ایمل ولي –

ډېری هغه کسان چې د ځان په هکله یوه بیانیه لیکي، فکر به کوي چې دا خو تر ټولو اسانه کار دی، ځکه بل څه په کې نه شته یوازې د ځان په هکله مالومات په کې لیکل کیږي او هېڅ څوک هم راڅخه د خپل ځان په هکله ډیر مالومات نه لري. خو کله چې کوم تعلیمي بورس ته د خپلې عرض پاڼې سره یو ځای د ځان په هکله بیانیه اړوند ادارې ته ولېږي، ډیر ځله د رد ځواب ترلاسه کوي. زه به هڅه وکړم چې په دې لنډه مقاله کې پر هغو ټولو اړخونو خبرې وکړم، چې څنګه کولای شو د ځان په هکله یوه داسې بیانیه ولیکو چې په لوستلو سره يې هغه پنځه پروفیسوران چې ستاسو په څېر په زرګونو عرض پاڼې ورته راغلي وي، تر اغیز لاندې راولي.

د تعلیمي بورس د تر لاسه کولو او یا پوهنتون کې د داخلېدو لپاره د ځان په هکله بیانیه چې په انګلیسي ژبه کې ورته ډول ډول نومونه لکه Statement of Purpose، Application Essay، Objectives for graduate study، Personal Background  کارول کیږي، ستاسو د عرض پاڼې هغه مهمه برخه ده، چې د غوراوي کمیټې ته ددې پیغام استوي، چې تاسو اصلاً څوک یاستئ، تر دې ځایه څنګه رارسیدلي یاست، ستاسو مسلکي وړتیا په څه کې ده او تر کومه غواړی خپل منزل ته ادامه ورکړئ.

اکثره بیانيې په دې ډول پیل شوي وي. زه ستاسو پوهنتون ته د ساینس په برخه کې پلاني پروګرام ته ددې لپاره خپله عرض پاڼه درلیږم چې زه په خپلو تخنیکي وړتیاوو باور لرم او ستاسو د ماسټري په پروګرام کې به زما وړتیاوې لا پسې وغوړیږي. لکه څرنګه چې دا یو داسې ځای دی چې د ډول ډول ننګونو سره به په کې مخ شم، خو باور لرم چې په بریالیتوب سره به دا پروګرام پای ته ورسوم.

که داسې يې ولیکو چې!

ستاسو په پوهنتون کې د ساینس په برخه کې هغه مشحص پروګرم ته د عرض پاڼې په استولو سره ځکه خوشحاله یم، چې له ماشومتوبه مې چې، د مکتب په دوره کې مې د ساینسي پیښو او پدیدو سره علاقه وه او استادانو به ساینس پوه بللم او زما هیله هم همدا وه.

پورته دوه پراګرافونه تقریباً ورته مفهوم افاده کوي، خو دوهم پراګراف داسې لیکل شوی دی، چې ممکن د غوراوي کمیټه تر اغیزې لاندې راولي. ددې لپاره چې د ځان په هکله یوه ښه بیانیه ولیکو، لومړی اړینه ده پر دې ځان پوه کړو چې د غوراوي کمیټه څه غواړي؟ هغه کومې نقطې دي چې ددوی په نظر ښې دي؟ هغه څه چې دوی يې ستاسو څخه تمه لري، کیدای شي په مستقیم ډول درڅخه ونه پوښتل شي، خو په عمومي ډول سره د اکثره پوهنتونونو د غواروي کمیټې د لاندې پوښتنو د ځوابولو په لټه کې وي.

