لومړۍ برخه

په افغانستان کې د ورستیو څلورو لسیزو د ستونزو هر اړخ ته چې نظر واچول شي، د رامنځ ته کیدو عوامل او منفي پایلې یې موږ ته وايي چې د تعلیم نشتوالی د ټولو ستونزو د رامنځ ته کیدو مور او لامل ده. نو پر دې بنا د هر ډول تحلیل پایله دا وايي چې په افغانستان کې یو ژور تعلیمي بدلون ته اړتیا لیدل کیږي.

ډیری روڼ اندي په دې فکر دی چې څو په ټولنه او خلکو کې بنیادي فکري بدلون را منځ ته نه شي، په ټولنه او عیني عملي ژوند کې د مثبت بدلون تمه یو نا سم کار دی. په مثبت لوري د خلکو د ژوند د هر اړخیز بدلون له پاره  یوازینۍ لار تعلیم دی، د همدې دلیل له مخې باید په تعلیم او زدکړه باندې ډیر ټینګار وشي، که ډیر په ابتدايي بڼه هم وي.

څنګه چې لیدل کیږي د پاسنۍ انساني هیلې د پوره کیدو له پاره په عملي او نظري ډول یو شمیر فرهنګیانو له اوږدې مودې را په دې خوا هلې ځلې پیل کړې دي او هر کله یې خپل نظریات د رسنیو، بیلابیلو مجالسو، لکچرونو مقالو او کتابونو د لیکلو له لارې د نورو تر غوږونو او سترګو پورې رسولي دي، په دې لاره کې به  ډیرو آغلو او ښاغلو هلې ځلې کړې وي، چې یوه په کې تر نورو ډیره عملاً فعاله ثنا ساپۍ ده.

د تعلیم د نظریې د عامیدو له پاره په دې مقاله کې د اوس له پاره زه یوازې د ثنا ساپۍ پر فعالیتونو لنډې خبرې کوم.

زه په دې عقیده یم چې په متمدنه بڼه د نوې ټولنې جوړول یوازې د نوي نسل په نوې او متمدنې روزنې سره ممکن کیدای شي؛ د همدې له پاره مې له پخوا نه دا هوډ وکړ چې د نوي نسل په روزنې پسې به مټې را نغاړم، تبلیغ به ورته کوم، خپله به عملاً دا کار کوم، مقالې او کتابونه به ور ته لیکم او…

په همدې لړ کې مې لومړی «د کوچنیانو ادبیات» تر سر لیک لاندې کتاب ولیکه چې په ۱۳۶۶ کال په کابل کې چاپ شو، بیا مې د مهاجرت په چاپیریال کې نور هم د نوي نسل د روزلو اړتیا او کمبود احساس کړ، نو مې د «پردی چاپیریال او د نوي نسل روزنه» تر سرلیک لاندې د مقالو د لیکلو او خپرولو سلسله له ۱۹۹۴ کال نه را په دې خوا پیل کړه چې تر اوسه دوام لري، بیا مې د نوي نسل د نوې روزنې په موخه د مطالعې د دود د عامیدو په غرض د مقالو بله لړۍ را پیل کړهچې تر اوسه پورې دوام لري، وروسته له هغه مې بیا هم د نوي نسل د روزلو په په موخه د کوچنیانو د ادبیاتو د مقالو سلسله بیرته راپیل کړه او ټولې هغه منابع، آدرسونه او اشخاص چې د ماشومانو او کوچنیانو د روزلو او د کوچنیانو د ادبیاتو له پاره کار کوي، د لاس لرلو موادو له مخې په مستند ډول، له خپلو نظریاتو سره یو ځای معرفي کړې او د خلکو د لا پوهاوي او د یادو قلموالو او آدرسونو د تشویق له پاره مې مقالې ولیکلې چې دا سلسله اوس هم دوام لري.

بیا مې هوډ وکړ چې د هغو ښاغلو او آغلو په باب یو څه ولیکم چې زما په شان د نوې ټولنې د جوړیدو په موخه له هر څه نه تعلیم ته ډیر ارزښت ور کوي، چې د ځینو دلایلو په وجه مې تر ډیرو پورې دا کار ونه کړ، خو د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۳ مه نیټه مې په فیسبوک کې د ثنا صافۍ داتوريتر سترګو شول:

«یوه دوست دا راسره شریک کړل:

“یو فسبوک وال لیکلي: یو ملا د جمعی پر ورځ خطبه کې ویل چی تعلیم په نر او ښځه فرض دی. یو دوه فیسبوکیان ورته ناست وو. یو بل ته یې وویل: ته اوس دې د ثنا ساپۍ بچي ته ګوره.” #‏تعلیم_فرض_دی»

 د دې جملو په لیدلو او لوستلو سره اړ وتم چې د ثنا صافۍ او د ثنا ډوله خلکو، چې د تعلیم د عامیدو په سلسله کې د نوي نسل د نوې روزنې له پاره هلې ځلې کوي، ملا ور وتړم، نو دا دی تر ټولو مخکې د ثنا ساپۍ د فعالیتونو او نظریاتو په پیژندلو او معرفي باندې پیل کوم او له هر څه مخکې وایم:

زه چې د هر فرهنګي او قلموال د فعالیتونو په باب څه لیکم، هڅه کوم چې د لومړي لاس موادو د تر لاسه کولو له پاره په خپله له شخص سره اړیکې ټینګې کړم، خو د دې کرښو د لیکولو له پاره مې په دې خاطر له ثنا ساپۍ نه د مالوماتو غوښتنه ونه کړه چې ښايي ثنا نوره د افغانانو له په ځای او بې ځایه ایمیلونو، تیلیفونونو، پوستونو او مخامخ یا پسې شا خبرو نه ستړې شوې وي، که ما هم د دې په پته د یو ایمل له لارې څه ور ته لیکلي وای یا مې د مالوماتو غوښتنه کړې وای، دې به څه فکر کړی وای؛ د همدې دلیل له مخې مې پر خپلو را ټولو کړو موادو تکیه وکړه، خپلې تبصرې، تجربې او نظریات مې ور سره ګډ کړل او دا دی ستاسو لوستلو ته یې وړاندې کوم:

کله چې ما د ثنا ساپۍ په بیوګرافي پسې ګوګل ته مراجعه وکړه، یوازېدغه جمله یې په لاس راکړه:

«ثنا ساپۍ (په انگرېزي: Sana Safi) د بي بي سي راډيو د پښتو څانگې خبرياله او ويانده ده.»

خو زما د مالوماتو له مخې ثنا ساپۍ د کار تر څنګه په زدکړو هم بوخته ده. پخوا له دې چې ثنا ساپۍ د لوړو زدکړو له پاره بهر ته لاړه شي، په مشرقي کې یې په کومه رادیو کې د ویاندې په ډول کار کړی دی، دا چې څنګه دې ته په بهر کې د لوړو زدکړو چانس ور په برخه شوی دی، هغه بیله کیسه ده چې زه نه یم ور باندې خبر، خو کله چې بهر ته روانیږي د هغې شیبې یا هغې ورځېخاطره، په خپله ثنا داسې لیکلې ده:

«د ۲۰۰۷ کال نومبر یو سوړ سهار و. کورنۍ سره مې مخه ښه وکړه. د کابل هوايي ډگر ته روانه شوم. لندن ته ترې تلم. د مور سترگو کې مې اوښکې وې. په دې نه چې زه ترې تلم. په دې چې خدای خبر کله به مې بیا ویني. هغه وخت د ټولو افغانانو دا حال و. له ناباورۍ ډک حالت. د هوايي ډگر پر لور سړکونه اوبو نیولي وو. داسې ته وا ټول کابل کې سېلاب راغلی وي. ډېر باران شوی و.

ډاډه یم، زما په شان تاسې هم ورسره آشنا یاست. ما د ژوند لومړي ۱۸ کلونه افغانستان کې تېر کړي: ۱۹۸۰ مه لسیزه د کمونیزم واکمنۍ کې (چې ډېر لږ څه یې اوس راته په یاد دي)، د ۱۹۹۰لسیزې کورنۍ جگړه (چې تر اوسه مې ځوروي) او طالبان چې ماشومتوب یې را نه واخیست. ساعتونه مې پر سړک تېر شول. بلاخره هوايي ډگر ته ورسېدم او نورو مساپرو سره یوځای شوم. الوتکه کې مې له څوکۍ کابل ته  وروستی ځل وکتل. وروستی څیز چې مې ولید د هوايي ډگر شاوخوا په واورو پوښلي غرونه وو. یوازې، له ډېرو لږو کالو او پیسو سره پردي هېواد ته روانه وم. لندن ته. هغه ځای چې نه دوست، آشنا او نه مې خپل پکې پېژاند.»

زه ثنا ساپۍ ډیره نه پیژنم، خو څومره مې چې د میډیا په بیلابیلو برخو کې د دې فرهنګي هلې ځلې له نظره تیرې شوې دي، د هغو له مخې د دې فرهنګي فعالیتونه زه د اوس له پاره په دغو برخو ویشم:

ــ د لنډیو کیسو لیکواله ثنا ساپۍ،

ــ ژورنالسته ثنا ساپۍ،

ــ مدني فعاله ثنا ساپۍ،

ــ او د نوي نسل د روزلو د نهضت یوه فعاله غړې ثنا ساپۍ.

ثنا ساپۍ د عملي ژورنالیستي کار تر څنګ له یوه عملي مدني فعاله هم ده او په خپلو لیکنو او پوستونو سره، خپلو ملګرو او مخاطبینوته خپل پیامونه لیږي، له بلې خوا د لنډو کیسو لیکواله هم ده او ښایسته ډیرې لنډې کیسې یې هم لیکلې دي. د څو خپرو شو لنډوکیسو سرلیکونه او پتې یې دا دي:

ــ میلمستیا(لنډه کیسه)

ــ مساپر(لنډه کیسه)

ــوخت(لنډه کیسه)

ــ حیا عزت(لنډه کیسه)

ــ دښځو ورځ (لنډه کيسه)

ثنا د خپلو لنډو کیسو یوه ټولګه خپره کړې ده چې «د تېمز له غاړې» نومیږي:

ما ته یې تر اوسه د لنډو کیسو دا ټولګه په لاس نه ده راغلې، خو څو لنډې کیسې یې چې خورې ورې په بیلابیلو ځایونو کې په مخه راغلې دي لوستلې مې او په هغو کې له ورایه ښکاري چې ثنا څنګه خپله ټولنه او د خپلې ټولنې او خلکو دردونه او ستونزې انځوروي. د ثنا ساپۍ د کیسو او د نثر په باب پهتاندکې د همدې ټولګې (د تېمز له غاړې) د چاپیدو په پلمه داسې راغلي وو:

«د کيسه ليکوالې او خبريالې ثنا ساپۍ د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه د سالنګ کتاب خپروونکي له لوري چاپ شوه.

دغه کتاب د تېمز له غاړې نومېږي چې ټولټال ۲۰ کيسې پکې راغلې دي او ۸۸ مخونه لري.

ثنا ساپۍ په کيسو کې خپله لاره لري او ډېرې کيسې يې د افغانستان د ټولنيزو ناخوالو راسپړلو او له هغو څخه راولاړېدونکو ستونزو ته ځانګړې کړې دي.

څنګه چې آغلې ساپۍ په هلمند، کندهار او ننګرهار کې ژوند کړی دی له همدې کبله يې کيسې هم د دې هېواد د ډېرو سيمو د خلکو، په تېره بيا ښځو ژوند ښه منعکسوي.

په يو شمېر کيسو کې يې کلتوري مسايلو په تېره بيا په لرې پرتو سيمو او نالوستو ټولنو کې د ښځو ژوند ته پام کړی دی چې په دې توګه د کتاب ارزښت نور هم زيات شوی دی…»

د ثنا ساپۍ د لنډو کیسو دا ټولګه ما ته ده په لاس نه ده راغلې چې له دې زیات څه پرې و وایم.که د ثنا ساپۍ نورې څیړنیزې یا تخلیقي لیکنې چاپ شوې او خپرې شوې یا چیرې پر لیکه شوې وي او ما یې یادونه نه وي کړي، دا زما نیګړتیا ده او زه همدا اوس بښنه غواړم.

تر هغه ځایه چې په عملي ژورنالیزم کې ما د ثنا کارونه، په ځانګړي ډول په تلویزیون کې ویندويي لیدلې او تعقیب کړې ده، دا ډیر بریالۍ ده، دومره بریالۍ چې زما له اټکل او امید نه هم لا لوړه. که یې د همدې کارونو د لیدلو هیله لرئ، یوه وروستۍ بیلګه یې ما دلته را خوندي کړې ده، په دې لینک باندې کلیکوکړئ، وې ګورئ او بیا قضاوت پرې وکړئ.

د دې د دومره فرهنګي فعالتونو سره، سره د دې پر ځای چېخپل هیواد وال یې ویاړ پرې وکړي او د نورو نجونو او میرمنو له پاره یې د یو مثال په ډول معرفي کړي، په توهین وزمه ډول یو بله ته وايي:

« ته اوس دې د ثنا ساپۍ بچي ته ګوره»

زما د مالوماتو له مخې ثنا تر اوسه واده نه دی کړی چې بچي ولري، خو ځینو بې مسؤلیته ځوانانو د تمسخر په ډول، بل هغه چا ته چې د ثنا د تعلیم د لارې له پاره یې یوه جمله له خولې را وتلې ده، د ثنا د بچی مطاب کړی دی: (ته اوس دې د ثنا ساپۍ بچي ته ګوره).

دوی ته باید و ویل شي: له هغه وخته چې ثنا ساپۍ  د خلکو او وطن د پرمختګ او نیکمرغۍ له پاره د تعلیم لار غوره کړې ده او د تعلیم د عامیدو له پاره یې مبارزه، کار او تبلیغ پیل کړی دی، که چا اوریدلی وي او عمل یې پرې کړی وي، زه هغه ټول د ثنا معنوي بچیان ګڼم دغه ځوانان او نور خلک یې چې هر ډول انګیري، هغه د دوی کار دی.

زموږ ځینې هیواد وال، د دې پر ځای چې پر ثنا ساپۍ ویاړ وکړي او ځان او کورنۍ ته یې د نمونې په ډول سر مشق وګرځوي چې څنګه یو وړه نجلۍ په یوازې ځان د علم او پوهې په حاصلولو پسې بډې وهي او داسې ځان کامیابوي چې د نورو هیوادونو ټولیګیوال او همکاران یې ورته حیران وي؛ دوی ور ته لګیا دي چې: سر دې پټ کړه او موږغیرتلرو او موږ دا لرو او هغه لرو او…

د ثنا ساپۍ په وینا، دا په ټولنیزو رسنیو کې څلور سوه زره ملګري لري، یعنې څلور سوه زره خولې ور خلاصې دي چې څومره به ښې خبرې ور ته کوي او څومره به د غیرت؟ تر نامه لاندې څه او څه ور ته لیکي او وايي، خو دا لکه غر ور ته ولاړه ده او په پراخه حوصله یې ښه هم ښه ګڼي او بدو ته یې هم استدلال وړاندې کوي. دا د ثنا د استدلال یوه بیلګه ده:

«که زه کله د خلکو د ناسم چلند په اړه لیکنه کوم دلیل یې دا نه دی چې ټول افغانان همداسې دي. له لاندینیو څو تبصرو وروسته بیخي ډېر د ملاتړ، تشویق، انسان دوستۍ او مینې پیغامونه راغلل. د ټولو دې کور ودان وي. زه تل وایم او بیا یې هم وایم. زما په دې څه باندې۴۰۰ زرو ملګرو کې یې ښايي ۵ زره سخت دریځه، له خولې سپک، بې منطقه او هغسې کسان وي چې د پرمختګ ضد دي. دا نور ټول هغه څه غواړي چې د خپلو خلکو خیر یې پکې دی. نو د ښو تله مو تل درنه وه او ده. د څو کسانو سپکاوی مو باید د خپلې ټولنې د بدو دودونو او اړخونو له نقده او ورته د حل له لټولو را و نه ګرځوي. #‏تعلیم»

د لومړۍ برخې پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *