په افغانستان غوندې ټولنه کې تر ټولو لومړنۍ بنسټیزه ستونزه د جگړې درول او بیا د نوي نسل روزلو ته په نوې او جدي بڼه پاملرنه ده. د دولت په لومړیتوبونو کې تر ټولو مخکې د ښوونې او روزنې په برخه کې د تحصیل کړو، متخصصو، پر وطن مینو زړه سواندو کادرونو پیدا کول او د ښوونې روزنې د ادارې مسؤلیت ورسپارل دي، څو هغوی وکولای شي د وطن د نوي نسل د روزلو له پاره په نړیوالو علمي اصولو برابر پروگرام جوړ کړي، چې نوی نسل داسې وروزل شي چې په ټولو برخو کې په علمي معیارونو برابر او د وطن د آبادۍ په برخه کې خپل رول په سمه توگه تر سره کړي.

په رسمي او دولتي چوکاټ کې تر ټولو مخکې د ښوونې او روزنې وزارت دنده ده چې د ښوونځیو درسي نصاب د نویو علمي منل شوو نړیوالو معیارونو پر بنسټ جوړ او د افغان ټولنې د غوښتنو په چوکاټ کې یې تطبیق کړي.

له بده مرغه چې زموږ په هیواد کې د هر رژیم په راتگ سره هر څه په بل مخ اړول کیږي، پر تیرو مثبتو او منفي تجربو خاورې اړول کیږي او په ډیر لوړو مصارفو سره نوی پروگرام د خپلو گوندي، سیاسی یا تنظیمي غوښتنو له مخې برابروي او تطبیقوي یې.

په ۲۰۰۱ کال کې د نوي دولت په رامنځ ته کیدو سره نوی تعلمیي نصاب طرح او تطبیق شو او د هر وزیر په بدلیدو سره په هغه کې د نوي وزیر د غوښتنو له مخې بدلونونه راوستل شول، فساد، اداري ستونزې ، غیر مسلکي مسؤلین جګړه او… د معارف پروگرام نور هم ټکنی کړ او گڼې ستونزې یې ور اضافه کړې.

د معارف پر تعلیمي نصاب، له ۲۰۰۱ نه تر نن پورې گڼې انتقادي مقالې او نظریات لیکل شوي او خپاره شوي دي، چې کله په ریښتیا د معارف په تعلیمي نصاب کې د نیمگړتیاوو د سمولو په غرض وړاندې شوې دی، او کله داسې هم شوي دي چې ځینو ښاغلو خپلو سیاسي موخو ته د رسیدو په خاطر، ځینې مسولین په نښه کړي دي او د تعلیمي نصاب نیمگړتیاوې یې د یوې پلمې په ټوگه مخکې ورته ایښې ده.

پرته له شکه چې اوسنی تعلیمي نصاب بیشمیره ستونزې او نیمگړتیاوې لري چې هغه باید د سمون په نیت په نښه شي. زما د دې تورو لیکل دا مانا نه رسوي چې دا تعلیمي نصاب زما د تایٔید وړ دی، زه کولای شم چې د هر ټولگي د درسي کتابونو او تعلمي نصاب په باب مقاله نه،، بلکې مقالې ولیکم؛ خو د نه لیکلو یوه وجه یې دا ده چې نه یې څوک لولي او نه یې تطبیقوي.

په درسی نصاب کې د بهرنیانو په غوښتنه او لاسوهنې سره، د گوندنونو اوتنظیمونو  په فرمایش داسې درسي نصاب جوړ، چاپ او تطبیق کړای شوی چې له گڼو تیروتنو سره یې د وږي افغانستان په ملیونونو ډالره په چاپ او خپرولو باندې ولگیدل. هر ډول چې دی، اوس خو د تعلیمي نصاب په نامه د وطن نوي نسل ته په مخ کې ایښودل شوی دی.

اوس همدا له نیمگړتیاو ډک تعلمي نصاب د ځوان کمپیوتر پوه اجمل حمزه په پوهه او مټ داسې آنلاین کړای شوی دی چې ټول په یوه کلیک سره تر لاسه کیدای شي. زه د اجمل حمزه د دې کار ستاینه کوم او د زړه له کومې مننه ورنه کوم.

د احمد ولي اڅکزي د معلوماتو  له مخې ښاغلي اجمل حمزه هغه تکړه کمپـیـوتر پوه دی چې کله، کله کمپیوتري پروگرامونه او ایپونه طرح کوي. د معارف وزارت د تعلیمي نصاب د دولس واړو ټولیگیو ټول پښتو کتابونه یې په ښکلې بڼه داسې برابر او آنلاین کړي دي چې په آسانۍ سره خلاصیږي او ښه استفاده ورنه کیږي.

دغه زیری ما د ښاغلي احمد ولي اڅکزي په فیسبوک پاڼه کې له یوه لینک سره ولید. بیا مې چې لومړي لاس یعنې د ښاغلي اجمل حمزه پاڼې ته سر ور ښکاره کړ، هلته هم همدا لینک له یوې بلې جملې سره ایښودل شوی و. زه دلته د دواړو له فیسبوک پاڼو نه دا زیری را نقلوم:

لومړی د اجمل حمزه له فیسبوک پاڼې نه:

«د افغانستان د ښوونځي کتابونه د لمړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې په نوي ښکلې بڼه په ليکه شول.

که کمپيوټر، iPad، tablet لری نو دلته يې ليدلی شی:

دویم د احمد ولي اڅکزي له فیسبوک پاڼې څخه:

«د تکړه او خوږ ملګري اجمل حمزه يوه بله کارنامه چي مقصد يې د علم د رڼا خپرول دي. الله دي ورته د نورو کارنامو توفيق او حوصله هم ورکړي. آمين

په زیاته هغه دوستان چي له افغانستان څخه ليري خپل ماشومان لويوي، کولای سي چي د دغو کتابونو په مرسته د افغانستان او ژبي سره د هغوی اړيکه لا ټينګه کړي. 

د افغانستان د ښوونځي کتابونه د لمړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې په نوي ښکلې بڼه په ليکه شول.

که کمپيوټر، iPad، tablet لری نو دلته يې ليدلی شی:

که د انډرويد موبایل لری نو له دې ځای څخه يې خپل موبایل ته راښکته کړی.

دا خبره بیا تکراروم چې د وطن د آبادۍ، ښیرازۍ او د خلکو د پرمختگ او آرامتیا له پاره د نوي نسل روزل ډیر اړین دي او زموږ تر بحث لاندې موضوع یعنې درسي نصاب یې د زیربنا او بنسټیز مسایل دي، که سمه پاملرنه ور ته ونه شي، هر څه به داسې خراب او برباد وي، لکه اوس چې دي؛ پر دې بنا اړینه ده چې د نوي عصر د نویو او علمي غوښتنو په رڼا کې د دغه نیمگړي نصاب د سمولو هر اړخیزه مرسته وشي  او یا یې د بدلولو په باب له سره فکر او اقدام وشي.

2 thoughts on “د تعلیمي نصاب پښتو کتابونه | پوهندوی آصف بهاند”
  1. ډيره مننه ستاسې د خدمت څخه. ما مخکې د ښوونې او روزنې وزارت د ويب پاڼې له لارې دا کتابونه خپلو ماشومانو ته تيارول. په تاسف سره نوي وزير دا کتابونه د وزارت د ويب پاڼې څخه لرې کړي. ستاسې خدمت د قدر وړ ده

  2. که کمپيوټر، iPad، tablet لری نو دلته يې ليدلی شی:

    د افغانستان د ښوونځي کتابونه د لمړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې په نوي ښکلې بڼه په ليکه شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *