې دي که سپین غاښونه
که لعل و در دي سره پېیلي
که ( که… که) د تشبیه په توریو کې حساس کړو نو ( یا… یا) هم د تشبیه په توریو کې راځي.
مونږ فعلي ادات هم لرو. صديق الله بدر وايي:
خال دې له سجدې او له كعبې وايي
سترګې دې له جام او ميكدې وايي
چې دلته د ( وايي ) فعل د ( غوندې ) په ځاى راغلى او د تشبيهي توري نقش يې خپل كړى دى. ما په كابل كې د ښاغلي بدر دغه بيت له مختلفو كسانو اورېدلى چې زما په خيال د شهرت اصلي علت يې د تشبيه د توري نوى والى دى .
د تيوري په لحاظ بې اداتو تشبيه ځينې امتيازونه لري خو په عمل كې وينو چې ګڼې تشبيهي جملې اداتو ته اړې دي او له بلې خوا د تشبيه د دې ركن په باره كې ډېرې خبرې ناسپړلې پاتې دي.
د تشبيه د اداتو لپاره جامع و مانع تعريف كوم دى؟ له تېر وخته تر اوسه پورې په تشبيهي اداتو كې څه فرق راغلى دى؟ هغه كوم ادات دي چې پخوا ډېر استعمالېدل او اوس متروك شوي دي ؟ كوم شاعران له كومو اداتو ډېره استفاده كوي؟ په پښتو شعر باندې بېخي نوي ادات چا ، چا لورولي دي؟ د تشبيه توري د ګرامري عناصرو له كومو كورنيو سره تعلق لري؟
په دغو او داسې نورو سوالونو غور به زموږ شاعران د تشبيه د توريو په برخه كې لا حساس كړي او د ادبياتو د علم مينه والو ته به نوې كونجيانې په ګوتو ورشي.