  • هغه څانګې ته چې تاسو عرض پاڼه لیږی، په دې څانګه کې څه غواړئ چې مطالعه يې کړی؟
  • ولې غواړئ ددې ځانګړي څانګې څخه خپل سند تر لاسه کړئ؟
  • په دې پوهنتون کې مو داسې کوم ځانګړي څه لیدلي دي، چې په اساس يې غواړئ دلته زده کړې ترسره کړئ؟
  • په دې هیواد کې مو داسې کوم ځانګړي څه لیدلي دي، چې په اساس يې غواړئ په دې هیواد کې زده کړې وکړئ؟ ولې نه په کوم بل هیواد کې؟
  • په خپله څانګه کې څومره او څه ډول تجربه لرئ؟
  • ایا تیره کاري تجربه مو د اوسنی څانګې سره کوم تړاو لري او کنه؟
  • که له پخوا څخه کافي تجربه لري، نو د علومو په دې نوې څانګه کې د زده کړې کولو څخه کوم نوي تخکنیکونه غواړئ زده کړې؟
  • د فراغت څخه وروسته څه غواړئ چې ترسره يې کړئ؟
  • ایا د فراغت څخه وروسته غواړی چیرته دنده تر سره کړی او که غواړی کوم نوي څیړنیز کار ته دوام ورکوی؟
  • ایا زړه مو دی چې په دې پوهنتون کې د کوم ځانګړي پروفیسور د رهنمايي لاندې زده کړې تر سره کړئ؟ که ځواب مو هو وي، نو ولې؟
  • د پوهنتون او د پوهنتون له لوري د پلان شوي پروګرامونو لپاره څومره ګټور تمامیدای شئ؟
  • د تعلیم او کاري سابقې څخه علاوه، د څه شي سره علاقه لری؟ د څه شی سره مو خپل وخت تیروی او څه نور ځانګړي عادتونه لرئ؟
  • ددې پوهنتون د چاپېریال او د محصلینو تر منځ د روابطو په هکله څومره پوهیږئ؟

دا هغه پوښتنې دي چې د ځان په هکله د بیانيي له لیکلو وړاندې يې له ځانه سره ځواب کړی. وروسته هڅه وکړی چې ټول ځوابونه د یوې داسې کیسې په ډول ولیکی چې د غوراوي کمیټه يې د لوستلو څخه خوند واخلي.

د ځان په هکله د بیانيې په لیکلو کې لاندې اړین ټکي په پام کې ونیسئ.

  1. هڅه وکړئ کیسې ولیکئ، نه دا چې بیانيي

که تاسو ته خوښه درکړل شي چې اخبار لولی، که ناول؟ له شکه پرته چې ناول. پوهیږئ چې ولې؟ سره ددې چې اخبار د نویو پېښو په هکله تازه مالومات او په زړه پورې سرلیکونه لري، خو ناول تاسو ته یوه کیسه بیانوي. کیسه به د یوې داسې ښکلي ادبي ټوټې په څېر وي چې، ستاسو احساسات به ورسره تړلي وي. مونږ کیسې ډېرې په اسانۍ سره زده کوو، خو بیانیه جملې نه او دا ځکه چې کیسې زمونږ سره ځان نښلوي، مګر یوه بیانیه نه. د بېلګې په توګه لاندې پراګراف ته متوجه شئ. لاندې پراګراف د کمپیوټر ساینس پوهنځی څخه فارغ محصل لیکلی دی.

د پوستکال جوړولو په یوه نړیواله کمپنی کې مې کار کول عادت وګرځید. او هره ورځ بغیر د کوډ لیکلو څخه کوم بل څه نه و. کوم داسې نوي څه نه تر سترګو کیدل چې د کار کولو پر مهال مې زده کړي وای، نو یوه ورځ مې د دندې د پرېښودو پرېکړه وکړه او په یوه پوهنتون کې مې د لوړو کورسونو زده کړه پیل کړه، تر څو ښه دنده پیدا کړم.

پورته پراګراف د ډیرو تکراري خبرو په څیر نه مالومیږي؟ که ددې پر ځای داسې ولیکل شي، څنګه به وي؟

یوه ورځ د شپې ناوخته، مې خپل ځان په یوه داسې دفتر کې ولید چې، هر څه راته په نوي بڼه راښکاره کیدل، ته وا خوب وینم، هر څه بدل و. پنځلس زره کرښې لیکل شوی کوډ مې د لومړي ځل لپاره تر سترګو شو، په داسې انداز مې ورته کتل لکه دا کوډ چې زما په رګونو کې وینې ته لاره پیدا کوي. زه پوه شوم چې کمپيوټر زما ماغزه کوډ کوي او زما ژوند اداره کوي. نه نه، هیڅکله هم نه غواړم ماشین مې اداره کړي. پوهنتون کې زده کړې کول مې د خلاصون یوازینی لاره ده.

