د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې د سیاسي زعامت دغوره کیدو لپاره ټاکنې ترسره کیږي او دغه بهیر د ډیموکراسۍ او ولسواکۍ بنسټ ګڼل کیږي. افغانستان چې د کلونو راپدیخوا د جنګ په اور سوځیږي خو بیا هم په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د سیاسي زعامت د انتخاب لپاره ټاکنې ترسره شوې . که څه هم په افغانستان کې موجوده شرایطو ته په پام سره د ټاکنو ترسره کیدل یو ناشونې کار و، خو بیا هم په کې څو ځل ټاکنې ترسره شوې. دهیواد په ځینو سیمو کې دغه ټاکنې خلکو ته د سر په بیه تمامي شوې خو سره له دې د خوښي ځای دې چې اوس په افغانستان کې د ټوپک پرځای خلک خپل انتخاب د رایې په واسطه کوي . د تاسف ځای دې چې په افغانستان کې لا اوس هم داسي کسان شته چې د ملت رایو ته احترام نه کوي او غواړي چې د پخوا په څیر د زور په ژبه خبرې وکړي او پر خپلو غیر مسولانه حرکتونو یې ملي او ولسواکه بهیرونه تر پوښتنې لاندي راوستي دي چې ښه بیلګه یې په افغانستان کې ټاکنې کیدای شي. باید وویل شي چې په 2009کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم دغه مشخصو کړیو هڅه وکړه، چې د ولس رایو ته د تقلب او جعل رنګ ورکړي او په 2014کال کې یې بیا دغه کړه تکرار کړه، چې د زور له منطقه کار واخلي او د خلکو رایو ته د تقلب او جعل نوم ورکړي.

ښايي د دوې موخه داوی چې له یوه پلوه په افغانستان کې ډیموکراټیک بهیرونه له ماتې سره مخ کړي او له بله پلوه د تاوتریخوالي او خشونت دلارې خپلې نامشروع غوښتنې ترلاسه کړې. که چرته په افغانستان کې دغه ډول کړنې دوام وکړي نو طبعي ده چې په راتلوونکي کې به خلک د ټاکنو په پروسه بي باوري شي . که په ریښتیا سیاست د ملي ګټو لپاره وي نو په ټاکنو کې د ماتې منل هم د ملي ګټو یو اساس ګڼل کیږي .

که چرته دغه خلک ملي ګټو ته ژمن وي ، نو بیا خو پکاروه چې په ټاکنو کې یې خپله ماتې منلې وه او مقابل لورې ته یې د مبارکي په ورکولو کې سبقت کړی و. خو ددغه مغرضو کړیو له وروستیو دریځونو څخه جوتیږي، چې دلته د ملي ګټو شعار په ژبه دی نه په عمل کې. ددغه کړیو غوښتنه د ټاکنو دخپلواک کمیسیون درییس محترم ضیا الحق امر خیل له دندې ګوښه کید، د پکتیا،پکتیکا اوخوست پر رایو شک کول او دریم یې په ټاکنو شاوخوا رایې ورکونکو شمیر نه منل و. خوشبختانه چې امرخیل یو اخلاقي جرات وکړ او له خپلې دندې یې ددغه ملي پروسي د ساتنې په موخه استعفا ورکړه. خو دامر خیل برعکس په تیرو ټاکنو کې پر فضل احمد معنوي د درغلیو تورنه و، چې ګویا کې دیوه ګوند نوماندان یې ولسي جرګې ته بریالی کړې دي خو هغه له دندې د استعفا کولو جرات ونه کړ. کمیسیون دیادو ولایتونو درایو شمیرل او څیړنه بیا پیل کړه. دغه راز کمیسیون په خپل ډیټابیس کې درایې ورکوونکو دقیقه شمیره لري چې شاوخوا اووه میلیونه کیږي. که چې دهغوي ټولې پوښتنې ځواب شي نو بیا ولي د کمیسیون پریکړه نه مني ؟ ددې مانا داده چې دغه خلک اصلا په دې هیواد کې له خپل ځان څخه پرته بل څوک نه مني او یا هم د بهرنیو استخباراتي کړیو د پلان او نقشې سره سم نه غواړي چې افغانستان د ثبات او پرمختګ په لور روان شي ځکه چې ددوې ګټه په بي ثباتي کې ده. که چرته واک ته په رسیدو ددغه مشخصو کړیو په واسطه په هیواد کې ارامي راتلای نو ټولو افغانانو به قدرت ته درسیدو لپاره ټولو افغانانو اجماع کړې وه. افغانان نور نه غواړي چې په افغانستان کې ددغه څیرو تیرې کړنې تکرار شي. نو همدا لامل دی په افغانستان کې د 1393کال دولسمشرۍ د ټاکنو په دویم پړاو کې ولس په زغرده داجوته کړه،چې دوی د ډایر له کرښي وتلي او نور چاته ددې اجازت نه ورکوي چې پر سرنویشت یې لوبي وکړي. ددې ترڅنګ د کلونو حاکم محلي زورواکو ته یې هم یو روښانه پیغام ورکړ، چې نور دهغو د نوکرۍ او غلامۍ له ځنځیره وتلي دي اوپه ښکاره توګه د خپل سیاسي زعامت انتخاب کوي . په دغه ټاکنو کې په ولس کې د مثبت بدلون څخه جوته شوه چې اوس ملت ویښ دی د تورو او سپینو ترمنځ د توپیر کولو جرات لري . کیدای شي د ولسمشرۍ ددویم پړوا ټاکنې په راتلوونکي پارلمانې ټآکنو هم اغیزه ولري او باور کیږي چې ولس به په دغه ټاکنو هم د خپلو رایو په واسطه د هیواد پارلمان ته وړ او جوګه کسان معرفي کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *