د روشنګرۍ په پروګرام کې ډاکټر محب زغم د تعصب، لاملونه، زیانونه او حللارو په هکله لکچر ور کړ.
ډاکټر محب زغم ، تعصب هغه وار دمخه قضاوت وباله، چې د اصلي واقعیت مخکې د یو شي، قضیې او مسلې په هکله فیصله وکړو.
ډاکټر زغم د تعصب موارد ژبه، قوم، توکم، مذهب، ایډیالوژۍ، جنس، عمر، ټولنیزې طبقې، جنسیت او ملت یاد کړ او ویې ویل، چې تعصب د مفکورې په لحاظ هم را منځته کېږي.
ښاغلی زغم د تعصب د زیانونو په اړه وویل:
۱انسان محدود ساتې
۲- اهدافو ته د رسېدو مخینوی کوي.
۳- کرکه او نفرت زیاتوي.
۴- يه اجتماعي ژوند کې انسان وروسته پاتېږي.
۵- په اروایي لحاظ انسان ناآرامه وي.
۶- د خپګان او شخصیت د کمزورۍ سبب ګرځي.
۷- ټولنیزي اړیکې ضعیفوي.
۸- له تمدنه انسان لیرې ساتې.
ډاکټر زغم لاندې موارد وښودل چې يه عملي کولو یې تعصب له منځه وړل کېږي:
۱د نورو د بدو په مقابل کې صبر.
۲- په واقعیت ځان پوهول.
۳- یو بل منل.
۴- تعلیمي نصاب کې مثبت تغییرات راویستل.
۵- د ټولنې د مختلفو اقشارو سره د راوبطو زیاتول.
۶- ګډ هدف لرل.
۷- د اجتماعي بحثونو زیاتول.
۸- کورنۍ روزنه.
۹- عامه پوهاوی.
۱۰- د منفي قضاوتونو څخه ډډه کول.
استاد زیاته کړ، چې ادبیات د تعصب په له منځه وړلو کې تر ټولو ستر رول لوبوي.
په وروستیو کې د لکچر ګډونوالو د تعصب په اړه خپل نظرونه، تجربې، تبصرې وړاندې او له ډاکټر زغم څخه یې پوښتنې وکړې، چې د زغم له خوا ځوابونه ورته وویل شول.
په نننۍ روشنګرۍ پروګرا م کې په هلمند کې د بدلون اونیزې او ډاکټر محب زغم ته د ځوروونکي ناول د چاپدا مبارکې هم وویل شوې، پاته دي نه وي چې د روشنګرۍ لکچرونه هره پنجشبنه په کابل کې تر سره کېږي،په کندهار او هلمند کې هم دا لړۍ روانه ده او پلان شته چې د لکچرونو دا لړۍ د هېواد ګوټ- ګوټ ته ورسول شي.
راپور: عصمت بهیر