يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ
النسا ، ایه ـ ۵۹
ژباړه : ای هغو کسان چی ایمان مو راوړي اطاعت وکړي دالله [ج] د هغه د رسول او د امر د خاوندانو .
دا چی الله ج مونږ د عبادت لپاره پیدا کړي یو ، نو مونږ باید د الله ج او د هغه رسول محمد [ص] اطاعت او عبادت وکړو، قران او حدیث زده او عمل پری وکړو ،
دا چی مونږ له قران او احادیثو څخه احکام راباسو نو تعارضونه او ټکرونه حتمآ مخ ته راځې.
نو په داسي حالت کي مونږ دوه لاري لرو.
۱: لمړی داچی مونږ به په خپل فکر او بصیرت باندي فیصله وکړو، چي کوم لوری غوره ده په هغه لوري باندي پریکړه وکړو.
۲: دوهم دا چی وګورو زمونږ پخوانیو علماوو داسي ټکر ځایونو څخه کوم مطلب اخیستئ دي .
چی زمونږ پخواني علماء خامخا تر مونږ زیات پوهیدل ، او همدارنګه د پیچیلو ځایونو په مطلب تر مونږ ښه پوهیدل او داسي نظر یي ځیني اخیستلاي شواي چی غالبآ حق به وي،
همدارنګه کوم علماء چي د لمړیو پیړیو علماء وه د هغوي بصیرت په قران او حدیثو کی زیات وء .
نو که په حقیفت باندي پریکړه وشي د عدل او انصاف څخه کار وخیستل شي نو دا خبره یقیني ده چی په پورته دوه لارو کي لمړۍ لاره سخته او خطرناکه او دوهمه لاره د احتیاط لاره ده .
بله خبره دا هم ده چې مونږ نه داچی د تواضع او عاجزۍ له امله دا خبره کوو بلکي یقیني خبره ده څوک بیخي ځینی منکر کیداي نشي چی مونږ ، په علم ، پوهه ، دیانت ، تقوا ، فهم ، ذکاوت ،دین او پرهیزګارۍ کي د پخوانیو علماوو په پرتله چي په لمړيو پیړیو کي تیر شوي دي ، بیخي خالي لاس یو بلکی په اعتبار سره دهغوي په پرتله هیڅ په لاس کي نلرو ، ان تردي چې زمونږ او هغو تر مینځ بیخي تناسب نشی کیداي ،
دپورته خبرو په نظر کي نیولو سره چی سختي او پیچلیي دي او یا هم پخپل مینځ کي تعارض سره ولري .
ددي پر ځاي چي په خپل فهم او نظريه باندي اعتماد وکړۍ د پخوانيو مخورو علماو په لاره لاړ سي او د خپلي نظریی په ځاي باندي د هغوي لاره تعقیب کړۍ همدي ته تقلید وايی .
او مونږ ویلاي شو چی فلانی کس د فلاني عالم تقلید وکړ همدا د تقلید حقیقت دئ .