د کندوز د بزکشی میدان د انګلیسي (U) توري ته ورته دی. درې خواوو ته یې غونډۍ دي او یوه خوا یې پرانیستې ده. زه چې ماشوم وم د پرانیستې خوا د مقابل لوري په غونډۍ باندې پخې برنډې ودانې وې چې خلک او په تېره مېلمانه پکې د بزکشي سیل ته کښېني. د دغو برنډو له سمنټي چوکیو به په پرانیستې خوا کې له میدانه بهر د یوه کلي خړ دېوالونه ښکارېدل. یو کال مې یادېږي چې ناڅاپه د کلي د دیوالونو سپینول پیل شول.
کیسه داسې وه چې یو خارجي مقام د اوزلوبې د سیل لپاره کندز ته راروان و او حکومت غوښتل چې د وطن کلي ډېر وروسته پاتې ورمعلوم نه شي نو د دیوالونو د سپینولو تابیا یې کړې وه.
زه په دې غږېږم چې دغه کار لازم و که لازم نه و، خو کله هم چې په ملي او اجتماعي کچه د ځان بل ډول ښودلو خبره یاده شي، همدا خاطره مې سترګو ته ودرېږي.
مونږ په هغو هېوادونو کې هم سفارتونه لرو چې راکړه ورکړه او تګ راتګ مو ورسره نشته. زموږ ځینې وزارتونه د ځینو نورو په لسګونو ځله لوی دي، خو څرنګه چې په هغو وړو ادارو مو هم د وزارت نوم ایښی دی نو مختلف ریاستونه مو پکې جوړ دي چې ظاهري حساب یې برابر وي.
بیا به هم د ماشومتوب یوه کیسه وکړم. زموږ په کوڅه کې یوه سپین ږیري حاجي یو خر اخیستی و. د خره هینګارې یې په ګاونډي باندې ښې نه لګېدې. کوڅه والو د خره څښتن ته وویل: حاجي صاحب خر دې څه ته اخیستی دی؟ حاجي وویل: واښه ورباندې راوړم. کوڅه والو بله پوښتنه ورنه وکړه: واښه څه کوې؟ حاجي ځواب ورکړ : خره ته یې اچوم.
موږ ډېر ځله یوه اداره جوړه وي چې وروسته بیا ورته بودیجه د دې لپاره مومو چې اداره خو باید یو کار وکړي. بودیجه ځکه پکار ده چې اداره بې بودیجې نه چلېږي او اداره ځکه پکار ده چې بودیجه باید د ادارې په ذریعه مصرف شي.
زموږ ګڼې دولتي او اجتماعي هڅې د تظاهر ښکار دي. تظاهر ته ځکه ځان محتاج وینو چې حقارت او نیمګړتیا احساسوو او د نیمګړتیاوو د دوام یو اصلي علت دا دی چې واقعبین نه یو، په خپل حقیقت باندې اعتراف نه کوو او دا نه منو چې په ګوړه ګوړه ویلو خو خوله نه خوږېږي.
تر دې له مخه چې دیوالونه سپین کړو، د ځان سپینولو ته ضرورت لرو. زموږ د نظام او دولت ګټه په دې کې نه ده چې یوازې په دولتداري باندې تظاهر وکړي او ارقام کال په کال زیات وښیي. دولت باید له ځان سره او ولس سره سپین او واقعبین واوسي او دا وګوري چې ادارې او پروژې یې ګټورې دي که بس هسې روانې دي.
پوهان وایي چې ژبه او فکر د یوې سیکې دوه مخه دي. که فکر نه وای ژبه به نه وه او که ژبه نه وای فکر به نه و. مونږ له اوږدې زمانې راهیسې یوه اداري او دولتي ژبه لرو چې رسمیات ورباندې برابرېږي خو له دقت او واقعیت سره ډېر ځله سمون نه خوري. زموږ فکرونه د همدې رسمي ژبني او لیکني سبک په لومه کې ایسار دي. ایراني شاعر سهراب سپهري ویلي دي چې د بل ډول لیدلو لپاره پکار ده سترګې ووینځو. یوې داسې رسمي او اداري ژبې ته ضرورت لرو چې له سپینوالي او شفافیت سره مرسته وکړي. موږ په خپله رسمي ژبه کې وایو چې په پلانۍ موضوع هر اخیز بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول. هر اړخیز بحث څنګه ممکن دی؟ او لازم تصمیمونه کوم دي؟ مونږ په خپلو رسمي خبرو او لیکنو کې د لازمو تصمیمونو، لازمو اجرااتو او لازمو اقداماتو خبرې تکراروو خو ځان ته زحمت نه ورکوو چې د هر مورد لازم او غیر لازم سره بېل کړو. ګونګه ژبه او مبهمه ژبه یوازې د تېر ایستلو لپاره پکارېږي او هغه څوک چې بیا بیا استفاده ورنه کوي، معمولا خپله هم تېر ایستل کېږي. د عربو د یوه مشهور طماع په باره کې یوه کیسه ده چې وایي پوښتنه ورنه وشوه چې د خپلې تمې او لالچ ډېره جالبه خاطره بیان کړي. ده وویل ، یو وخت مې په ماشومتوب کې له هلکانو سره لوبې کولې. د لوبو په منځ کې مې د دوی د تېر ایستلو په نیت وویل چې په بر کلي کې خیرات دی. هلکانو لوبې پرېښودې، بر کلي ته یې منډې کړې. ما چې د دوی منډو ته وکتل په زړه کې راتېر شول چې هسې نه په بر کلي کې په رښتیا خیرات وي او زه ورنه بې برخې پاتې شم، نو دومره تېزه منډه مې وکړه چې تر ټولو اول زه رسېدلی وم. د عرب طماع دغه ټوکه له کابو هر تېر ایستونکي سره کېږي.
وهم ته ځان تسلیمول په ظاهره دا ګټه لري چې د ترخو حقایقو د لیدو له مشکل سره مو نه مخامخ کوي، مګر په وهم کې چې هر څومره ډېره موده تېروو ، د حقایقو تریخوالی هغومره زیاتېږي او لکه څنګه چې د سین اوبه د اوږدې مودې په مخه نه ډب کېږي، دغسې له ترخو حقایقو هم ځان د اوږدې مودې لپاره نه شو پټولای. دا اوبه باید خوشې کړو چې بند مو اوبه یو نسي او د خپلو وهمونو په سیلاب کې لاهو نه شو.