دواړو کیسو تقریباً یو شان ته ځای نیولی دی. څه فکر کوی چې د غوراوي کمیټه به کوم پراګراف په مینه ولولي؟ کوم پراګراف به د دوی په ماغزو کې د ځان په هکله د 5000 بیانیو لوستلو څخه وروسته هم له دوی سره پاتې وي؟ اوس څه فکر کوئ؟ ایا ستا بیانیه دې د ناول په څېر ولوستل شي او که د اخبار په څېر؟ ددې په هکله فکر وکړه چې ولې غواړې زده کړې ترسره کړې او څه باید زده کړې؟ ایا ددې تر شا کوم قوي دلیل شتون لري او کنه؟ ایا دا دلیل له احساساتو سره تړلی دی او که اقتصادي دی او یا له کوم بل څه سره تړلی دی؟ په ماغزو باندې دې فشار راوړه. زه باور لرم چې یو ډول اړیکه به پیدا کړې. اوس دې چې یو قوي دلیل پیدا کړو، د کیسې په ډول يې ولیکه.

  1. د کیسې پر کمیت فکر وکړئ

که څه هم پر دې مو ټینګار وکړ چې بیانیه مو د کیسې په ډول ولیکی، ولې بیا هم هڅه وکړی چې کیسه مو د ماسټري دورې د تیزیس په څېر هم مه لیکی. دا په کار ده ستاسو په هکله د مالوماتو د تر ټولو ښې سرچینې په څیر کار وکړي. خبره چې د مالوماتو شي، نو بیا عددونه هم ډیر مهم رول لري. ستاسو کیسه په کار ده داسې ولیکل شي چې یوازې پر کیفيت ونه څرخي، بلکې کمیت هم په پام کې ونیول شي. د بیلګې په توګه، که په مکتب کې مو د ریاضي د معلم په حیث دنده تر سره کړي وي. لاندې پراګرافونه په غور سره ولولی.

هغه وخت چې ښوونځي کې مې د ریاضي د معلم په حیث دنده تر سره کوله، د مکتب شاګردانو ته مې د ریاضي ابتدايي اصول تدریس کول.

که څه هم پورته پراګراف یو څه اندازه ښه مالومیږي، ولې لوستونکي ته کافي مالومات نه انتقالوي او لوستونکی پر ماشومانو باندې ستاسو د درس د اغیزو په اړه نه پوهیږي. پورته پراګراف کولای شو په لاندې ډول سره تغیر هم کړو.

په داسې حال کې چې د انجینري پوهنځی د دوهم کال محصل وم، په پلاني مکتب کې مې د ریاضي د معلم په حیث د تدریس چارې هم پر مخ وړې. د لسو میاشتو لپاره مې د یوولسم او دولسمو ټولګیو شاګردانو ته د ریاضي اساسات لکه الجبر، هندسه او مثلثات تدریس کړل. په هغه کال چې ما کوم شاګردان وروزل، هر شاګرد له 90 څخه پورته نمرې د ریاضي په مضمون کې تر لاسه کړې وې. په ټول ژوند کې مې هم دومره د خوشحالی احساس نه و کړی.

اوس يې توپیر وینئ؟ د دغه عددي ارقامو په مرسته مو لوستونکی ته کافي مالومات وړاندې کړل او په عین وخت ستاسو لپاره د لوستونکي د درناوي اندازه هم څو چنده لوړه شوه.

  1. د موضوعاتو ځانګړنه

پر دې مو ځان ډاډه کړئ، هغه څه چې غواړئ ويې لیکئ په کار ده ډېر واضح، څرګند او مالوم وي. هر هغه څه چې ستاسو ذهن ته لاره پیدا کوي او فکر کوئ چې د غوراوي کمیټه به متاثره کړي، مه يې لیکئ. هر څه چې لیکئ په کار ده د پوره جزیاتو سره يې داسې ولیکئ چې بشپړ مفهوم ترې افاده شي. د بیلګې په توګه دا یوازې مه لیکئ چې ما دا څانګه ددې لپاره انتخاب کړه، چې زه ورسره مینه لرم. په واضح ټکو کې دا روښانه کړی چې ولې ورسره مینه لرئ، څنګه دې پایلې ته ورسیدې چې د علومو دا ټاکلې څانګه زما د ژوند تر وروستیو شیبو پورې هم زما او هم زما د هیواد لپاره په درد خوري؟ ډېرې تکراری او عامې جملې هم مه کاروئ. مثلاً  زه غواړم چې دې نړی ته بدلون ورکړم.

  1. د مربوطه پوهنتون او بورس په نظر کې نیول

یوه لویه تیروتنه چې زیاتره شاګردان يې تکراروي، هغه دا ده چې یو ځل يې یوه عمومي بیانیه ولیکله، نو هر چیرته چې بورس پیدا کوي، یوازې یو څو کرښې په کې تغیروي او نوره يې کټ مټ د پخوا په څېر پریږدي. دا یو ښه کار نه دی. هر پوهنتون، هر بورس له بل پوهنتون څخه جدا غوښتنې لري. علاوه پردې د پوهنتون داخلي چاپېریال، روشونه، ارزښتونه او نور هم یو د بل سره توپیر لري. نو کوم پوهنتون ته چې عرض پاڼه لیږئ، په کار ده د همغه پوهنتون په هکله هر اړخیز مالومات راټول شي او راټولو شوو مالوماتو ته په کتو مو د ځان په هکله خپله بیانیه ولیکئ. په یاد ولرئ چې د محصلینو ټولنه د یوې کورنی غوندې وي. د غوراوي کمیټه که دې ته متوجه شي چې تاسې ددوی له کورنی سره په اسانی ځان نه شی عیارولی، د رد کیدو چانس مو بېخي ډېر دی.

  1. لیکنې ته مو رسمي غوندې بڼه ورکړی

د ځان په هکله بیانيې تقریباً ټولې د دوه کتګوریو لاندې لیکل کیږي. یو يې ډېرې رسمي او بل يې ډیرې دوستانه دي. لومړی ډول يې دومره په رسمي بڼه لیکل شوي وي لکه خپل کوم پوځي افسر ته دې چې لیکلي وي. دوهم ډول داسې مالومیږي لکه کوم ملګري ته مو چې یو معمولي بریښنالیک لیکلی وي. اوس چې پوښتنه وشي چې کوم ډول يې غوره دی؟ ډېری شاګردان په دې اند دي چې لومړی ډول ښه دی. خو زما په نظر یوه يې هم بهتره لار نه ده. لکه وړاندې مو چې اشاره ورته وکړه، ستاسو بیانیه په کار ده د یوه ناول په څېر وي، لږ غوندې رسمي بنه ولري. داسې يې ولیکی لکه یو چا سره چې عادي خبرې کوئ، خو صرف له ډېرو عامو او محلي جملو څخه ځان وساتئ.

  1. د ځان د انځورولو په هکله فکر وکړئ

د لیکلو پر مهال مو په کار ده ټوله توجه دې ټکي ته وي چې هر څه لیکم د ځان په هکله يې لیکم. داسې یو څه لیکم چې زما د شحصیت څرګندويي کوي. په هر حال د لیکلو پر وخت کیدای شي خپل ځان در څخه ورک شي. یا کیدای شي ووایي زه هر څه یم، خو څه ډول يې دلته ولیکم. په دې هکله یو څو داسې خبرو ته اشاره کوم، چې د غوراوي کمیټې د خوښې وړ وګرځي.

  • د خپل مسلک او د علومو هغه څانګې په هکله چې تاسې غوره کړي ده، ستاسو د ډیرې لیوالتیا ښودل.
  • داسې یو تکړه او روشن فکر انسان چې د ماسټري یا دوکتورا په وخت کې ټولو علمي چارو ته اوږه ورکړل شي.
  • په عملي چارو برلاسي او د نویو کورسونو د زده کړې لیوالتیا.
  • په یوه نړیوال پوهنتون کې د ټولو ننګونو پر وړاندې مقاوم.
  • ددې جوګه وي چې د پروفیسورانو او شاګردانو سره د ښه چلند له لارې صمیمانه اړیکې ټینګې کړي.
  • ددې جوګه وي چې ټاکلی علمي پروګرام په خپل ټاکلي وخت سره پای ته رسولای شي.
  • په راتلونکو چارو کې د همغه پوهنتون ښه نماینده ګي وکړای شي.

دا هغه عمده فکتورونه دي چې د یو پوهنتون د غوراوي کمیټه يې د یو شاګرد د شاملولو پر مهال په پام کې نیسي. زه پوهیږم چې دا بیانیه کیدای شي تر 1000 کلیمو ډېره نه وي. اوس نو دا دومره ډېرې خبرې چیرته ځای پرځای کړو؟ اوس نو ستاسو د لیکوالۍ له مهارتونو څخه په کار ده ګټه پورته کړئ. تاسو مستقیماً داسې مه لیکئ چې د خپل مسلک سره مې ډېره مینه ده او غواړم په همدې مسلک کې خپلې پاتې زده کړو ته هم ادامه ورکړم. په داسې وخت کې لازمه ده داسې جمله ولیکئ چې په غیر مستقیم ډول ستاسو لیواتیا ترې په ډاګه شي او بل مفهوم هم له ځانه سره بدرګه کړي. دلته زما مطلب دادی چې په یو غشي دوه مرغی نه، بلکې دری څلور په کار ده ښکار کړئ. د بیلګې په ډول هغه محصل چې د ادبیاتو په برخه کې لوړې زده کړې ترسره کول غواړي، کیدای خپله لیوالتیا داسې په ډاګه کړي.

زما نېکه یو لیکوال و. ښه مې په یاد دي. کله چې زه نهه کلن وم. خپل ځانګړي اطاق ته يې له ځانه سره بوولم. هلته به يې د مشهورو لیکوالو کیسې راته کولې. څو کاله وروسته چې هغه له دې نړی لاړ، ماته يې د کتابونو یوه کتابخانه پرېښوده. زما په ژوند کې همدا د پیل کیدو ځای و. د ژوند ډیره برخه مې همدلته د نیکه په کتابخانه کې تېروله. دا ددې سبب شوه چې د ادبیاتو مسلک د ځان لپاره وټاکم.

  1. کیسې مه جوړوئ، څنګه چې یاستی همغسې اوسئ

وړاندې مو پر دې ټینګار وکړ چې کیسې جوړې کړئ، خو د کیسو جوړولو مو موخه دا نه ده چې له ځانه يې جوړې کړئ. څه چې تاسو په عمل کې یاستی د هغې په هکله کیسې جوړې کړئ. په خپلو ماغزو مو فشار راوړئ، په خپل ژوند کې مو چې څه تېر شوي دي، د هغې په هکله له سره فکر وکړی. داسې کوم څه و، چې له امله يې اوسني مسلک ته هڅولي یاستئ؟ ځینې وختونه داسې هم کیدای شي چې هیڅ داسې کیسه مو په خپل ژوند کې نه وي تېره شوې او یا دا چې د خپل مسلک په غوراوي کې بل چا درسره مرسته کړي وي. نو په داسې حال بیا هم له خیټې د خپل ځان په هکله مالومات مه لیکئ. کوشش وکړی همداسې ساده يې ولیکئ، ځکه هغه پروفیسوران چې ستاسو مقاله لولي اکثره يې ښه سایکالوجېست دي. دوی ته ستاسو د ریښتیا او دروغ په هکله ډیره ژر پته لګیږي.

  1. کورنی دنده مو تر سره کړئ

دا ډېره اړینه ده چې د ځان په هکله د یوې بیانیې د لیکلو وړاندې ډیر تمرین وکړئ. ټول هغه پوهنتونونه چې غواړئ زده کړې په کې وکړئ، په هکله يې هر اړخیز مالومات ولولئ. هغه څه چې د کوم پوهنتون په هکله مو خوښیږي، له ځانه سره يې ولیکئ. زیاتره شاګردان لیکيستاسو پوهنتون مې پر دې خوښیږي، چې ستاسو پوهنتون څېړنیزو کارونو ته ډېر اهمیت ورکوي، یا دا چې ستاسو په پوهنتون کې په سلګونو PhDs دي او 20 د نوبل جایزې ګټونکي دي. د غوراوي کمیټه په دې باندې چې د دوی پوهنتون څومره ښه دی، له تاسو ډیره ښه پوهیږي. په کار نه ده چې دوی ته يې په بیا بیا تکرارولو سره وریاد کړی.

کله مو چې خپله بیانیه ولیکله، په کار ده، دې دوهم ځل لپاره غور پرې وکړئ. کمونې زیاتونې په کې وکړئ. خپلو ملګرو ته يې ولولئ. د هغوی نظر هم پرې واخلئ. که کوم پروفیسور پیژنئ، هرومرو يې یو ځل هغې ته ولیږی او د هغې نظر هم پرې واخلئ.

  1. د اړینو برخو لېست

دلته د هغه اړینو برخو یو لیست ته اشاره شوې ده. کله مو چې بیانیه ولیکله هڅه وکړئ د بیانيې ټولې برخې د لاندې لېست سره سمې برابرې کړئ.

  • په ځانګړي ډول د خپل ځان معرفي
  • د اړونده څانګې په هکله ستاسو د لیوالتیا ښودل
  • ستاسو د شالید په مورد کیسه یا د غوره کړي څانګې په مورد ستاسو تجربه
  • د غوره شوي څانګې په مورد ستاسو علمي مخینه
  • هغه ځانګړي کورسونه چې ستاسو د څانګې سره تړاو لري
  • د هغه پروفیسورانو یادونه چې تاسو پخوا له دوی څخه زده کړې کړې دي په ځانګړي ډول هغوی چې ډېر نامتو دي
  • هغه څه چې تاسو په نشر رسولي دي. کیدای شي علمي مقالې وي، یا د کنفرانسو مقالې، کتابونه او داسې نور
  • د پوهنتون په دوره کې د ټولنیزو فعالیتونو یادونه او یا هغه د مشرتابه کوم کارونه مو چې ترسره کړي وي
  • ددې سپیناوی چې ولې مو دا ځانګړی پوهنتون او دا ځانګړې څانګه غوره کړې دي
  • هغه څه چې د پوهنتون په هکله مو خوښیږي
  • په همدې پوهنتون کې د یو یا دوه پروفیسورانو یادونه وکړئ او د دوی د ځینو څیړنیزو کارونو ستاینه
  • د نورو پروفیسورانو، ملګرو او د کورنۍ غړو نظر اخېستل
  • د پام وړ کمونې او زیاتونې

یادونه: په پورته مقاله کې زما د شخصي تجربو او پوهې څخه علاوه په امریکا کې د برکلي پوهنتون له لوري د ځان په هکله د مقالې لیکلو لارښود، په Northern Iowa پوهنتون کې د Vince Gotera له لوري لیکل شوي مقالې او همدا شان د JittaRaghavenderRao له لورې لیکل شوې مقالې چې هغه هم همدې مقالې ته ورته موضوعاتو ته ځانګړي شوي دي، څخه هم ګټه پورته شوې ده.

په درنښت

3 thoughts on “د تعلیمي بورس د ترلاسه کولو لپاره د ځان په هکله د بیانيي لیکل”
  1. ډیره زیاته مننه ایمل جان ولی صیب:
    ډیر په زړه پوری ُ اړین او مهم معلومات وو . داستاسی انسانی او وطندوستانه لیوالتیا شییی ترڅو د خپل هیواد ځوانان تعلیم او یوی روښانه راتلونکی او دهیواد ودانولو ته وهڅوی ستا دا حمایت او څرګندونی د خورا ستاینی وړ دی هیله ده تاسی همداسی مرستو او مشورو ته ادامه ورکړی ترڅو زمونژ دهیواد ځوانان له خپلی انرژی څخه مثبته او اړینه ګټه واخلی
    ستاسی د لا بریالیتوب او نورو مشورو په هیله

  2. ښاغلی ایمل ولی ورور ډیر په زړه پورې او اړین مالومات راغونډ او لیکلی یی دي، لوستل ټولو هغو ځوانانو ته چې غواړي پوهنتون ولولي او په راتلونکې کې خپل هیواد او خلکو ته لا زیات خدمت وکړي، ډیر ضرور دی. ستاسو د بریالیتوب او لا نورو لیکنو په هیله .

  3. ډیر غوره معلومات دي، ایمل که ددې کومه نمونه په انګلیسي ژبه درسره وي، او زمونږ سره یې شریکه کړېډیر به خوشحاله شم.
    [email protected]
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *