تعلیمي نصاب د مدیرانو، ښوونکو، شاګردانو او ټولنې لپاره د ټولو ښوونیزو فعالیتونو، د تعلیم د ښه والي او پرمختګ په برخه کې د امسا حیثیت لري، چې په هغې سره خپله تکیه کوي. د تعلیمي نصاب په پایله کې مؤثره او سټنډرډ زده کړه، د شاګردانو تر منځ سالمې سیالۍ او همدارنګه د هغوی مختلفې سطحې په ډاګه کیږي. ښوونکی د تعلیمي نصاب په پرمختګ، عملي کولو، ارزونه او تشریح کونه کې مهم رول ادا کوي او د تعلیمي نصاب په رڼا کې د زده کوونکو هر اړخیزه ښوونه او روزنه په منظم او سیستماتیک شکل صورت نیسي. په لنډه توګه تعلیمي نصاب د مدیرانو، ښوونکو او زده کوونکو لپاره داسې دی لکه د یوه نا بلده لاروي لپاره چې د لارې نقشه اړینه او ضروري وي.
مدیران د تعلیمي نصاب جزیات تعقیبوي تر څو د زده کوونکو له لاسته راوړنو سره مرسته وکړي او همدارنګه د دې لارې وکولای شي چې په علمي ډګر کې ملي او سټنډرډ کړنې تر سره کړي. تعليمي نصاب مدیران ډاډمنوي او دا چانس ورکوي، چې د هر ښوونځي د زده کوونکو ښوونه او تدریس، درسي مواد او د زده کړې جریان د کنترول او نظارت لاندې ونیسي.
تعليمي نصاب ښوونکي پدې پوهوي چې کوم مهارتونه او پوهه، په کوم وخت کې زده کوونکو ته باید ور زده شي. په ځینو مواردو کې ښوونکي کولای شي چې د موضوعاتو د لا ښه وضاحت لپاره د لویو تصویرونو، فلمونو او نورو څخه استفاده وکړي، چې دا د دوی خپل تعلیمي نصب بلل کیږي. ولی د تعلیمي نصاب په نه شتون کې ښوونکي د خپلو فعالیتونو لوری نشي تعینولای.
تعلیمي نصاب زده کوونکو ته د کورس د مضامینو یو اوټلاین ( لړلیک) وړاندې کوي، تر څو هغه باید په بریالیتوب سره بشپړ کړي، چې له هغې وروسته د فراغت سند( ډیپلومې) مستحق ګڼل کیږي. کیدای شي زده کوونکي لا تشویق شي، کله چې دوی پدې وپوهیږي چې په نصاب کې ولی او د څه په خاطر یو مشخص مضمون دوی ته تدریس کیږي. زده کوونکي د تعلیمي نصاب د سرچینې په توګه( کله چې تعلیمي نصاب جوړیږي، په هغه وخت کې د زده کوونکو اړتیاوې، نیمګړتیاوې او ټول اړخونه په پام کې نیول کیږي) خپلو موخو ته د همدې لارې( تعلیمي نصاب) پواسطه رسیږي او بیلا بیل مهارتونه تر لاسه کوي.
سربیره پر دې چې زده کوونکو ته اکاډمیک مهارتونه ورښودل کیږي، تعلیمي نصاب زده کوونکو ته د یوه ښاري اوسیدونکي مسؤلیتونه او دندې هم ور زده کوي. ښوونکي د والدینو او همدارنګه د ټولنې د نورو غړو سره یو ځای د تعلیمي نصاب مثبت اړخونه لا پسې تقویه کوي تر څو د زده کوونکو په سلوکو کې لا ژور بدلونونه راشي.
په پایله کې ویلای شو چې په اکاډمیکو ساحو کې ټول ښوونیز او روزنیز فعالیتونه د تعلیمي نصاب په چوکاټ کې په منظم او سازماندهي شوي شکل سر ته رسیږي، چې دا هر څه پرته له تعلیمي نصاب امکان نه لري.
درنښت