دویمه برخه
ثنا ساپۍ د یوې ژورنالستې په توګه پراخه حوصله او زغم لري، خو دا پراخه حوصله او زغم خو داسې نه وي لکه د بکوا دښته، د بکوا دښته به هم سر او پای لري، مګر د ثنا ساپۍ حوصله تر هغې هم ډیره ده، خو کله، کله ځینو لیکنو او پیامونو ته بیا د ثنا ساپۍ څه چې، آن د لویو، لویو حوصلو خاوندانو د حوصلې دښتې هم پای ته رسیږي. یو وارې مې چیرې له نظره تیر شول چې څنګه د ثناساپۍ د حوصلې دښته د جهالت په غضب لړلو، ځینو خلکو پای ته رسولې وه. دا د ثنا ساپۍ د حوصلې د پای ته رسیدو یوه بیلګهده:
«فېسبوک ته مې مسېج راغی. تړنګ ته مې يې پام شو. د یوه افغان و. په اروپا کې اوسېږي نه سلام نه کلام، لیکي: نجلۍ ته دې ورځو کې ډېره آزاده شوې یې. تاته نه ښايي چې د سړو په کارونو کې ګوتې ووهې. خپل سینګار کوه او ژاولې ژوه. ستا يې له نظر سره څه چې پر هر څه دې خوله را خلاصه کړې وي، کړتېږې مسېج مې بند کړ. ټوله کیسه د تېرې ورځې تبصرې وه. ما په خپل فېسبوک ليکلي و چې که کومه غوټه په لاس خلاصېږي په خوله یې ولې خلاصوئ، جنګ بس کړئ. د فېسبوک نوي مسج غصه کړم. ځواب مې ورنه کړ. قهرېدلې په دې وم چې د ماشومې په سترګه یې راته کتلي و او داسې یې لیکلي و لکه زه چې یې د کور له غړو څخه یم…»
په ژورنالیزم کې د ثنا زدکړې او په ژورنالیزم کې د دې فعالیتونه یو جلا او پراخ بحث ته اړتیا لري چې زه دلته نه ور باندې غږیږم.
دا چې څنګه ثنا د یوې مدني فعالې په توګه له بیلابیلو لارو نه تل هڅه کړې چې په خلکو کې د نوي نسل د روزلو له پاره د تعلیم عامیدلو نظریه رامنځ ته کړي، د دې بحث اصلي موضوع جوړوي.
ثنا ساپۍ دیوې مدني فعالې او ژورنالستې په توګه په خپل هر پوست کې د بیلګو په وړاندې کولو سره د تعلیم پلوي کړې ده. د دې له لیکنو او پوستونو نه ښکاري چې دا هم د افغانانو د ستونزو د حل او د پر مختګ یوازینی حل لاره په تعلیم او زدکړو کې لټوي.
ثنا ساپۍ هر څه په تعلیم پورې تړي، چې رښتیا هم همداسې ده. چې تعلیم نه وي نو، څوک څه نه شي تر لاسه کولی:
«اوس په ټوله نړۍ کې یو میلیارد خلک وټس اپ کاروي. که پر موبایل انټرنېټ ولرئ او دا اپ در سره وي نو د نړۍ هر ځای کې چې غواړئ له بل کس سره (چې وټس اپ ولري) وړیا خبرې کولی شئ. #تعلیم #علم #ساینس»
د ثنا ساپۍ هر پیام هم له اخطارونو ډک دی او هم له امیدونو. د هرې ستونزې ریښې په نه تعلیم کې وینې او د حل لاره یې هم تعلیم ګڼي، دغه لنډ پیام ته پام وکړئ:
«وايي “تر هغو چې دې ښځه، لور، زوی او لمسی کور کې لکه چرګان ساتلې وي او#تعلیم نه پرې کوې – خپلې ژبې، وطن او خلکو ته د خدمت نارې دې بې ځایه، بې مانا او بې ګټې دي.”»
که د تاریخ پاڼو ته ښه ځیر شو، ډیر ځلې زموږ سیاسي او ادبي تاریخ پردیو لیکلی دی، او پردي یې چې لیکي خپله یوه موخه خو به په کې لټوي او ځوانه ثنا همدا نیمګړتیا یوازې په دغو لڼډو تورو کې نوي نسل ته په مخکې ږدي، وګورئ:
«که #تعلیم نه وي، خپله کیسه خپله نشئ لیکلی نو ځکه یې نور درته لیکي او له خپلې اجنډا سره سم مو هر ډول چې غواړي رنګوي. #افغانستان»
ثنا ساپۍ د یوې متمدنې محصلې او ژورنالستې په صفت هر څه چې ګوري، یا یې لولي د هغو پایله په ډیر هنرمندانه ډول د یوه ډیر لنډ، خو با مانا پیام په ډول له خپلو هیواد والو سره په ټولنیزو رسنیو کې شریکوي. ثنا کوم کتاب لوستی دی چې د فرانسې پرمختګ څنګه رامنځ ته شو او وروسته پاتې فرانسه څنګه په اوسنۍ پرمختللې فرانسې بدله شوه. ثنا له یوې خوا د لوی کتاب پیام په لنډ ډول له خپلو هیواد والو سره شریکوي او له بلې خوا بیا هم په عیني ډول ثابتوي چې هر ډول پرمختګ او نیکمرغي د تعلیم کولو په پایله کې را منځ ته کیږي، د فرانسې د پرمختګ اوږد تاریخ یې په څو کرښو کې بیان کړی دی او په پای کې یې لیکلي دي: تعلیم او رښتیاهم چې د یو ملي پروګرام له مخې د پرمختک پلان په تعلیم سره تر لاسه کیدای شي. دا یې هغه لنډمطلب:
«د یوه رومانیایي – امریکايي تاریخپوه، یوجېن وېبرEugen Weber)) کتاب لولم، نوم یې دی: د فرانسې له بزګرو فرانسویان جوړول (Peasants into Frenchmen) وايي له ۱۸۷۰ کاله وړاندې تر میلیون لږو فرانسویانو فرانسوي ژبه زده وه او هېڅ د یوه ملت په نامه څه نه و موجود. همدې، پاریس کې د ټولنې مشران مجبوره کړل چې لاس په کار شي او یوه واحده پېژندګلوي او یو ملت جوړ کړي. درې کاره یې وکړل:
اول: د هېواد په لر و بر(که ښار و او که لرې پراته او شاته پاتې کلي) کې یې وړیا لومړنۍ زده کړې (پر دواړو نر او ښځه)، هغه هم په سټنډرډ فرانسوۍ ژبه جبري کړلې. د حکومت ادارې (پوځ، قانون، د پولو ساتل او د وګړو شمېرنه) یې په ټول هېواد کې فعالې کړې.
دویم: د اقتصاد ښه کولو لپاره یې، سړکونه، کارېزونه، تیلیفوني، پوستي سیستمونه، یوه پیسه، یو بازار، او ګمرکونه جوړ کړل او له خلکو یې د مالیې ټولول ځان ته اسانه کړل.
دریم: کلتوري یوالی یې را منځ ته کړ. ادارو کې یوه رسمي ژبه، په سټنډرډ فرانسوۍ ژبې د کتابونو، او ورځپاڼو چاپول، ملي اکاډمۍ، ملي ګلرۍ، موزیمونه، او پوهنتونونه پرانیستل. د ملي خوښیو او غم ورځو لمانځل او یاد یې پیل کړ – داسې چې ټول ملت (که ښارۍ/ی و او که کلیواله/ل) برخه پکې اخیستی شوی.
دا هر څه د حکومت، مدني ټولنو او ولس په همکارۍ وشول. نو پایله یې اوسنۍ فرانسه ده چې هر کال د نړۍ تر بل هر هېواد ډېر سېلانیان ورځي – ۲۰۱۴ کال کې یې د مېلمنو شمېر څه کم ۸۵ میلیونه و. #افغانستان #تعلیم»
ثنا ساپۍ په خپله فیسبوک پاڼه کې هره ورځ دې ته ور ته پیامونه آنلاین کوي چې شمیر یې ښايي سلګونو ته ورسیږي او ما یې دلته د بیلګې په ډول څو نمونې را واخیستې.
په هر صورت او هر حالت کې چې وي، ثنا خپله خبره په زړه کې او ککره کې نه ساتي، وايي یې او له ټولو سره یې شریکوي او په رښتیا هم هر پوست یې د یو کتاب په شان پیام لري. په لاندې پوست کې به وګورئ چې د یو پروفیسر د خولې خبرې را اخلي او نن ورځ دغه خبرې زموږ په وطن کې پر هغو خلکو عملي روانې دي چې ځان اکثریت ګڼي، خو په پوهه او تعلیم کې يې ځان او خپل خلک داسې په اقلیت کې ساتلی دی چې ښايي نسبت نورو ته په دوربین او ذره بین کې هم ښکاره نه شي، نوهمدلته دی چې د پوهې اوتعلیم د نه تر لاسه کولو په صورت کې په تدریجي ډول د خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپل قوم او خپلو خلکو د بربادۍ سند په خپله امضا کوي. دا همد ثنا او د هغې د پروفیسر خبرې:
«د سیاسي چارو له یوه انګرېز پروفېسر سره مې خبرې کولې – موضوع پر سیاسي تاوتریخوالي، ټولنې او خلکو باندې وه. یوه خبره یې اشنا ښکاره شوه. ويل یې، “که#تعلیم و نه کړي، سیاسي تله یې نوره هم سپکه کېږي، خپله لویه ونډه له لاسه ورکوي ځکه د نفوس له پلوه به اکثریت وي خو د پوهې له پلوه به اقلیت شي او هغه اقلیت چې په سیستماتیک ډول یې له تعلیمي پلوه ځان رسولی دی واکمن به وي. کلتور، ژبه او ارزښتونه به یې هېڅ وزن نلري او نه به څوک ری پرې وهي. نړیوال به هم هېڅ لیوالتیا ورسره نه لري ځکه هېچا سره دومره وخت نشته چې پر یو شاته پاتې قوم یا ولس یې ضایع کړي. که غواړي چې لکه رمه یې نور و نه پالي نو باید له مشره نیولې تر کشره (دواړه ښځې او سړي) تعلیم وکړي که نه کیسه یې مفته ده. دا کار باید ډېر ژر پیل کړي ځکه ډېر وخت ورسره نشته.”»
په ټولنه کې هیڅ داسې ستونزه او بد مرغي به نه وې چې د تعلیم په نه شتون پورې اړه و نه لري، او ثنا ساپۍ د ټولنې ستونزې یو په یو په نښه کوي او له دلایلو سره یې وايي چې که تعلیم نه وي ، نو همداسې ستونزو سره به لاس ګریوان یو، ځکه نو د هر پوسټ په پای کې وايي او لیکي: تعلیم، وګورئ:
«د #پکتیکا دې حالت ته د انسان زړه ټوټه ټوټه شي. خو د ځینو دا دلیل چې ‘ته پر خپلې لور تعلیم و نه کړې، داکتړه به له کومه کوې؟’ هم پر ځای دی. نو ځکه دغه حال دی. #تعلیم_فرض_دی»
د تعلیم د عامولو په لاره کې ثنا ساپۍ د خپلې لارې د نورو ملګرو په فعالیتونو هم خبره ده او د هغو په فعالیتونو دومره خوشاله ده چې لا خپله ګټلې جایزه هم هغو ته ورکوي. دا خپله جایزه د «قلملار» ټولنې ویسا ورونو ته ډالۍ کوي چې هغوی هم د علم او مطالعې د عامولو له پاره د ګدايي کچکول په غاړه کور په کور، کلي په کلي او ښار په ښار ګرځي د کتابونو درویزه کوي او بیا یې اړو ماشومانو ځوانانو او د مطالعې اهل ته رسوي. ویسا ورونو ته ثناداسېلیکي:
«په لندن کې د افغان غږ په نامه راډیو ۵مه کلیزه وه. په اړه یې یوه غونډه وه او مشرانو یې دا جایزه را ډالۍ کړه… د افغان غږ راډیو د ټولو ملګرو او بنسټ اېښودونکي غرغښت غرغښت له پېرزوینې مننه. ژوندي دې وي. ما خپله ونشوی کړی غونډې ته ورشم نو همکار اسماعیل میاخېل مرسته وکړه او اوارډ یې زما پر ځای واخیست. زه غواړم دا جایزه هغه کس ته ډالۍ کړم چې په رېښتیا یې وړتیا لري او د قلم په برخه کې عملي کار کوي ــ مطیع الله ویسا. ښاغلی ویسا او کورنۍ یې عملآ د وطن بېلا بېلو سیمو ته ځي، د بندو ښوونځيو د پرانیستو هڅه کوي، کتابتونونه جوړوي او له تعلیمه پاتې ماشومانو په غم کې دي. د هغه افغانستان په هیله چې ټول وګړي یې #تعلیم ولري او قلم ورته نور نا اشنا نه وي.
Matiullah Wesa»
تر هغه ځایه چې ما ته مالوم وو، پر ځینو هغو اشخاصو مې مقالې لیکلې دي چې د نوي نسل د روزنې اود هغوی پرتعلیم باندې یې ټینګار کړی دی، د تعلیم د عامولو له پاره یې فکر او کار کړی دی، خو پر تعلیم باندې د ثنا ساپۍ ټینګار او په دې لارې کې نظري او عملي کار بې جوړې دی. تر نن پورې مې هیڅ بل تن نه لیدلی او نه مې اوریدلی چې د ثنا غوندې دې پر تعلیم ټینګار وکړي او دومره تبلیغ دې ور ته وکړي، ثنا د نوي ژوند او نوې ټولنې جوړول او د نوي انسان روزل په تعلیم پورې تړلي ګڼي او ټول ټینګار یې پر دې باندې دی چې هر څه په تعلیم سمیږي. پرته له استثنا هره ورځ یو دوه پوستونه داسې لیکي او تر ټولو یې رسوي چې اوس یې په غیاب کې د تعلیم مور ګڼي او څوک چې چیرې د تعلیم نوم واخلي نو ځینې غږ پسې کوي چې:
ته اوس دې د ثنا ساپۍ بچي ته ګوره
ثنا ساپۍ ډیره ځوانه ده خو څنګه چې له یوې خوا یې د تعلیم د عامیدو له پاره فعالیتونو او عملي هلو ځلو ته ګورم او له بل پلوه خلک هم غوښتي او نا غوښتي وايي چې د تعلیم له پاره مبلغین د ثنا ساپۍ زامن دي(ته اوس دې د ثنا ساپۍ بچي ته ګوره) نو زه یې اړینه ګڼم چې سر له همدې اوسه و ویل شي:
ثنا ساپۍ د تعلیم مور ده!
ثنا ساپۍ د تعلیم د لارې قهرمانه ده!
لیدل شوي دي چې سیاسیون او د ټوپک او وژنو د لارې لارویان خپلو مشرانو ته د ټوپکوالۍ او وژنو په خاطر قهرماني ورکوي، زه خو هم حق لرم چې د یو ښونکي او قلموال په توګه، یو قلموال ته، د انسانیت او انسان روزنې په لاره کې د کړو خدمتونو په پار قهرمان و وایم، نو سر له همدا اوسه زه وایم چې:
ثنا ساپۍ د تعلیم د لارې قهرمانه او د اوسني تعلیم مور ده.
د مقالې د ښه پای له پاره د ثنا په تعلیم پورې اړوند څو خبرې:
«که زما خور بې تعلیمه وي زما ورور ارامه او خوشاله ژوند نشي کولی. تل به یې کور وران، عزت تالا او ماغزه ناکراره وي. د نجونو او مېرمنو #تعلیم د ټولې کورنۍ په ګټه دی نو خپله پښه په خپله په تبر مه وهئ.»
«وايي که ښه اقتصاد غواړې باید تعلیم کړي خلک ولرې چې پوه شي څه کاروبارونه پیل کړي. اقتصاد پوهانو ته اړ یئ چې پوه شي کومه اقتصادي تګلاره یې وطن ته ښه ده. او پوه خلک دې پکار دي چې سیستم جاري وساتي. دواړه نارینه او ښځینه باید کار وکړي چې هماغسې یې سیال وساتي. د بریتانیا ټول نفوس نژدې 64 میلیونه دی. ښځې تر سړو ډېرې دي. 38 میلیونه خلک یې کار کوي. که یې ښځې په کور کښېنې #اقصاد به یې هم ورسره خراب شي. بیا به نه د نړۍ پنځم اقتصاد وي او نه به له نړیوالو مشرانو یادېږي. سیالي داسې نه کېږي چې هغه بل دې شپه او ورځ خولې تویوي او نور دې کور کې بې #تعلیمه، بې مسولیته او بې کاره پښه اړولې ناست وي. که څوک تعلیم نه کوي بیا دې شکایت هم نه کوي. #تعلیم_فرض_دی»
«#تعلیم چې دې وکړ (لارې ګودرې دې ولیدې) د خپل حق غوښتلو په چل هم
پوهېږې. #افغانستان»
«په #افغانستان کې که ماشوم ښوونځی نلري پړه او حل یې دواړه له ما او تا سره دی. خپګان نه، کار غواړي. #تعلیم_فرض_دی»
«تر هغو چې مو ښځې پر خپلو پښو و نه درېږي ټولنه مو له روانو بدبختیو نه خلاصېږي. حل یې پر ښځه او نر #تعلیم دی.»
«ویاړلي او د ستایلو سړي داسې وي. تر هغو چې مو ښځې پر خپلو پښو و نه درېږي ټولنه مو له روانو بدبختیو نه خلاصېږي. حل یې پر ښځه او نر #تعلیم دی».
والله چی زه هم دا ثنا خور نه دیر مننه کوم چا پشتون هر گله په تعلیم کی پاتی دی
افسوس چې دغه رقم ځلانده ستوري لرو خو استفاده ورڅخه نه کوو، او د تعلیم مبارزه یې د اتم بم جوړول دي.
افتخار #افغانستان #ثناصافی